د خېبرپښتونخوا حکومتي وياند ويلي، د وزيراعلا په لارښوونه د امن لوظنامې وروسته کورمه کې د مورچو يا بنکرو ورانول په رسمي توګه پيل شوي دي.
بېرسټر سېف پرون په 13مه جنورۍ ويلي، د امن لوظنامې او اېپکس کمېټۍ د پرېکړې په رڼا کې دوه بنکرې ورانې کړل شوي دي.
هغه ويلي، د غټې امن جرګې او ځايي امن کمېټيانو په نګرانۍ کې امنيتي ځواکونو په خار کلي کې د جنت خانه مورچه او بالش خېل کې د جالندر مورچې ويجاړې کړل شوي دي.
د سېف په خبره، د مورچو ورانولو په لړ کې د کوهاټ کميشنر معتصم باالله ځايي ابادي په اعتماد کې اخستې وه، او په کورمه کې به ټولې مورچې ورانولی شي.
نوموړي زياته کړې، په علاقه کې د امن په ځای کولو دپاره د مورچو ختمول ضروري دي.
د کورمې ډپټي کميشنر اشفاق خان په 12مه جنورۍ ویلي وو، د امن د تړون له مخې به په بالش خېل او خار کلي کې موجودې ټولې مورچې ړنګولی کېدې، خو دغه کار بيا نه وو ترسره شوی.
هغه ویلي وو، چې په کوهاټ کې د امن د ترسره شوي تړون په اساس به د فرورۍ د میاشتې وړومبۍ نېټې پورې د کورمې ضلعې دننه ټولې مورچې راغورځولی او وسلې به راټولولی شي.
صوبايي حکومت ویلي، په 12م اکتوبر یې هيلي کاپټر پينځه پېرې کړي، دوایانې او ضروري سامانونه او خلک یې وړي راوړي دي. بل لور ته په مندوري کې د خلکو احتجاج پرون په اتلسمه ورځ هم روان وو.
پاړا چنار کې ځايي خلکو ويلي، د خوراکي توکیو د نشتوالي سره مخ دي، دوايانې درمل او په علاقه کې تېل نشته، خلک چې د وړاندې نه د مشکلاتو سره مخ دي، ستونزې یې ورځ تر بلې نورې سېوا کيږي.
په کوزه کورمه کې په 21م نومبر د مندوري په علاقه کې د پاړاچنار نه پېښور ته تلونکو مسافرو په ګاډو وسله وال بريد شوی، د 45 پورې کسان پکې وژل شوي وو.
د يادې پېښې وروسته بيا په بګن او خواوشا سيمو کې د يرغل، کورونو او دوکانونو سوځولو ويل شوي وو.
مندوري کې احتجاج کوونکي ويلي، بګن او شاخوا کورونو باندې په 22م نومبر شوي يرغل کې ککړ کسان دې ونيولى شي، خلکو له دې د ورانو شوو کورونو او دوکانونو معاوضه ورکړل شي او سيمه دې له وسلې څخه پاکه کړل شي.
د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې کې د روان کال اکتوبر د 12مې راهسې د شيعه او سنيانو ترمنځ نښتې شوې، د ټل، پاړاچنار لاره تړل شوې، او د بيا د 21م نومبر راهسې په بېلابيلو پېښو کې د 135 نه زيات کسان وژل شوي او 180 نور ژوبل شوي وو، له دغې وروسته چې د کورمې لاره تړل شوې، تراوسه پورې بنده پرته ده.