بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
Your browser doesn’t support HTML5
څېړونکي وایي پښتو فلم انډسټري که دا مهال د زوال په حالت کې ده او د پښتنو په سیمو کې سېنماګانې په ختمېدو دي خو بیا هم په پاکستان کې هر کال تر بلې هرې ژبې د پښتو فلمونه زیات جوړیږي.
د نن په خپرونه کې په دې اړه خبرې کوو چې په 2024م کال کې د پښتو سېنما او فلم انډسټري څنګه وه. پر دې موضوع به له خپل مېلمه، فلمي اداکار او هنرمند شاهد عثمان سره بحث کوو، تاسې هم په خپرونه کې راسره ګډون وکړئ.
کوربنې: بهشته تلاش او ناهید سحر
د پاکستان په وخت د سحر 6:00 بجو نه تر د 8:00 پورې او افغانستان کې د سحر5:30 نه تر د 7:30 پورې په سېټلایټ ډش ټي وي دا خپرونه کتی شئ. د سېټلايټ پته: [EUTELSAT 70B (70.5° E), channel 103]. دا خپرونه په ویپ پاڼه، يوټيوب او فیس بک هم نیغ په نیغه کتلی شئ. VOADEEWA@