د 16 عسکرو د وژلو وروسته د پاکستان د پوځ مشر جنوبي وزيرستان ته رسېدلی

د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا په بر جنوبي وزيرستان ضلعه کې د 16 امنیتي عسکرو د وژلو وروسته د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير پرون جنوبي وزيرستان ته رسېدلی دی.

بل لور ته د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف او د کورنيو چارو وزير محسن نقوي په امنيتي چارو غږېدلي دي.

جنرل عاصم منير ويلي، د تحریک طالبان پاکستان، چې پوځ یې د فتنه الخوارج په نوم يادوي، پرضد به تر هغې عمليات روان وي، څو پورې چې یې سهولت کار، مرسته کوونکي او مالي مرستې ورکونکي ختم کړل شوي نه وي.

د 20م او 21م نومبر په مينځنۍ شپه کې د جنوبي وزيرستان په مکين سيمه کې وسله والو د پوځ په چيک پوسته وسله وال بريد کړی، 16 عسکر يې وژلي وو.

تحریک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري منلې وه.

پوځ ويلي، جنرل عاصم منير پرون په 22م دسمبر په جنوبي وزيرستان کې د پوځي افسرانو او عسکرو سره ليدلي، او ويلي يې دي د ملک خلاف هلې ځلې کوونکي عناصر به قيمت پرې کوي.

ويل شوي، نوموړي ته په سیمه کې د امنیت په اړه احوال وړاندې کړل شوی او هغه د ولس په مرسته د هر ډول ترهګرۍ او توندروۍ د ختمولو عزم څرګند کړی دی.

جنوبي وزیرستان

د افغانستان، شمالي وزيرستان، ټانک او ډېره اسماعيل خان سره په پوله جنوبي وزيرستان کې په کال 2009م کې د پاکستان پوځ د راه نجات په نوم پوځي عملیات کړي وو چې موخه یې سیمه له ترهګرو پاکول وو، په دغو عملیاتو کې سلګونه زره خلک بې ځای شوي وو.

وروسته حکومت اعلان کړی چې سیمه له هر ډول ناامنۍ پاکه شوې ده او بې ځایه شوي خلک خپلو کلیو ته ستانه کړل شول.

‎خو تازه برید او په سیمه کې د تاوتریخوالي زیاتوالي د پوځ او حکومت لخوا د امن د ټینګښت په دعوو پوښتنې راولاړې کړې دي.

‎تر عملیاتو وروسته له سیمې نه په پرله پسې ډول د ترهګرۍ د پېښو اطلاعات مخې ته راځي چې د ځایي خلکو او چارواکو دواړو لپاره یې اندېښنې راولاړې کړې دي.

‎په دې وروستیو کې د پاکستان د حکومت لخوا پوځ ته د "عزم استحکام "په نوم د نوو د عملیاتو منظوري ورکړل شوې ده او د دې عملیاتو لپاره حکومت 20 اربه روپۍ هم جاري کړي دي خو په ځايي کچه د دې عملیاتو سخت مخالفت روان دی.

‎څيړونکي وايي چې په تېرو 20 کلونو کې په سیمه کې پرله‌ پسې عملیات ترسره شوي، خو د ترهګرۍ ختمېدو پرځای په دې کې نور زیاتوالی هم راغلی دی.

د سرکاري خبري ادارې [اې پي پي] ترمخه د کورنيو چارو وزیر محسن نقوي، وزيراعظم شهباز شريف ته د ملک د امنيت په اړه تفصيلي احوال وړاندې کړی دی.

ويل شوي، بحث کې په ملک کې د امنیت ټينګ ساتلو دپاره پورته کړل شوو ګامونو باندې، او سياسي چارو باندې هم بحث شوی دی.

د خبر ترمخه، شهباز شريف په امنيتي اقداماتو د اطمينان څرګندونه کړې ده.