د خېبرپښتونخوا د صوبايي کابينې په غونډه کې ويل شوي، د صوبې د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه شوې، کورمې ته د ځمکنۍ لارې بحالولو په لړ کې به د پاړاچنار روډ خوندي کولو دپاره ځانګړی پوليس ځواک جوړولی شي.
د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې کې د روان کال اکتوبر د 12مې راهسې د شيعه او سنيانو ترمنځ نښتې شوې، د ټل، پاړاچنار لاره تړل شوې، او د بيا د 21م نومبر راهسې په بېلابيلو پېښو کې د 135 نه زيات کسان مړه شوي او 180 نور ژوبل شوي وو، دغه لاره با بنده پاتې ده.
د خېبرپښتونخوا د حکومتي چارواکو په خبره، سیمه کې د ډز بندۍ نه وروسته د امن او فريقېنو د تحفظاتو لرې کولو هڅې روانې دي.
په کورمه کې د حالاتو خرابېدو سره سم سړکونه تړل شوي او نزدې لس ورځې وړاندې کورمه کې د بدامنۍ د خاتمې او د بندو سړکونو د بیا پرانستو د پاره وکیلانو پیښور هایکورټ ته خواست هم کړی وو.
د خېبرپښتونخوا د حکومت د اطلاعاتو څانګې پرون په 23م دسمبر ویلي، د وزیراعلا علي امين ګنډاپور په مشرۍ د صوبايي کابينې غونډه شوې، د کورمې په حالاتو او په دغه لړ کې د صوبايي حکومت د اقداماتو په اړه پکې بحث شوی دي.
ويل شوي، د کورمې د مسلې د تل پاتې حل دپاره په مختلفو کچو جرګې شوي، په علاقه کې د دوايانو د کمي پوره کولو دپاره د هیلي کاپټر د لارې دوايانې رسول شوي، په رعايتي نرخونو غنم ورکول کيږي، د ځاني او مالي تاوان رقم ورکړل شوی دی.
د بيان ترمخه، په غونډه کې ويل شوي، چې تېره ورځ د کورمې په مسله د صوبايي اېپکس کمېټۍ په غونډه کې د پاړاچنار د سړک خوندي کولو دپاره د ځانګړي پوليس ځواک جوړولو پرېکړې شوې او دغې مقصد دپاره به 399 پوليس اهلکار بهرتي کولی يا ګمارلی شي.
ویل شوي، د سړک خوندي کولو دپاره به اول عارضي پوستې، او په راتلونکې کې مستقل پوستې جوړولی شي. دغه ډول د دواړو فريقېنو ترمنځ د تړون وروسته به سړک پرانستلی شي، کرکه خورونکي د ټولنيزو رسنيو اکاونټونه به تړل کيږي.
د 21م راهسې د ټل پاړاچنار غټه لاره تړلې پرته ده او د رپورټونو ترمخه، د لارې پرانستو دپاره هلته احتجاج هم روان دی.
ويل شوي، اېپکس کمېټۍ د فرورۍ د لومړۍ نېټې پورې په کورمه کې د ټولو غېر قانونه وسلو ټولولو پرېکړه کړې ده.
د صوبې وزيراعلا علي امين ګنډاپور ويلي، د کورمې مسله ترهګري نه بلکې د دوو ډلو ترمنځ شخړه ده، د علاقې خلک امن غواړي خو ځينې عناصر د فرقه یيزه لارې د حالاتو خرابولو هڅې کوي او مسلې ته د بل رنګ ورکولو دپاره غلطه بيانيه جوړوي.
د کورمې په شخړه د خېبرپښتونخوا په صوبايي حکومت نيوکې کيږي چې هلته په امن راوستلو کې ناکامه دی.
خو صوبايي حکومت وايي، د خبرو اترو او جرګو د لارې د مسلې د پرامنه حل را ايستلو هره ممکنه هڅه کوي، د خلکو د مال او ځان د ساتنې يقيني کولو دپاره حکومت په خپله عملدارۍ هيڅ جوړ جاړی ونه کړي.
علي امین ګنډاپور ويلي، د خېبر په تيرا او د بنو په جاني خېلو کې د عملياتو هيڅ پرېکړه نه ده شوې. دوه ورځې وړاندې د بنو په جاني خېلو کې د ممکنه پوځي عملياتو ضد احتجاج او ولسي غونډه شوې وه.