په افغانستان کې واکمن طالبانو د دفاع وزارت ویلی چې د نهې ، سه شنبې په ماښام پاکستاني پوځیانو ( جیټ الوتکو) د افغانستان د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ بمباري کړې ده، چې په نتیجه کې یو شمېر ماشومان او نور ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي .
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمی په خپل اېکس (پخواني ټويټر) لیکلي چې :” پاکستاني پوځیانو نن ماښام د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ بمبار وکړ. بمبارۍ ملکي وګړي په نښه کړل، چې زیاتره یې وزیرستاني کډوال وو. او یو شمیر ماشومان او نور ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شول. د افغانستان اسلامي امارت دغه وحشیانه عمل د ټولو نړیوالو اصولو خلاف او ښکاره تیري ګڼي او په کلکه یې غندي. پاکستاني لوري باید پوه شي چې دا ډول خپلسري کړنې د کومې ستونزې د حل لاره نه ده. اسلامي امارت به دا بزدلانه عمل بې ځوابه پرې نه ږدي، بلکې د خپلې خاورې او خاورې دفاع به یې خپل حق ګڼي. “
د دې وړاندې د افغانستان په خوست ولایت کې طالب چارواکو وي او اې ډیوه ته ویلي وو چې د نهۍ ، سه شنبې په ماسخوتن پاکستاني جیټ الوتکو د افغانستان په خوست او پکتیکا ولایتونو کې بمباري کړې ده. د خوست ولایت د ګورنر یا ولي دفتر یو چارواکي د نوم ښودلو په شرط وویل چې د پاکستاني جیټ الوتکو په بمبارۍ کې ګڼ شمېر ځایي افغان ملکي خلکو د تلفاتو خبرونه ترلاسه شوي دي.
وي او ډیوه د خبر تصدیق لپاره په خېبر پښتونخوا کې د پاکستاني امنیتي چارواکو سره تماس نیولی، چې د بریدونو پخلی یې نه دی کړې خو دوی ویلي دي، چې دوی ته لوړ پوړو چارواکو د افغان پولې په اوږدو کې په وزیرستان کې د وسله والو لخوا د هغه برید وروسته چې ۱۶ پاکستاني پوځیان پکې وژل شوي وو د یوه نامعلوم اقدام خبر ورکړی وو.
پاکستان پوځ د افغان طالبان چارواکو د دعوو په اړه تر اوسه کوم بیان نه دې خپور کړی.
دامریکې پخواني استازي زلمي خلیل زاد ویلي چې پاکستاني ځواکونو په پکتیکا کې د بریدونه په اړه ابتدایي رپورټه مخې ته راغلې.
په ایکس/پخواني ټويټر باندې زلمي خلیلزاد لیکلي: ” د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو د هوايي بريدونو لومړني رپورټونه ورکړل شوي دي. که ریښتیا وي، نو طالبان به ممکنه توګه ځواب کوي. د جګړې پر ځای، دواړه هیوادونه داسې یوې موافقې ته اړتیا لري چې کوم یو فرد یا ډلې ته به اجازه نه ورکوي چې د دوي د خاورې نه بل هیواد سلامتۍ ته ګواښ جوړ کړي. د پاکستان استازی په کابل کې دی. ایا جنرال منیر به اجازه ورکړي چې دا خبرې اترې پیل کړي؟ “
وي او اې ډیوه د پاکستان پوځ د مطبوعاتي څانګې آی ایس پي آر سره د دغه پېښې په اړه د هغوي غبرګون معلومولو لپاره تماس نیسي او د هغوی غبرګون به په دغه خبر کې شریک کړي.
بلخوا امنیتي چارواکو وي او اې ډیوه سره د نوم ښودلو په شرط په اردو ژبه کې یو بیان شریک کړې دی چې پکې ویل شوي دي چې پاکستان پوځ د افغاستان په پکتیا ولایت کې د تحریک طالبان پاکستان (چې پوځ یې د فتنه الخوارج په نوم يادوي) په څلور روزنې مرکزونو باندې حملې ترسره کړې دي. او د حملو په وخت په دغه مرکزونو کې موجود جنګیالي، خود کش حمله کوونکي، یو شمېر مهم کمانډران او په غټه کچه بارود موجود وو.
تر اوسه پورې ترلاسه شوي اطلاتو ترمخه څلور ځایونه په نخښه کړل شوي دي او د مهم ټارګټ شېر زمان عرف مخلص یار او د هغه سره يو بل کمانډر ابو حمزه په نخښه شوي دي.
د پاکستاني جیټ الوتکو لخوا د بمبارۍ خبر په داسې وخت کې مخې ته راغلې دې چې د په افغانستان کې واکمن د طالبانو مشرانو د نهۍ، سه شنبې په ورځ د ګاونډي هېواد پاکستان څخه ورغلي د یوه اعلا کچې پلاوی کوربه توب وکړو.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د نهې، سه شنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د کورنیو چارو وزیر سراج حقاني په ګډون یو شمېر چارواکو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د لا ښه والي او موجود ستونزو د حل لپاره پر مهمو موضوعاتو خبرې اترې کړې وې.
صادق خان په ایکس خپل پوسټ کې لیکلي: نن د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره وکتل. پراخ بحثونه وشول. د دوه اړخیزو همکاریو د لا پیاوړتیا او په سیمه کې د سولې او پرمختګ لپاره په ګډه کار کولو اتفاق وشو.صادق خان په ایکس خپل پوسټ کې لیکلي: نن د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره وکتل. پراخ بحثونه وشول. د دوه اړخیزو همکاریو د لا پیاوړتیا او په سیمه کې د سولې او پرمختګ لپاره په ګډه کار کولو اتفاق وشو.
محمد صادق چې د ځانګړي استازي په توګه تازه بیا ګومارل شوی، د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۲۴ په خپل ایکس پاڼه لیکلي چې کابل ته د ګل/دوشنبې د ورځې ناوخته د رسیدلو پرمهال ورته د طالبانو د حکومت د لوړ پوړو چارواکو له خوا هرکلی ویل شوی دی.
هغه لیکلي: "هغه د لنډ مهاله افغان حکومت [طالبانو حکومت] د وزیرانو سره په مختلفو ساحو کې د دواړخیزې همکارۍ د پراخیدو او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ورورګلوۍ اړیکو ته د لا پرمختګ لپاره ګټورو او معنی لرونکو لیدو کتنو ته سترګې په لار دی."
د طالبانود حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي چې ددغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د پاکستاني پلاوي سره کتلي دي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "په دې لیدنه کې دواړو خواوو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د لا ښه والي او شته ستونزو د حل لپاره پر مهمو موضوعاتو بحث وکړ."
د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي په داسې وخت کې د کابل سفر کړی، چې نزدې يوه اوونۍ وړاندې د خېبرپښتونخوا وزیراعلا علي امين ګنډاپور ويلي وو، "مرکزي حکومت د [افغانستان] سره د خبرو کولو ويلي دي، چې د دوی سره خبرې وکړو ځکه د خبرو نه بغېر مسله نه شي حل کېدی".
په افغانستان کې د واکمنو طالبانو لخوا د ګنډاپور د مذاکراتو په اړه تراوسه کوم رسمي بيان نه دی ورکړل شوی.
د پاکستان حکومت او پوځ دعوه کوي او تور لګوي، چې د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده، او د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کيږي.
خو طالبانو د پاکستان دغه دعوې او تورونه تل رد کړي او ويلي یې دي پاکستان دې د خپلو ناکامو زمه واري په دوی نه ور اچوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ په 12م دسمبر اوونیزه خبري غونډه کې يوې پوښتنې ته په ځواب کې ويلي وو، پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو په پټنځايونو تحفظات لري، څوک چې په پاکستان کې ترهګري کوي، او دغه خبره د پاکستان او افغانستان ترمنځ ايجنډې په سر کې ده.
هغې ويلي وو، "مونږ تل د خبرو د لارې د دغه مسلې په هوارولو ټينګار کړی دی".
په پينځم دسمبر د پاکستان د پوځ د کور کمانډرانو په غونډه کې د ملکي امنيت په اړه احوال وړاندې کړل شوی او د افغانستان د خاورې څخه پاکستان کې د ترهګرۍ په اړه بيا اندېښنه تکرار کړل شوې وه.