کرکټ: آی سي سي ويلي، پاکستان او هند به په درېمګړي ځای کې لوبې کوي

د کرکټ نړيوال کونسل [آی سي سي] د پاکستان او هند په کوربه توب د دواړو لوبډلو ترمنځ د شخړې هوارولو دپاره طريقه يا تګلاره اعلان کړې ده.

آی سي سي دغه پرېکړه وروسته له هغې کړې چې هند د چېمپينز ټرافۍ سيالو له پاکستان ته د راتلو څخه انکار کړی وو.

آی سي سي ويلي، د پاکستان په کوربه توب د چېمپينز ټرافۍ لوبې به پاکستان او په درېمګړي ځای باندې کيږي.

دغه پرېکړه د هند دپاره شوې چې هند به د چېمپينز ټرافۍ په سياليو کې خپلې لوبې پاکستان کې نه، په درېمګړي ځای کې کوي.

دغه ډول آی سي سي دا هم ويلي، د کال 2027م د کرکټ د کونسل لاندې ټولې سيالۍ، چې کوربه توب به یې هند کوي، په هغو کې به پاکستان خپلې لوبې په درېمګړي ځای کې کوي، هند ته به لوبو له نه ځي.

ويل شوي، دغه ډول د هند په کوربه توب د ښځو د 2025م نړیوال کپ کې به پاکستان په درېمګړي ځای لوبې کوي، او دغه پرېکړه به د 2026م د ټي ټوینټي نړیوال کپ باندې هم عملې وي.

آی سي سي دا پرېکړه وروسته له هغې کړې چې د چېمپينز ټرافۍ دفاعي چېمپين پاکستان د دغو سياليو راتلونکی کوربه دی، او را راروان کال 2025م په فرورۍ او مارچ مياشتو کې دا سیالۍ ټاکل شوي دي.

هند پاکستان ته د راتلو څخه انکار کړی، ځکه د دغو سياليو کره نېټې نه وې اعلان شوې، خو آی سي سي پرون ويلي، زر به د چېمپينز ټرافۍ دپاره نېټې اعلان کړي.

چېمپينز ټرافۍ کې د اتو هيوادونو، پاکستان، هند، انګلېنډ، اسټريليا، نيوزي لېنډ، جنوبي افريقا، بنګله دېش او افغانستان لوبډلې برخه اخلي.

پاکستان ويلي، د دغو سياليو د کوربه توب دپاره یې تياريانې روانې کړي دي.