اوکراین یورپ ته د روسي ګېسو انتقال بند کړ، د ګېسو بیعه ګرانه شوه

اوکراین د روس هغه ګېس چې د پایپلاین په ذریعه له دې ملکه تېرېدو سره یورپي اتحاد ته رسېدو، بند کړی چې دې سره په یورپ کې د ګېسو بیعه په بره ختلې، دومره چې په تېرو پنځلسو میاشتو کې یې مثال نه و لیدل شوی.

د دې ګېس د انتقال په بندېدو سره به د روس سرکاري کمپنۍ ګازپروم ته د کاله څه باندې پنځه بلینه ډالر نقصان ورسېږي. د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي دا د ماسکو دپاره "یوه تر ټولو ستره ماته" بللې ده.

د دې ګېس په بندېدو سره به اوکراین هم اته سوه میلینه ډالر چې ماسکو د خپلو ګېسو د منتقل کېدو له بابته ورکولې، د لاسه ورکړي.

په برلېن کې د وېلسن سېنټر یو نړېوال څېړونکی ټوماس اوډونېل چې د توانایۍ د برخې څېړونکی دی، وایي چې که څه هم د زیارت/پنجشنبې په ورځ یورپي اتحاد کې د ګېسو قیمت په بره ولاړ، مګر ممکن چې په یورپ باندې یې اغېزه محدوده وي.

اوډونېل وایي چې د دې ورځې دپاره ټول آماده و. هغه وي او اې ته وویل: "البته چې دې کې به تر یوه حده پورې ځینو ته نقصان او ځینو ته ګټه ورسیږي، ځیني ځانګړي ملکونه د نورو په نسبت ډېر دغو ګېسو ته ضرورت لري، د مثال په توګه سلوواکیا، هنګري او اسټریا. اسټریا ښه ځان آماده کړی. هغو ته د جرمني، اېټلي او نورو ملکونو نه د ګېسو متبادل سپلائي تیار دي. او سلوواکیا کې به ګېس ختم نشي. هغوی سره به کافي ګېس وي. صرف دا خبره ده چې لوړه بیعه به ورکوي، لکه دا نورو چې تر اوسه ورکوله."

په هغو ملکونو کې چې زیاتره د روس په ګېس یې تکیه وه، یو هم مالډووا و چې د اوکراین د لارې ورته د روس ګېس رسېدو. د ټرانسنېسټریا په جلا شوې سیمه کې چې د روسي ځواکونو د کنټرول لاندې ده، د شورو/چهارشنبې په ورځ اوسېدونکو باندې ګرمې اوبه او د تودوخي نظام بند شو. ځایي چارواکو په خلکو غږ کړی چې تودې جامې دې واچوي او الکټرانیکي بخارۍ دې استعمالې کړي.

د اوکراین جنګ

د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي تېره میاشت څرګنده کړه چې هغه به د خپل ملک نه د روس د ګېسو د تېرېدو پنځه کلن تړون بیا تازه نکړي، کوم چې د ۲۰۲۴ کال په آخره کې یې موده ختمه شوه.

زېلنسکي وویل چې هغه به نور ماسکو ته "زمونږ په وینو باندې د بلینونو ډالرو اضافي پیسو ګټلو فرصت" ورنکړي.

روس د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې په اوکراین باندې خپل پراخ پوځي یرغل پیل کړ.

اوډانېل وایي، له هغه وخت راهېسي یورپ ځان د روس د ګېس سپلائی له محتاجۍ نه دومره ډېر ژر خلاص کړ چې روسي صدر ولاډیمیر پوټین یې سوچ نه و کړی.

اوډانېل زیاتوي: "هغه فکر کولو ټول هغه یورپی ملکونه چې دا ګېس یې اخېستو، دې ته مجبوره کړي چې تسلیم شي – او هغوی به په جنګ کې د اوکراین ملاتړ کول نور ونه غواړي، او ورسره به یکجهتي ونه ښایي. هغه دا سوچ هم کولو چې دا جنګ به په درې یا څلورو ورځو کې ختم شي، خو داسې هېڅ هم ونشول."

د توانایۍ د چارو څېړونکی اوډنېل دا هم وایي چې د روس د قدرتي ګېسو دویمه ستره ذخیره په مغربي سایبریا کې ده او اوس هېڅ ځای ته د هغه د ګېسو د انتقال لاره نشته.

په کال ۲۰۲۳ کې د روس ګازپروم سرکاري کمپنۍ په مثاله توګه قریب اووه میلینه ډالر نقصان ولیدو چې د ۱۹۹۹ کال راهېسي یې اولنی کلنی نقصان و.

د سلوواکیا غوسه

د سلوواکیا وزیراعظم رابرټ فیکو، چې د پوټین سره نږدې تعلقات لري، په کلکه د اوکراین په دې فیصلې نیوکه کړې ده. فیکو تېره میاشت په ماسکو کې د پوټین سره ولیدل، او ویل کیږي چې هلته دواړو مشرانو د روس د ګېسو د برامداتو په آینده باندې بحث وکړ.

د سلوواکیا وزیراعظم رابرټ فیکو د روس صدر ولاډیمیر پوټین سره په ماسکو کې

فیکو د مغربي ملکونو د هغې مرستې او ملاتړ چې د روسي یرغلګرو په ضد جنګ کې یې اوکراین سره کوي، هم مخالفت ښودلی دی. پس د هغه چې د روس د ګېسو د منتقل کېدو تړون ختم شو او اوکراین دا لاره بنده کړه، د سلوواکیا وزیراعظم د شورو/چهارشنبې په ورځ پخپلې وینا کې په یورپي اتحاد دا تور ولګولو چې ګني د وړوکو ملکونو مفادات یې قرباني کړل.

فیکو پخپلو خبرو کې وویل: "کله چې د اوکراین د لارې د ګېسو منتقل کېدل بند کړی شی، دا به په یورپي اتحاد کې پر مونږ ټولو باندې سخت لوی اثر وکړي، مګر په روس فېډرېشن به داسې اثر ونلري."