خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې حکومتي اؤ مخالفو غړو د پوځي عملیاتو مخالفت کړی، د کور کمانډر اسمبلۍ ته د رابللو اشاره

Peshawar KP Assembly 4

د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غونډه کې حکومتي او مخالفو غړو په قبايلي ضلعو کې د پوځي عملیاتو مخالفت کړی او د صوبایي اسمبلۍ سپیکر د امن و امان په اړه د وضاحت لپاره د کور کمانډر راغوښتلو اشاره کړې ده.

د ګل یا دوشنبې په ورځ په صوبایي اسمبلۍ کې د قبايلي سیمو د امنیتي حالت په اړه د بحث پر مهال، حکومت او اپوزیشن په دې یوه نظر وو چې په دې سیمو کې د عملیاتو پرېکړه به نه کېږي.

د اپوزیشن غړو وویل چې په قبايلي سیمو کې به د عملیاتو ملاتړ ونه کړي، او حکومتي غړو روښانه کړه چې د عملیاتو پرېکړه به یوازې د خیبرپښتونخوا حکومت او د صوبې وزیر اعلا کوي.

سپیکر بابر سیلم سواتي وویل چې په خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې راپورته شوي پوښتنې د غور وړ دي.

هغه زیاته کړه چې په تېرو دوو لسیزو کې په خېبرپښتونخوا کې عملیات شوي، خلک بېځایه شوي او بیا یې د بحالۍ ته هڅې هم شوې دي.

نوموړي زیاته کړه چې د پوځ او منتخب استازو ترمنځ د باور کموالی موجود دی.

سپیکر د امن و امان په اړه د خېبر پښتونخوا د پولیسو مشر (IG) صوبایي پارلیمان ته د راغوښتو پرېکړه وکړه او وي ویل چې هغه به د اپوزېشن مشر او د اسمبلۍ غړو ته وضاحت ورکړي.

ښاغلي بابر سلیم سواتي وویل چې په راتلونکې مرحله کې به کور کمانډر د امنیتي وضعیت په اړه د بریفنګ لپاره را وغوښتل شي.

د اپوزیشن غړو خېبر پښتونخوا کې د امن و امان په خراب وضعیت د تحریک التواء پېش کولو په ترڅ کې وویل چې ایوان باید د معمول کارروایي وځنډوي اؤ د پولیسو مشر دې پارلیمان ته راوغوښتل شي.

په دې غونډه کې د پیپلز ګوند پارلیماني مشر احمد کنډي د التواء تحرک وړاندې کړو او وي ویل چې په جنوبي سیمو کې امنیتي وضعیت ډېر خراب شوی، او په ټوله صوبه کې یو ځل بیا ناامنۍ سر راپورته کړی دی.

د عوامي نیشنل ګوند غړي نثار باز ایوان ته وویل چې په باجوړ کې یو ځل بیا د عملیاتو لپاره د کلیو خالي کولو خبرې روانې دي.

هغه زیاته کړه چې د قبايلي سیمو خلک له پرمختګ څخه محرومه ساتل شوي دي اؤ قبايلي سیمو ته د مرکزي او صوبايي حکومتونو لخوا هیڅ پام نه دی شوی.

نوموړي وویل، دوی که څه هم د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیاتو سره مخالفت نه کوي خو د مسایلو حل عملیات نه دي. د خېبرپښتونخوا د پولیسو مشر دې د ایوان غړو ته وضاحت ورکړي.

نثار باز وویل چې موږ ته دې باور راکړل شي او ټول معلومات دې راکړل شي چې په صوبه کې د امنیت لپاره څه کېږي؟

ایوان کې د بحث تر پای وروسته، د پارلیمان غړو د التواء تحریک جمع کړو.