د امریکا تحقیقاتي فډرل ادار (اېف بي آی) وایي، اوس دوی په دې باور دي چې په نیواورلیانز ښار کې د نوي کال په شپه د مرګونې حملې شکمن عامل، په یوازې سر دا اقدام کړی و، خو د داعش ډلې د نظریې د تاثیر لاندې راغلی و. په دې پېښه کې شکمن کس اول په خلکو ټرک ورووستلو، او بیا یې ډزې وکړې چې په نتیجه کې څوارلس (۱۴) کسان ووژل شول او پنځه دېرش (۳۵) نور زخمیان شول.
چارواکو دمخه ویلي و، دوی دې امکان ته کتنه کوي چې د پېښې عامل کس، د بل چا سره د دې اقدام سازش کړی و که نه.
د اېف بي آی چارواکو د زیارت/پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته د خپلو وروستیو پلټنو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې په دغه "ترهګریز اقدام" کې ۴۲ کلن شمس الدین جبار، د نیواورلیانز په مشهوره بوربن سټریټ کې د خلکو په اجتماع ټرک وجنګولو او بیا یې خلکو باندې ډزې وکړې.
د اېف بي آی د ترهګرۍ ضد شعبې چارواکي، کرېسټوفر رایا د زیارت/پنجشنبې په ورځ خبري کنفرنس کې وویل چې د سلهاوو مرکو او د حمله کوونکي د ټلیفوني رابطو، سوشل مېډیا اکاونټونو او الکټرونیکي سامانونو د معاینې او جاج اخېستو په نتیجه کې "مونږ اوس دستي یقیني یو چې په دې پېښه کې د بل چا لاس شامل نه و."
جبار، چې د امریکا شهري و، د پولیس سره په وسله واله مقابله کې ووژل شو. هغه تر دا څو کاله وړاندې پورې د امریکا پوځ کې خدمت کړی و.
د امریکا صدر جو بایډن وویل چې دا حمله به نیواورلیانز مات نکړي. هغه د شورو/چهارشنبې په ماښام وویل: "په دنیا کې ډېر خلک د نیواورلیانز سره د دې ښار د تاریخ، ثقافت، او تر ټولو اهم، د دې ځای د خلکو په خاطر مینه لري. زه پوهېږم چې که څه هم دغه شخص په ښار باندې ناوړه برید کړی، خو زمونږ د نیواورلیانز ښار روح به هېڅ کله، هېڅ کله او هېڅ کله هم مات نکړی شي. دا به همېش آینده کې ځلانده پاته شي."
منتخب صدر ډانلډ ټرمپ هم د سوشل ميډیا په خپله وېب پاڼه - ټروت سوشل - د پېښې غندنه وکړه او د پېښې ښکار خلکو سره يې د همدردۍ اظهار وکړو.
د خلکو په ګڼه د موټر حمله د سحر په ۳:۱۵ بجې وشوه او نیواورلينز د فرېنچ کوارټر نومې برخه کې خلک د نوي کال د هرکلي دپاره جمع شوي وو. دا د ښار تاریخي او سیاحتي برخه ده چې ګڼ شمېر بارونه (شرابخانې) او رېسټورانټونه لري او فضا یې د موسيقۍ نه ډکه وي.