څیړونکي د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ نوې انتظامیې او پاکستان تر مینځه راروانو څلورو کالو اړیکو ته خوشبینه نه دي. وایي د څلورو کالو دې موده کې به د دواړو هیوادونو تر مینځه اړیکې سړې وي. د دوی په وینا اوس دې سیمه کې د امریکا ضرورتونه بدل شوي دي.
د خیبر پښتونخوا صوبې د صحت څانګې د موسمیاتي بدلون د شدت کمولو د پاره یو پروګرام شروع کړی دی چې تر 2030م کال پورې به روان وي. د پروګرام د کال د لګښت اندازه 265 بیلینه روپۍ لګول شوې ده. نور تفصیل مدثر شاه او هاشم علي دې رپورټ کې وړاندې کوي:
پښتونخوا اسمبلۍ وفاق او نورو صوبو ته په يو قرارداد کې ويلي، د پخوانۍ فاټا پښتونخوا صوبې سره ضم کېدو په وخت چې کومې وعدې شوې وې هغه نه دي پوره شوي، دغه قرارداد په متفقه توګه منظور کړل شوی، د وفاق او نورو صوبو نه غوښتنه شوې چې د وعدې مطابق دې د ضم شوو ضلعو د پرمختګ د پاره فنډونه جاري کړی شي.
مذهبي عالمان وایي کورمه کې د ډیر پخوا نه تاو تریخوالی راروان دی. خو هیڅ کوم حکومت دغلته میشت د بیلا بیلو قبیلو ترمینځه د شخړو د هواري د پاره کوم عملي ګام نه دی پورته کړی.
پیښور هایي کورټ کې د جمعې په ورځ په ۱۳م دسمبر جمع کړل شوي خواست کې وکیلانو دریځ خپل کړی دی چې د تیرې یوې میاشتې راهسې کورمه د ځمکنۍ لارې په ذریعه د ملک د نورو برخونه پرې شوې ده
د بشري حقونو فعال او د څارنې غېر دولتي ادارې وخت په وخت په پاکستان کې د بشري حقونو سرغړونو په سر اندېښنې څرګندوي خو په دغو کې يوه قضيه د فعال ادريس خټک ده، چې پينځو کلونو راهسې په بند کې ساتل کيږي او پرضد یې جوړو مقدمو باندې د بشري حقونو ځايي او نړيوالو تنظيمونو اندېښنې څرګند کړې دي.
د جون میاشت کې بیا پېښور کې فعالیت کوونکې څېړنیزې علمي ادبي اؤ کلتوري ادرې مفکورې، د موسیقارانو هنري ټولنې او دغه شان ځینو نورو فعالانو د ملګرو ملتونو ادارې یونیسکو ته په ګډه یو خط لیکلی ؤ چې رباب دې د پښتنو د زړې موسیقۍ د آلې او ۳۱مه مې دې د رباب د نړیوالې ورځې په توګه ومنل شي
مجرم د کال 2020م د جولايۍ په مياشت کې 57 کلن طاهر احمد نسیم باندې د پېښور یو عدالت کې د جج مخامخ په تماچې ډزې کړې او هغه هم عدالت کې دننه ساه ورکړې وه. په دغه تن د مذهب د سپکاوي تور وو، هغه له دغې دوه کاله وړاندې پولیسو نیولی وو او په دغه ورځ د هغه عدالت کې پېشي وه
د پوهنتونونو مشران او استازان، تعلیمي چارو پوهان او فعال وايي، د خیبر پښتونخوا صوبې سرکاري 34 پوهنتونونه 15 بیلینو روپو ته ضرورت لري. ځکه چې د پاکستان د هايیر ايجوکېشن له خوا د صوبې پوهنتونونو ته کلیز 9.4 بيلينه روپۍ ګرانټ يا فنډ د 2018م نه تړل شوی دی. او صوبه خپل هايیر ایجوکېشن کمېشن نه لري.
د خیبر پښتونخوا صوبې ګورنر فیصل کریم کنډي بیا ډيوه ته وایي د ټولو ګوندونو استازي که خپلو کې یو شي اؤ یوه مسوده تیاره کړي نو "مونږ به دا خپله مقدمه اسلام اباد ته یوسو اؤ هلته به په دلایلو سره د خپل کیس پیروي وکړو."
د آفتونو د انتظام او مخنیوي نړیوالې ورځې په موقع پوهان وایي دنیا کې د موسمونو د بدلون په وجه افتونه زیات شوي. دوی دولتي او غيردولتي ټولو ادارو باندې غږ کوي چې د افتونو د مخنیوي پحه قله دې عامو خلکو کې د پوهې بیدارولو کوښښونه ګړندي کړی شي. تفصیل مدثرشاه او هاشم علي وړاندې کوي:
پاکستان کې د غربت د وجې زیاتره زلمي او پېغلې له واده محرومه پاتې شي او عمر یې تېر شي. ځینې د خیرښیګړې تنظیمونه د داسې ځوانانو د واده ټولې خرچې په ځان اخلي، خو وایي د یو څو ځوانانو ودونه وکړي او د کمو وسایلو په وجه زرګونه ځوانان ترې پاتې وي. تفصیل مدثرشاه او هاشم علي وړاندې کوي:
27م ستمبر د سیلګرۍ د نړیوالې ورځې په حيث په داسې حالاتو کې نمانځل کېږي چې دې څانګې سره تړلي پوهان وایي پاکستان کې پښتونخوا د سیلګرۍ د پاره زیات ښایسته او تاریخي ځایونه لري، خو د امن د نشتوالي په وجه پکې سیلګرۍ وده نه ده کړې. نور تفصیل مدثرشاه او هاشم علي دې رپورټ کې وړاندې کوي:
په پېښور کې د پښتو ژبې د لیکوالې، شاعرې او نقادې مېرمن کلثوم زیب د اوو کتابونو د مخکتنې دستوره شوې ده. ادبپوهان وایي که څه هم پښتو ادبي میدان کې مېرمنې لیکوالې زیاتې شوې دي خو په ټولنه کې د دوی حوصله افزایي نه کولو په وجه نوی کول ادب نه راځي. نور تفصیل مدثر شاه وړاندې کوي:
نن په 21م ستمبر په نړۍ کې د امن ورځ نمانځل کیږي خو څېړونکي وایي په پښتنه سیمه د ناامنۍ، ترهګرۍ اؤ ویرې څادر خور دی اؤ د امن په پلوۍ د پښتونخوا اوسیدونکي احتجاجونه، لاریونونه اؤ پاڅونونه کوي خو وایي واکمنان یې د امن غوښتنې ته غوږ نه نیسي. تفصیل د مدثر شاه په رپوټ کې:
نور کتل