لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

​ د نوي اېن ایف سي ایوارډ د نه ټاکل کېدو پښتونخوا صوبې ته څه زیانونه ور اړولي ؟



ماهران وایي د پاکستان د درې اویایم د ایین د 160مې مادې تر مخه د صوبو او وفاق تر مینځه د وسیلو د ویش د پاره هر پنځه کاله پس قومي مالیاتي کمیشن جوړیږي. په دې اساس پکار وه چې اوس لسم کمیشن هم جوړ شوي و
ماهران وایي د پاکستان د درې اویایم د ایین د 160مې مادې تر مخه د صوبو او وفاق تر مینځه د وسیلو د ویش د پاره هر پنځه کاله پس قومي مالیاتي کمیشن جوړیږي. په دې اساس پکار وه چې اوس لسم کمیشن هم جوړ شوي و

پاکستان کې د صوبو او وفاق تر مینځه د برخو او وسیلو د ویش د پاره هر پنځه کاله پس قومي مالیاتي کمیشن جوړیږي خو ماهران وایي کال 2010م کې چې کوم کمیشن اعلان شوی و د هغې نیټه کال 2015م کې ختمه شوې ده اؤ د نوي کمیشن نه جوړیدل له ايين سرغړونه ده.

ماهران وایي د پاکستان د درې اویایم د ایین د 160مې مادې تر مخه د صوبو او وفاق تر مینځه د وسیلو د ویش د پاره هر پنځه کاله پس قومي مالیاتي کمیشن جوړیږي. په دې اساس پکار وه چې اوس لسم کمیشن هم جوړ شوي و.

د پیښور پوهنتون د اقتصادیاتو استاذ سجاد احمد جان ډيوه سره خبرو کې وایي، د ایین له مخې هر پینځه کاله وروسته د این ایف سي ایوارډ ټاکنه ضروري ده خو دا موجوده ایوارډ چې په کال 2010م کې جوړ شوی اؤ تر هغې وروسته د بل ایوارډ ټاکنه نه ده شوې.

د نوموړي په وینا 2010م کې د ټاکل شوي ایوارډ پینځه کلنه موده په کال 2015-14کې پوره شوې ده اؤ له هغې راپدیخوا چې دا څه روان دي ، دا قانوني بڼه نه لري.

سجاد احمد زیاتوي "ښه بیا چې کوم 25م اییني ترمیم دی کوم کې چې دا د فاټا مرجر شوی دی. نو د هغې نه وروسته خو د صوبې دا شکل بلکل بدل شوی دی. لکه نوې صوبه جوړه شوه. په هغې کې علاقه بدله شوه، په هغې کې ابادي بدله شوه."

ډاکټر سجاد احمد جان زیاتوي د کمیشن د اصولو تر مخه د 10.3 فیصدي برخې ویش د کومې صوبې د پسماندګۍ په بنیاد کیږي. 2018م کې چې فاټا پښتونخوا سره یو ځاي کړی شوه نو په مجموعي توګه خیبر پښتونخوا د ملک تر ټولو پسمانده صوبه وګرځیده. خو د نوي کمیشن د نه جوړیدو په وجه پښتونخوا ددغه برخې نه محرومه پاتې شوه.

دپاکستان د پارلیمان پخوانۍ غړې نعیمه کشور ډيوه سره خبرو کې وایي"د فاټا مونږ سره انضمام وشو. او مونږ سره وعده شوې ده ددې، څه لیکلې وعده نه ده خو مطلب وعده مونږ سره شوې چې 3 فیصدي به مونږه فاټا له ورکوو. او د فاټا بوج په خیبر پښتونخوا راغلو. او دوي سره بله دویمه وعده دا شوې وه چې د ډیویلپمنټ د پاره به دوي له مونږه هر کال 100 اربه روپۍ ورکوو. نو نه خو مونږ سره هغه د 100اربو روپو وعده پوره شوه. نه مونږ ته د نوی ایوارډ اجرا وشوه"

میرمن نعیمه کشور وایي وفاق نه د صوبې د جایزو او قانوني برخې تر لاسه کولو د پاره به نه یواځې ټول سیاسي ګوندونه بلکې ماهران هم په یوه نکته متفق کیدل وي. صوبې کې د وفاق استازی یعني ګورنر هم د سیاسي ګوندونو او ماهرانو نظر جایز ګڼي.

د خیبر پښتونخوا صوبې ګورنر فیصل کریم کنډي بیا ډيوه ته وایي د ټولو ګوندونو استازي که خپلو کې یو شي اؤ یوه مسوده تیاره کړي نو "مونږ به دا خپله مقدمه اسلام اباد ته یوسو اؤ هلته به په دلایلو سره د خپل کیس پیروي وکړو."

د هغه په خبره" ما خو ورته خپل پوره سپورټ ورکړی دی. مونږ به خپلې صوبې حقوقو د پاره هر فورم باندې جګړه کوو. په ګډه باندې به کوو. که مونږ تقسیم یو. مونږ ته خپل حقوق نه ترلاسه کیږي. که مونږ په یو ځای یو مونږ ته به ټول حقوق ترلاسه کیږي"

خو ماهران وایي ډیر څیزونه ددوي نه پټ ساتل شوي دي.

هغوي وایي دوي چې د وفاقي ادارو نه شمیرې وغواړي. نو دوي ته یا خو دغه شمیرې نه ورکړی کیږي. او یا ورته ناسمې ورکړی شي. په دې وجه دوي د مالیاتي کمیشن د پاره صحیح مقدمه نه شي جوړولی.

د اقتصادیاتو استاد سجاد احمد جان وایي "که تاته ډیټا پکار وي. ریسرچ د پاره هم پکار وي. نو هغه هاي سیکیورټي ایشو د هغې نه جوړه شي. نو اول خو دغه ډیرې پټې خبرې دي. پکار دي چې ددې ډیټا ټولو خلکو ته ورکول کیږي پکار دي چې دې باندې مونږه وګورو. صفا وګورو. ریسرچ پرې وکړو. ریسرچرز ته دا میسر وي"

د قومي مالیاتي کمیشن ماهران وایي اوو کمیشنونو کې څلورو نتیجې ورکړې دي چې ملک کې جمهوري واکمني وه. یعني ړومبی د ذولفقار علي بوټو، څلورم او پنځم د نواز شریف او اووم د یوسف رضا ګیلاني وختونو کې سرته ورسیدل.

خو د ماهرینو په وینا د دویم او دریم کمیشن د ضیا الحق وختونو کې او شپږم کمیشن د پرویزمشرف وختونو کې نیمګړي پاتې شول.

پوهان وایي اوس جمهوري حکومت کې د دوي تمه پیدا شوې ده چې لسم مالیاتي کمیشن به هم دې مالي کال کې اعلان او عملي شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG