پښتونخوا اسمبلۍ د قرارداد د لارې ورګډو ضلعو دپاره د مرکز او نورو صوبو نه پيسې غوښتي

پښتونخوا اسمبلۍ وفاق او نورو صوبو ته په يو قرارداد کې ويلي، د پخوانۍ فاټا پښتونخوا صوبې سره ضم کېدو په وخت چې کومې وعدې شوې وې هغه نه دي پوره شوي، دغه قرارداد په متفقه توګه منظور کړل شوی، د وفاق او نورو صوبو نه غوښتنه شوې چې د وعدې مطابق دې د ضم شوو ضلعو د پرمختګ د پاره فنډونه جاري کړی شي.

خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د سپیکر بابر سلیم سواتي په مشرۍ غونډه کې د باجوړ نه منتخب شوي د تحریک انصاف غړي اجمل پښتونخوا سره د ضم شوو ضلعو پحقله قرارداد اسمبلۍ ته وړاندی کړی دی. قرارداد کې ویل شوي، هاغه وخت چې د فاټا خلکو سره وفاق او نورو صوبو کومې وعدې کړې وې هغه یې سرته نه دي رسولې.

هغه ويلي، "صوبه خو خپل کار کوي، خو وفاق دې زمونږ حصه راکړي. پنجاب دې زمونږ حصه راکړي. نورې صوبې. سند دې زمونږ حصه راکړي. او دغسې بلوچستان. دا دې زمونږ حصه راکړي. او مونږ ته دې خپل حق راکړي. او دغه زمونږ د مسلو حل دی. او دغه زمونږ ضمانت دی د امن".

اجمل خان وایي هاغه وخت د ټاکل شوې فارمولې مطابق صوبو ته د ورکړل کیدونکو برخو کم ازکم درې فیصده به د فاټا د پرمختګ د پاره وفاق او نورو صوبو لس کاله ورکولې. د هاغه وخت د بجټ مطابق دا سل اربه روپۍ د کال جوړیدې.

نوموړي دعوه کړې، دې اوو کالو کې وفاق د 700 اربو روپو په ځایې يوازې 130 اربه روپۍ ورکړې دي.

قرارداد کې د وفاق نه غوښتنه شوې چې د وعدې مطابق دې د پښتونخوا د یادو ضلعو د پرمختګ د پاره فنډ يا پيسې جاري کړي. قرارداد د اسمبلۍ نه په متفقه توګه منظور کړل شوی، خو د مخالفو ګوندونو غړو نظر لرلو چې صوبایي حکومت وفاق نه د صوبې د حقونو اخستو دپاره سمه تګ لاره نه لري.

د جمیعت علمای اسلام د صوبایي اسمبلۍ غړی عدنان وزير وايي، "یو ځایې کې مونږ دا خبره کوو. مونږ ته خپل حقوق نه میلاویږي. این ایف سي ایوارډ شوی دی. این ایف سي ایوارډ مطابق مونږ ته خپله برخه نه میلاویږي. نو مونږ خو دا ورته وایو چې قانون راوړئ. قانون پاس کړئ. خو چې هغه د دې صوبې د آيین او د قانون مفاداتو سره برابر وي".

په قرارداد د ویناګانو په وخت حکومتي غړو ویل، د وزیراعلا په هدایت دوی د روژې نه وړاندې هم په دې موضوع اسلام اباد کې د یوغټ کانفرنس کولو اراده لري.

د خیبر پښتونخوا د قانون وزیر افتاب عالم ويلي، "انټرنیشنل میډیا به مونږ راغواړو. او مونږ به هاغه ډونرز چې هغه دوی ته خیراتونه ورکوي. او زمونږ قبایلي ضلعو د خلقو په نامې باندې هم دوی خیراتونه اخلي. او چې دا خلک یې چې ګاڼه کړي دي هغو سره. نو هاغه ادارې به هم راغواړو. هغو ته به د دوی صحیح چې کوم شکل دی. هغه به ورته ښکاره کوو که خېر وي".

په مې کال 2018م کې د 25م ايیني ترمیم نه پس د فاټا حیثیت ختم او د پښتونخوا صوبې برخه شوه.

هم دغه کال دوه میاشتې پس جولایي کې ټاکنې وشوې. وفاق کې په وړومبي ځل او پښتونخوا کې په دویم ځل تحریک انصاف حکومتونه جوړ کړي وو. وفاق کې تر 2022م پورې څلور کاله تحریک انصاف واک کې پاتې شو خو د ناقدانو تر مخې دغه وختونو کې هم د فاټا خلکو د پرمختګ دپاره پېسې نه وې جاري شوې.

د سیاسي چارو څیړونکي وایي د دې نه پس د پي ډي ایم حکومت ورپسې نګران حکومت او اوس موجوده حکومت هم د نوو ضم شوو ضلعو د ترقۍ د پاره کوم د ذکر وړ ګام نه دی پورته کړی.