د جنوبي کوریا صدر یون سوک یول نن د جمعې په ورځ د هغو هڅو مقابله کړې چې مقصد یې د هغه ګرفتاره کول و. د ځایي مطبوعاتو ترمخه، یوې خوا ته پلټونکي او پولیس کوشش کوي هغه ګرفتاره کړي، خو بلې خوا ته د پوځ عسکر او د صدر یون ساتونکو د هغو مخه نیولې او نه پرېږدي چې صدر ګرفتاره کړی شي.
د جمعې په سهار وختي، د تحقیقاتو د ډلې پلټونکي او څارنوالان چې د بلوا ضد قریب ۳۰۰۰ پولیس هم ورسره و، په مرکزي سئول کې د یون سوک یول رسمي استوګنځای ته ورغلل. مګر هلته کې د رسېدو نه څلور ساعته پس هم داسې څه ونه لیدل شول چې صدر یون دې ګرفتاره کړی شي.
د جنوبي کوریا د یونهاپ خبري ادارې ترمخه، یوه ډله عسکر چې ګومان کیږي د پایتخت د دفاع کمانډ پوځیان وي، د صدر یون د ګرفتاره کېدو مخه ونیوله. د جنوبي کوریا د پوځ سرلښکر په یو بیان کې ویلي دي چې هغه ډله عسکر د صدارتي تحفظ ځواک (پي اېس اېس) د کمانډ لاندې عمل کوي.
یونهاپ وروسته رپوټ ورکړ چې د صدر یون د ګرفتاره کولو دپاره لېږلې شوې ډلې، د صدارتي استوګنځای نه بهر کلابندي چې د پوځي عسکرو په لاس کې وه، هغه یې ماته کړې ده او اوس د صدر د ساتونکې ډلې سره مقابله کې اودرېدلي دي.
جنوبي کوریا کې دا ټولې لانجې پس له هغه پیلې شوې چې د ډسمبر په درېیمه نېټه صدر یون په ملک کې مارشا لا یا پوځي حکومت اعلان کړ. د هغه نه سمدستي وروستو، قانونسازانو په پارلېمان کې د صدر دا فیصله منسوخه وګرځوله او بیا یې صدر مواخذه هم کړ او صدارتي اختیارات یې ورته وځنډول.
د صدارتي عهدې نه د یون د لېرې کولو دپاره مواخذه کافي نده او دې کار ته باید د جنوبي کوریا آئیني عدالت هم د پارلېمان فیصله تصدیق کړي. نوموړی عدالت اوس مهال په دې فیصلې باندې غور کوي.
د دې نه جدا، په صدر یون باندې دا تورونه هم لګېدلي او ورباندې تحقیقات روان دي چې ګني د مارشالا په اعلانولو سره یې بغاوت کړی او صدارتي اختیارات یې غلط استعمال کړي دي.
د دې تحقیقاتو په لړ کې هغه درې ځله پوښتنو ته وروغوښتل شو، خو صدر یون دا ټول نظراندازه کړل او ورنغی. په نتیجه کې د سئول یو عدالت د نوموړي د ګرفتاره کولو حکم جاري کړ.
د یون سوک یول قانوني وکیلان وایي چې دغه تحقیقات ناجایزه دي. دغو وکیلانو د جمعې په ورځ یو بیان کې وویل چې د ګرفتاره کولو دحکم عملي کولو دپاره هڅې هم جایز اړخ نلري او دوی وعده وکړه چې د قانوني لارو به د دې کار مخه ونیسي.
که چېرته د جنوبي کوریا صدر یون سوک یول ګرفتاره کړی شي، بیا نو چارواکي اته څلوېښت (۴۸) ساعته وخت لري چې د هغه د رسمي حراست کې اخېستلو دپاره درخواست درج کړي او یا هغه بېرته آزاده کړي.
دا به اول ځل وي چې جنوبي کوریا کې یو برسراقتداره صدر د پولیسو په حراست کې اخېستل کیږي.