د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ويلي، اقتصادي کاميابۍ د امن سره تړلي دي، او امنيت غټ چېلنج جوړ شوی دی. د ترهګرۍ د سر چقولو نه بغېر مخ په وړاندې نه شو تلی.
پرون په دویمه جنورۍ د پاکستان د ځانګړو پانګونو د سهولت کارۍ کونسل (اېس آی اېف سي) 11مې غونډې ته په وينا کې نوموړي ويلي، اقتصادي ثبات د سياسي ثبات سره راتلی شي، 2025م به د پاکستان دپاره د خوشالۍ کال وي.
هغه ويلي، د ملک برامدات ښه شوي، قاچاق کې کمی راغلی، د ونډو بازار په ريکارډ کچه په بره ختلی او ګراني د 2018م وروسته کمې سطحې ته راغلې ده.
شهباز شریف اقتصادي لاس ته راوړنې د امن سره تړلي او امنیت یې غټ چېلنج ګرځولی دی.
هغه ويلي، په افغانستان کې د عبوري (طالبانو د) حکومت وروسته ګڼ شمېر کسان پرېښودل شوي، په پارلیمان کې چې په دې کوم بحث شوی هغه د ټولو په وړاندې دی، خو چې څه شوي هغه شوي دي، اوس دې چېلنج بيا سر راپورته کړی او د سر چقولو بغېر یې مخ په وړاندې نه شو تلی.
د پاکستان پوځ او حکومت دعوه کوي، د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده، او د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کيږي، خو طالبانو د پاکستان دغه دعوې او تورونه تل رد کړي او ويلي یې دي پاکستان دې د خپلو ناکامو زمه واري په دوی نه ور اچوي.
پاکستان تېره میاشت په افغانستان کې دننه هوايي بريدونه کړي او طالبانو یې په ځواب کې د انتقامي بريدونو دعوه هم کړې وه.
پاکستان کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو په نوم غېردولتي ادارې پيکس په خپل کاليز رپورټ کې ويلي، پاکستان کې په تېر کال 2024م کې ترهګر بریدونه 40فيصده سېوا شوي او تر ټولو زياتو بريدونو زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان (ټی ټي پي) منلي دي.
پاکستان دعوه کوي او تور لګوي، چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کوي، خو طالبان وايي خپله خاوره د بل چا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.
پاکستان انسټيټيوټ اف کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز/پيکس ويلي، تېر کال په ترهګرو بريدونو او امنيتي ځواکونو په عملياتو کې په مجموعي ډول 1969 کسان وژل شوي، چې پکې 950 ترهګر، 527 امنیتي اهلکار او 489 ملکي وګړي شامل دي.
د پيکس ترمخه، تېر کال د ترهګرۍ ټولې 905 پېښې شوي، 1177 کسان پکې وژل شوي او 1292 ژوبل شوي دي.
د ادارې ترمخه، پاکستان کې د زیاتو حملو زمه وارۍ تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) منلي، بلوچستان لبرېشن ارمي نومې ډله په دویم نمبر راغلې ده. حافظ ګل بهادر ډله په شمالي وزيرستان او خواوشا کې او لشکر اسلام په خېبر کې فعاله پاتې شوې ده.