د امریکا پوځ وایي چې د بحیره احمر په سر یې خپله یوه جنګي طیاره په خطا کې وېشتلې ده

د امریکا پوځ ویلي چې د سور سمندرګي یا بحیره احمر په سر یې په یوه تېروتنه یا خطا کې خپل جنګي جهاز راغورځولی چې دوه پائیلټان په کې سپاره و، خو دواړه یې ژوندي پاته دي. د یو کال راهېسي چې امریکا په یمن کې حوثي یاغیان په نښه کوي، په دې لړ کې دا امریکایي عسکرو ته تر ټولو خطرناکه پېښه شمېرل کیږي.

د راغورځول شوې طیارې دواړه پائیلټان، د جهاز د وېشتل کېدو پس، ځانونه په پاراشوټ کې رااچولي او وروسته ژوندي ژغورل شوي دي. په دې کې یو پائیلټ لږ څه زخمي شوی هم دی. اې پي خبري اداره لیکي، د دې پېښې نه څرګنديږي چې د سور سمندرګي کورېډور څومره خطرناکه شوی دی، ځکه د ایران د حمایت لاندې حوثیان په دې سمندرګي کې کشتیو باندې حملې کوي، او په همدې حال کې د امریکا او یورپ پوځي اتحاد په هغې خطې کې ګزمې کوي چې تلونکې کشتۍ د حوثیانو له حملو وساتي.

په هغه مهال چې امریکا خپله جنګي طیاره په خطا کې وویشتله، امریکایي پوځ د یمن د حوثي یاغیانو د نښه کولو دپاره بمبارۍ کولې، خو د پوځ سنټرل کمانډ دا وضاحت ندی ورکړی چې د دغو دوو پائیلټانو مېشن څه و، او په دې باب یې د اېسوشیتډ پرس خبري ادارې پوښتنو ته څه جواب ندی ویلی.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

سنټرل کمانډ زیاته کړې چې د دوی اېف-اې-۱۸ هوایي جهاز، د یواېس اېس هېري ټرومن طیاره بردار جهاز نه په هوا شوی و چې د دوی خپلو ځواکونو په خطا کې وویشت. د ډسمبر په پنځلسمه نېټه د امریکا د پوځ سنټرل کمانډ د دې خبرې تصدیق کړی و چې ټرومن طیاره برداره کشتۍ منځني ختیځ ته تللې، خو دا یې نه وه واضحه کړې چې دغه لویه جنګي بېړۍ او متعلقه کشتۍ یې سور سمندرګي یا دریای احمر ته ننوتي دي.

تر اوسه دا نده معلومه چې امریکایي ځواکونو څنګه د خپل جهاز په ویشتو کې خطا کړې ده. خو سنټرل کمانډ ویلي چې ټرومن طیاره بردارې کشتۍ او ورسره ملګرو جنګي بېړیو تر دې وړاندې د حوثیانو څو څو ډرونونه او کشتۍ ضد کروز میزائیل راغورځولي و. په مخکېنیو پېښو کې، کله چې د حوثیانو له اړخه کوم میزائیل داغل کېدو، نو خطه کې د امریکا سمندري ځواکونو صرف څو سېکنډه فرصت درلود چې د هغو د مقابلې تصمیم ونیسي.

خطې ته د ټرومن طیاره بردارې کشتۍ د رسېدو وروسته، امریکا په یمن کې د حوثي یاغیانو د نښه کولو عملیاتو ته زور ورکړی دی.