کرزی طالبانو ته: د نجونو پر زده کړو د بندیز له امله خلک وطن څخه وتلو ته مه مجبوروئ

حامد کرزي د ګل دوشنبې په ورځ جنورۍ ۱۳ رسنیو ته په یوه استولې اعلامیه کې د نجونو او ښځو د تعلیم پر حق باندې د ټینګار په ترڅ کې ویلي چې د ښځو او نجونو د زده کړو پر وړاندې محدودیتونه د هیواد د ملي ګټو پر خلاف ګني. (فایل فوټو)

حامد کرزي د ګل دوشنبې په ورځ جنورۍ ۱۳ رسنیو ته په یوه استولې اعلامیه کې د نجونو او ښځو د تعلیم پر حق باندې د ټینګار په ترڅ کې ویلي چې د ښځو او نجونو د زده کړو پر وړاندې محدودیتونه د هیواد د ملي ګټو پر خلاف ګني. (فایل فوټو)

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کزري د پاکستان پایتخت اسلام اباد کې د دغه هیواد په کوربتوب په 'اسلامي ټولنو کې د نجونو تعلیم' په اړه د دوه ورځني کنفرانس د پای د اعلامیې هرکلی کړی او د طالبانو پر حکومت یې غږ کړی چې د نجونو د ښوونځیو د تړلو له امله دې خلک وطن پریښودو ته نه مجبوروي.

حامد کرزي د دوشنبې په ورځ جنورۍ ۱۳( مرغومې ۲۴) رسنیو ته په یوه استولې اعلامیه کې د نجونو او ښځو د تعلیم پر حق باندې د ټینګار په ترڅ کې ویلي چې د ښځو او نجونو د زده کړو پر وړاندې محدودیتونه د هیواد د ملي ګټو پر خلاف ګني.

هغه ویلي: "د هیواد په پرمختګ او د ټولنې د ثبات ،استحکام اود کورنیو دهوساینې د پیاوړي کیدو لپاره د ښځو او نجونو حیاتي ونډې ته په پاملرنې یو ځل بیا په سرپرست حکومت باندې غږ کوم چې هرڅومره ژر چې کیږي د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې دې د نجونو پرمخ پرانیځي، ترڅو ځوانانو ته د زده کړو او تحصیل د زمینې په چمتو کیدو سره په هیواد کې د ابرومندانه ژوند لپاره هیله رامنځ ته شي اوخلک ددې له امله له هیواد څخه وتلو ته اړ نشي."

د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کې د دغه هیواد په کوربتوب په 'اسلامي ټولنو کې د نجونو تعلیم' په اړه د دوه ورځنی کنفرانس د یکشنبې په ورځ جنورۍ ۱۲( مرغومې ۲۲) د یوې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسیده.

په دغه کنفرانس کې د ۴۴ هېوادونو استازو او ۱۵۰ دیني عالمانو، مفتیانو، امامانو د زده کړو د حقونو فعالانو برخه اخیستې وه.

د کنفرانس تنظیموونکو ویلي چې په دې کنفرانس کې طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو دغې ډلې د ناڅرګندونو دلایلو مخې په کنفرانس کې د ګډون څخه ډډه وکړه.

په اسلام اباد کې ددغه کنفرانس په اعلامیې راغلي دي چې ټولو ګډونوالو ټېنګار کړی چې نجونې او ښځې دې د ژوند په بېلا بېلو برخو کې د زده کړو له لارې ځواکمنې شي. ګډونوالو د ښځو او نجونو د حقونو نقض او د ښځو د رول له پامه غورځول وغندل.

په اعلامیې کې په څرګندو ټکو کې ویل شوي دي چې "په دې باندې ټېنګار کېږي، چې د نجونو زده کړې یوازې یوه دیني وجیبه نه ده، بلکې یو مهم ټولنیز ضرورت هم دی دا یو اساسي حق دی چې الهي قانون تثبیت کړی، اسلامي زده کړو مکلف ګرځولی، نړیوالو منشورونو قوي کړی او په ملي اساسي قوانینو کې په ښه شکل سره ثبت او راجستر شوی".

دغه کنفرانس ته د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې او د ښځو د حقونو فعالې ملالې یوسفزۍ په خپله وینا کې د نړۍ له مسلمانو مشرانو وغوښتل چې د طالبانو حکومت ته مشروعیت ورنکړي او د طالبانو له لوري د افغان ښځو د حقونو د سرغړونې له کبله باید خپل "رښتینی رهبریت څرګند" کړي.

ملالې وویل: "د مسلمانو مشرانو په توګه، اوس یې وخت دی چې غږونه مو اوچت کړئ، خپل ځواک وکاروئ. تاسو حقیقي رهبریت ښودلای شي. تاسو رښتینی اسلام څرګندولای شي"

ملالې زیاته کړه: "ساده خبره ده، طالبان ښځو ته د انسانانو په سترګه نه ګوري. هغوی خپل جرمونه په مذهبي او فرهنګي وضاحتونو باندې پټوي".

په دې غونډې کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) مشرې روزا اتنبایوا د اسلامي هېوادونو له مشرانو څخه وغوښتل چې باید د افغانستان له نجونو سره مستقیمې مرستې وکړې.

هغې وویل: "زه په دغو ټولو وزیرانو باندې چې له ټولې نړۍ څخه راغلي، غږ کوم... چې د هغوی (افغان نجونو) لپاره سکالرشېپونه، انلاین زده کړې او هر ډول تعلیم برابر کړي".

طالبان په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له بیا رسېدو وروسته په افغانستان کې په ښځو او نجونو باندې له شپږم ټولګي ورپورته زده کړې بندې کړې، په کارونو، سیاسي، فرهنګي، اقتصادي اونورو مشارکتونو باندې یې کلک بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي. ملګري ملتونه دا "جنسیتي اپارتاید" بولي.

يادونه: د وي او اې اشنا په مننه