د افغانستان سره په پوله پرتې د شخړو سره مخ د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې ته پينځه ورځې وړاندې روانه کړل شوې د امدادي توکيو د 40 ګاډو قافله نن روانه شوې ده.
نن د جنورۍ په اتمه د خېبرپښتونخوا حکومتي وياند بېرسټر سېف وويل، د لسو ګاډو قافله د کورمې بګن علاقې ته رسېدلې او 30 ګاډي به زر پاړاچنار او برنۍ کورمې ته ورسي.
نوموړي ويلي، د مندوري پرلتوالو سره خبرې اترې شوي او ورورسته له هغې قافله روانه کړل شوې ده.
ځايي سرچينې وايي د ګاډو قافلې د خوندي کولو د پاره سخت امنيتي ګامونه اخستل شوي او هيلي کاپټر یې هم څارنه کوي.
بلخوا د کورمې انتظامي چارواکي وايي د ګاډو خوندي ساتنې زمه واري د امن کميټيانو ده او دغه پرېکړه د جنورۍ وړومبۍ نېټې په لوظنامه کې شوې وه.
کورمې ته تلونکې د امدادي توکيو د ګاډو قافله د جنورى څلورمې نېټې راهسې په مرستيال کميشنر او هغه ساتونکو باندې د بريد وروسته ودرول شوې وه.
په پينځمه جنورۍ کورمه کې 144 ماده لګول شوې او په مرستیال کمينشر او هغه سره ساتونکو باندې د څلورمې جنورۍ د بريد مقدمه د پينځو معلومو او 25 نه تر 30 پورې معلومو کسانو پرضد درج کړل شوې ده.
د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې کې د روان کال اکتوبر د 12مې راهسې د شيعه او سنيانو ترمنځ نښتې شوې، د ټل، پاړاچنار لاره تړل شوې، او د بيا د 21م نومبر راهسې په بېلابيلو پېښو کې د 135 نه زيات کسان مړه شوي او 180 نور ژوبل شوي وو، دغه لاره بنده پاتې وه.
بېرسټر سېف پرون ویلي وو، د اېپکس کمېټۍ د فيصلې په رڼا کې به د کورمې په غټه لاره چيک پوستې جوړولی شي او امنیتي اقدامات به نور سېوا کولی شي.
هغه ویلي، د لومړۍ فرورۍ به بنکرې او د وسلې خاتمه کولی شي، علاقه به د شرخوښو نه پاکولی شي او امن به قايمولی شي.
د سېف په خبره، په مرستيال کميشنر برید کې ککړ کسان به هم زر ونیول شي.