د جنوبي کوريا يو عدالت د مواخذې سره مخ صدر يون سک يول د نيولو وارنټ جاري کړی دی، يون سک یول د روانې میاشتې په سر کې د څو ساعتونو دپاره مارشل لا لګولې او د هغې په سر د بغاوت د تورونو سره مخ دی.
د جنوبي کوريا د پايتحت سېوول لويدیځ عدالت د نهې، سه شنبې په ورځ د يون سک د نیولو وارنټ جاري کړی دی.
د ځايي مطبوعاتو ترمخه، د جنوبي کوريا په تاريخ کې دا لومړی ځل دی چې د موجوده صدر د نیولو وارنټ جاري کړل شوی دی.
د جنوبي کوريا پارلیمان د دسمبر په نيمايۍ کې د صدر يون د مواخذې تحريک منظور کړی وو، د هغه صدارتي واک معطل شوی او د ملک اييني عدالت د هغه ضد د مقدمې جاج اخلي.
د دې سره حکومت د صدر د پلټنو دپاره ګډ پلټنیز ټيم هم جوړ کړی دی، کوم به چې د يون سک يول د بغاوت او واک په ناجايزه توګه د کارولو پلټنې کوي.
چارواکو درې ځله يون سک ته د پلټنو دپاره سمن جاري کړی، او په نه وړاندې کېدو د هغه د نیولو وارنټ ترلاسه کړل شوی دی.
يون سک يول د قانوني ټيم په وړاندې پلټنو کې د مرستو څخه انکار کړی دی، قانوني ټيم یې دريځ وړاندې کړی چې د مواخذې نه وړاندې دې کارروايي مکمل کړل شي.
تراوسه دا نه ده معلومه چې هغه به کله ونيول شي، خو د صدر په ساتنه مامورو چارواکو تراوسه پورې پلټنيز چارواکي د صدر دفتر نه دي پرېښودي.
د جنوبي کوريا د قانون ترمخه، صدر چې په څوکۍ وي د قانوني کارروايۍ څخه ورته استثنا ترلاسه ده، خو د ملک سره د غدارۍ يا بغاوت په صورت کې هغه د قانون سره مخ کېدی شي.
يون سک يول د روانې میاشتې په درېمه نېټه په ملک کې مارشل لا لګولې وه، جنوبي کوريا کې د 1980 وروسته په جمهوري دور کې داسې ګام نه دی پورته کړل شوی.
خو د جنوبي کوريا 300 کسيزه پارلیمان د صدر دغه فيصله په متفقه توګه رد کړې، او څو ساعته وروسته صدر مارشل ختمه کړې وه.