د ایران د حالاتو په اړه یو تازه خپور کړی شوي څېړنیز رپوټ کې راغلي چې د ایران حکومت د هغه ملک له سرحداتو بهر په سلهاوو غیرقانوني اقداماتو کې ککړ پاته شوی او په مختلفو هېوادونو کې د خپلو مخالفینو د قتلولو او اغوا کولو غوندې کاروایۍ هم په کې شاملې دي.
دا رپوټ د عبدالرحمان برومند سنټر په نوم یو تنظیم چې مرکز یې واشنګټن کې دی او په ایران کې د انساني حقونو او جمهوري اقدارو فروغ ورکولو ته کار کوي، خپور کړی دی او د رپوټ نوم، "ایران: د ریاست بې سرحده تشدد" دی.
د عبدالرحمان برومند سنټر د رپوټ ترمخه، ایران کې د ۱۹۷۹ کال د فبرورۍ میاشتې انقلاب نه پس چې کوم حکومت هلته قایم شوی دی، په خپل ملک کې دننه او بهر ملکونو کې د خپلو اېجنټانو په ذریعه د ایران حکومت د "ناپسندیده" وګړو په جبري لادرکه کولو، اغوا کولو، او وژلو کې ککړ پاته شوی دی.
په دې رپوټ کې د داسې اته سوه و دوه شپېتو (۸۶۲) کېسونو حواله ورکړی شوې چې په کې ایران د امریکې، کېنېډا، فرانس، برطانیې، عراق، پاکستان، ترکیې او جرمني په شان ملکونو کې خپل مخالفین "قتل" یا هم "اغوا" کړي دي.
په رپوټ کې دا هم ویلی شوي چې، "په دغو کاروایانو کې د ایراني حاکمانو، سفارتکارانو، او امنیتي ځواکونو له اړخه احکامات، منصوبه بندۍ او د جرمونو ترسره کېدل نه صرف دا چې ثابت شوي دي بلکې په څو څو پېښو کې ایراني چارواکو د دغو کارویانو تصدیق هم کړی دی."
د عبدالرحمان برومند سېنټر ترمخه، د عدم شفافیت، د باقاعده تحقیقاتو نه کېدلو، او په فیلډ کې د آزاده پلټنو په نه موجودګۍ کې د دغو کارویانو د متاثرینو کره شمېره نده معلومه، خو ایران د خپل سرحد نه دباندې لږ تر لږه څلور سوه و دوه پنځوس (۴۵۲) دغسې کاروایۍ کړې دي.
په رپوټ کې یوه نقشه هم شامله ده چې د هغې ترمخې د ایران حکومت په تېرو پنځه څلوېښت (۴۵) کلونو کې په ۸۶۱ ماروای قانون قضیو کې ککړ پاته شوی، چې په دې کې لږ تر لږه یو سل او څلورویشت (۱۲۴) کېسونه د قتل، اقدام قتل، یا د وژلو ګواښ کول شامل دي.
د رپوټ ترمخه، په هغو ملکونو کې چې دغه جرمونه ترسره شوي دي، هغه ملکونه هم په ډېرو دغو قضیو کې د "متاثرینو" د ځان ساتلو او هغوی ته د انصاف ورکولو په چاره کې خپلې ذمه دارۍ ندي پر ځای کړي او ناکام شوي دي.