د هند پخوانی وزيراعظم من موهن سينګ مړ شوی

د هند پخوانی وزيراعظم من موهن سينګ د 92 کالو په عمر کې مړ شوی دی، هغه د هند د اقتصادي اصلاحاتو او امریکې سره د جوهري تړون کولو په سر شهرت لرلو.

د روغتون څخه جاري شوي بيان کې ویل شوي، هغه د زيارت، پنجشنبې په ورځ په کور کې ناڅاپه بې هوشه شوی، او د شپې ال انډيا انسټيټيوټ اف مېډېکل ساينس ته وړل شوی، او هلته یې ساه ورکړې ده.

من موهن سينګ يو ټېکنوکرېټ وو، هغه لس کاله د هند وزيراعظم پاتې شوی، هغه ته د ريښتنولوۍ په سر درناوی لرل کېدو.

په 2004 کې د هغه وخت د وزيراعظم راجیو ګاندهي د وژنې وروسته د هغه مېرمن سونياګاندهي مومن موهن سينګ د دغه څوکۍ دپاره ټاکلی وو.

هغه د 2009 نه تر 2014م پورې په دویم ځل د هند وزیراعظم منتخب شوی، او په دغه موده کې په کال 2010م د هغه په وزيرانو د کامن ویلت لوبو په تابيا کولو کې د بډو رشوتونو تورونه لګېدلي وو.

د يادو بډو رشوتونو تورونو بهارتي جنتا پارټۍ ته په کال 2014م کې په انتخاباتو کې د ګټې لاره هواره کړې وه.

من موهن سينګ د څوکۍ پرېښودو وروسته په ولسي کچه زيات نه وو ليدل شوی.

د هند وزيراعظم نريندرا مودي چې په کال 2014م کې د هغه په ځای وزیراعظم شو، هغه یې د يو نوميالي مشر په توګه ياد کړی وو.

د دې خبر معلومات د اې پي څخه اخستل شوي