د ټرمپ ځانګړي استازي د عمران خان په پلويتوب پوسټونو د پاکستان سياسي ماحول ګرم کړی

  • ایاز گل

د امریکا د منتخب صدر ډانلډ ټرمپ نزدې باور لرونکي ملګري رچرډ ګرینل، د پاکستان د پخواني وزيراعظم عمران خان د خوشي کولو غوښتنه کړې او په دغه اړه یې د پرله پسې پوسټونو په وجه پاکستان کې په سياست او مطبوعاتو د پام وړ توجه ترلاسه کړې ده.

پاکستان کې سياسي ماحول هغه وخت نور کړکېچن شو چې په 26م نومبر د تحریک انصاف ګوند په اسلام اباد کې د احتجاج کوونکو پرضد د حکومت له لوري کارروايي وشوه او وشړل شو، په دغه وخت کې هم ګرينل د عمران خان د خوشي کولو د غوښتنې ملاتړ کړی وو.

د ګرينل لومړي پوسټ دومره توجه نه وه ترلاسه کړې، خو له دغې وروسته چې د دسمبر په 15مه ډانلډ ټرمپ هغه د نړيوالو ماموريتونو دپاره ځانګړی استازی ونومولو، هغه ډېره توجه ترلاسه کړه.

د پاکستان مشهور ټي وي چېنل جیو نیوز، چې د پاکستان د پوځ د پلوي ټي وي تور پرې لګي، د ګرینل د ټاکنې وروسته یې د دې سرليک سره خبر خپور کړی وو، چې "ټرمپ رچرډ ګرینل، همجنسباز، د ځانګړي استازي په توګه وټاکلو."

دغې پوسټ ته په ځواب کې ګرينل ويلي وو، "زه به بیا هم وايم، چې عمران خان خوشی کړئ".

رچرډ ګرینل د امریکې په مهمو سفارتي او امنيتي څوکو پاتې شوې، د ټرمپ په لومړي حکومت کې د 2017م نه تر 2021م پورې یې د جرمني دپاره سفير، د سربيا کوسو د امن خبرو دپاره ځانګړي استازي او د ملي استخباراتي موقتي مشر په څوکو دنده ترسره کړې وه.

د عمران خان په ملاتړ د هغه پوسټونو په پاکستان کې سیاسي بحثونو راولاړ کړي چې د دغه هيواد په سیاست اغېزې کولی شي.

د ګرينل په پوسټونو د پاکستان په ټي وي چېنلو بحثونه کيږي ځينې د هغه دغه پوسټونه د ځان د مشهورتيا دپاره بولي او ځینې یې د امريکې د نوي حکومت سره د اسلام اباد په اړيکو د اغېزو په توګه يادوي. ځينې د هغه د پوسټونو په کره والي هم پوښتنې راولاړي.

عمران خان چې د پاکستان زيات پلويان لرونکی سياستوال ګڼل کيږي، د 2023م راهسې د بډو رشوتونو او بغاوت په تورونو بندي دی، هغه په ځان لګيدلي تورونه سياسي انتقام او پوځ باندې سیاست کې د لاسوهنې غبرګون بولي.

د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ ايتلاف حکومت چې د پوځ ملاتړ لرونکی حکومت ګڼل کيږي، دا تورونه ردوي او وايي عمران خان دې په نورو د تورونو په ځای ځان په عدالتونو کې بې ګناه ثابت کړي.

عمران خان او ازاد څيړونکي وايي، پي ټي آی د فرورۍ 2024م په عامو انتخاباتو کې زياتې رای ترلاسه کړي خو په پوځ تور لګوي چې درغلي يې کړې او شهباز شریف ته یې د وزیراعظمۍ لاره جوړه کړې وه.

د عمران خان د 2018م نه تر 2022م پورې حکومت په وخت کې د ټرمپ انتظامیې د طالبانو سره امن خبرو دپاره پاکستان سهولت کاري کړې او د دغو خبرو په پايله کې په اګست 2021م کې امریکايي پوځ د افغانستان نه وتلی وو.

عمران خان د زندان څخه د ټرمپ په انتخاباتو کې په بريا هغه ته اومبارکي ويلې وه.

هغه ويلي وو، "منتخب صدر ټرمپ به د پاکستان سره د احترام په اساس د جمهوريت، او بشري حقونو دپاره ښې اړيکې ولري، مونږ د هغه نه د امن او بشري حقونو دپاره د غږ پورته کولو او فشار راوستلو هيله لرو".

په عمران خان تنقيد کوونکو او د شهباز شريف حکومت په هغه نيوکې کوي لپاره نیوکه کړې چې د پاکستان کورنيو چارو کې یې د امریکا د مداخلې غوښتنه کړې ده. امریکې تل د پاکستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنو مخالفت کړی دی.

عمران د 2022م د اپرېل په میاشت کې په پارلیمان کې د عدم اعتماد د لارې د واکه لرې کړل شوی، هغه تور لګولی وو چې هغه د امریکې په سازش د پاکستان پوځ د واکه لرې خو د پاکستان پوځ او واشنګټن دغه تورونه هم رد کړي وو.