د پښتونخوا د ګوټ ګوټ نه منتخب شوي بلدیاتي غړي پیښور کې احتجاجي مظاهره کوي. وایي تېرو دوه نیمو کالو کې حکومت د دوی په سیمو کې ترقیاتي کارونو د پاره پیسې نه دي ورکړې. د اسمبلۍ خوا کې د مظاهرې په وخت پولیسو د دوی د منتشر کولو د پاره اوښکې بهوونکی ګېس استعمال کړی. تفصیل د مدثر شاه په رپوټ کې:
پوهان وایي د خیبر پښتونخوا زرګونه لرغوني آثار زیاتره د خلکو د نظر نه پټ دي یا ورته دومره پاملرنه نه کیږي کومه چې پکار ده. دې کې پېښور سره نیزدې چوا ګوجر کې درې تاریخي ځایونه هم شامل دي. تفصیل د مدثرشاه او هاشم علي په رپورټ کې:
د پېښور کوچي بازار دوکاندار شهزاد خان د 2009م کال په چاودنه کې خپل مشر ورور بایللی وو او خپله هم زخمي شوی وو. هغه د دغې ترهګرې پېښې پحقله وایي، چاودنې د دوی دوه دوکانونه تباه کړي وو چې له کبله یې ژوند کړاونو سره مخ شوی وو. تفصیل د مدثرشاه او هاشم علي په رپوټ کې:
د بابړې په پیښه کې د وژل شوو یاد کې هر کال عوامي نیشنل پارټي دغلته یوه دستوره جوړوي. د دغه ګوند مشران وایي لکه څنګه چې مخکې پښتانه بدامنۍ سره مخ وو اوس هم دغه حالات دي
نرښځیانو په پیښور کې صوبایي اسمبلۍ احتجاج کړی، دوی وایي ځینې کسان د دوی نه کلنګ غواړي، د نه ورکولو صورت کې په دوی تشدد کیږي. دوی وایي یو کال کې پښتونخوا کې 26 نرښځیان وژل شوي، خو وایي پولیس تر اوسه څوک هم نه دي نیولي. تفصیل مدثرشاه او هاشم علي وړاندې کوي:
د صوابۍ ضلعې د زیدې کلي ځوانانو د کلي په شاملاتو کې د ونو بوټو کرلو لړۍ پیل کړې ده. دوی وایي خلک اوس د نړیوالې تودوخې په منفي اثراتو پوه شوي دي او د خپل وس مطابق په خپله سیمه کې د ځنګلونو د زیاتېدو لپاره کار کوي. تفصیل د مدثرشاه او هاشم علي په رپوټ کې:
په ۹م اکتوبر کال ۲۰۱۲م په ملالې یوسفزۍ له وسله وال برید وروسته ملګري ملتونه هر کال دوولسمه جولایي د ملالې یوسفزۍ د ورځې په توګه نمانځي خو تعلیمي پوهان وایي په سیمه کې لا د جینکو تعلیم ته پېښ ګواښونه پوره نه دي ختم شوي. تفصیل د مدثر شاه او عثمان خان په رپوټ کې:
د موسمونو د څارنې پوهان هم په دې نظر دي چې د تیرو 25 کلنو د بارانونو، په غرونو د واورو وریدو، ناڅاپي سیلابونو او ګرمۍ کې د اضافې د معلوماتو او شمېرو په اساس دوي وایي واضحه بدلون ښکاري
د ډاکټر شکیل اپریدي د مېرمن وکیل محمد عارف جان اېډوکېټ وايي، چې دوی پېښور هايکورټ ته کوم خواست کړی وو او منظور کړی وو، نو د هغې خلاف مرکزي حکومت د خېبرپښتونخوا حکومت په حواله د بيا اورېدنې خواست جمع کړی وو هغه خارج شوی وو
د وفاقي ایپکس کمیټۍ د غونډې نه پس د ترهګرۍ خلاف د عزمِ استحکام په نوم د فوجي اپریشن شروع کولو د اعلان پحقله څېړونکي وایي د نوي اپریشن ضرورت نه وو. دوی وايي که ممکنه اپریشن کې پوره علاقې خالي کړی شوې د کامیابۍ امکانات به یې کم وي. تفصیل د مدثرشاه او هاشم علي په رپوټ کې:
د پېښور په ارمي پیلک سکول د تحریک طالبان پاکستان د حملې نه وروسته د پاکستان حکومت د ترهګرۍ د مخنیوي دپاره د نیشنل ایکشن پلان په عنون تګلاره جوړه کړه خو پوهان وایي په دغه تګلاره د سم عمل نه کیدو په وجه څه موده پس حالات بیا خراب شي او حکومت بیا د پوځي اپریشنونو خبرې کوي
د حکومتي ګامونو نه ځايي خبریالان نه دي مطمین او سبا د جمعې په ورځ یې د ماسپښین نه پس جمرود کې د باب خېبر په مقام د احتجاج او پرلت اعلان کړی دی
د پاکستان د بشري حقونو کمیشن هېواد د کال 2023م په اړه خپل رپورټ کې پښتونخوا د پاکستان د ټولو نه زیاته ناارامه صوبه بللې. رپورټ وایي تېر کال 4,200 ماشومان د جنسي تېري ښکار شوي او دا وخت 40 لکه ماشومان د سکولونو نه بهر دي. تفصیل مدثرشاه او هاشم علي وړاندې کوي:
پوهان وایي پاکستان کې د پنځوسو فیصدو نه زیاتې حامله میرمنې په څه نا څه شکل کې د خوراک له کمي سره مخ دي. دوی وايي، په دغه ډله میندو کې دیرش فیصده یې د کلیوالو او نولس فیصده د ښاري سیمو دي. خو اوس حکومت د متوازن خوراک په هکله د پوهې زیاتولو پروګرام شروع کړی دی. تفصیل د مدثرشاه په راپور کې.
د پیښور پولیس دعوه کوي چې تېرو پینځو شپږو میاشتو کې د مجرمانو خلاف د سختو اپرېشنونو نه پس جرمونه 48 فیصده کم شوي خو په جرمونو نظر لرونکي خبریالان وایي تاڼو کې جرمونه نه رپوټ کیږي ځکه جرمونه کم ښکاري. تفصیل د مدثرشاه او هاشم علي په رپوټ کې:
د پښتونخوا صوابۍ ضلعې خلکو د بجلۍ د لوډشیډنګ خلاف په ټوپۍ بازار کې احتجاجي مظاهره کړې، مظاهرچیانو وویل ارزانه بجلي پیدا کوونکی تربیله بند يې په ځمکو جوړ شوی خو دوی ته بجلي نه ورکړی کیږي. وایي که لوډشیډنګ ختم نه شو احتجاج به پراخ کړي. تفصیل د مدثرشاه او هاشم علي په رپوټ کې:
د صوابۍ خلکو په ټوپۍ ښارګوټي کې د برېښنا یا بجلۍ د لوډشېډېنګ پرضد احتجاج کړی له تربېلې ډېم څخه په لسو کیلومټرو کې راټولو شویو احتجاج کونکو ویل چې ډېم د دوی پر ځمکو جوړ شوی خو په دې ضلعه کې هره ورځ لس ساعته برېښنا نه وي. احتجاج کونکو د ډیوې له خبریالانو مدثر شاه او هاشم علي سره خبرې کړي.
د پښتو وتلی ټوقمار میراوس استاذ ناروغه دی او د پیښور یو هسپتال کې بستر دی، د شوګر رنځ په وجه د هغه یوې پښې ته نقصان رسیدلی دی خو له وایس اف امریکا ډیوه سره خبرو کې ښاغلي میراوس ویلي چې ډاکټرانو ورته له اپریشن وروسته د پوره رغیدو ډاډ ورکړی دی. تفصیل د مدثر شاه په راپور کې.
نور کتل