د کیلاش قبېلې سپرلنی "چیلم جوشټ" جشن د خوښۍ په نڅاه ګانو اؤ مېلو سرته رسېدلی دی د چترال کیلاش قبیلې کې د پسرلي په شروع کیدو سره د دوي روایتي څلور ورځنی جشن چیلم جوشټ مېله لمانځل شوې اؤ دغه مېله د خوښۍ په جشنونو سره پائ ته رسېدلې ده. تفصیل د مدثر شا په راپور کې.
پاکستان کې د وفاق او صوبو تر مینځه د وسیلو د ویشلو د پاره اخري قومي مالیاتي کمېشن څوارلس کاله وړاندې جوړ شوی و. په اتلسم اييني بدلون کې په ډاګه کړل شوې ده چې صوبو ته ورکړل شوې برخه به نه کمیږي. نور تفصیل مدثرشاه او هاشم علي وړاندې کوي
کارپوهان وايي، په پاکستان کې د روژې او د اختر میاشت په لیدلو کې د اختلافاتو مسله د ساینسي علومو له لارې حل کېدای شي. تفصیل د مدثرشاه او هاشم علي په راپور کې.
د پاکستان د بشري حقونو تنظیم هیومن راېټس کمېشن اف پاکستان د هیواد په درنګونو کې د کارکونکو خورايکښو په حالاتو اندېښنه ښودلې. ایچ آر سي پي په خپل یو تفصیلي رپوټ کې ویلي د نیمې نه زیات درنګونه غیر قانوني دي او د کارکوونکو حقونه په کې د پښو لاندې کیږي. تفصیل د مدثرشاه اوهاشم علي په راپور کې.
خېبرپښتونخوا کې د ګاډو مالکان وایي دوي چې پښتونخوا کې رجسټر شوي ګاډي کې پنجاب ته لاړ شي نو پولیس یې ځوروي. دوی وايي، نو ځکه دوي لک یا یو نیم لک روپۍ ګران هاغه ګاډی اخلي چې نمبر یې د اسلام آباد یا د پنجاب د بلې کومې ضلعې وي. کارپوهان وایي په دې طریقه د پښتونخوا مالیاتو ته نقصان رسي.
پوهانو د پېښور پوهنتون په مېله کې ویلي، پښتانه تر نورو زیات د بدامنۍ ښکار شوي پوهانو د پېښور پوهنتون لخوا د امن تر نامه لاندې په جوړې شوې مېله کې د خپلو علمي او څېړنیز مقالو د وړاندې کولو پر وخت ویلي، چې پښتانه تر بل هر چا زیات د بد امنۍ ښکار شوي دي. تفصیل د مدثر شاه په راپور کې.
څیړونکي: پښتانه ملت پال ګوندونه دې په ټاکنو کې د خپلې ناکامۍ په اړه یوه ژوره مطالعه وکړي دوی وايي دغو ګوندونو د حالاتو سمه ارزونه نه وه کړې او ځوانان یې له خپل کاروان سره نه وو یوځای کړي. تفصیل د مدثرشاه او هاشم علي په راپور کې.
د خیبر پښتونخوا د صوابۍ ضلعې خلک د انتخاباتو له رانېږدې کېدو سره د خپلو کومو ستونزو یادونه کوي؟ د ډیوې خبریال مدثر شاه صوابۍ ته ورغلی او هلته پرې له خلکو سره غږېدلی. تفصیل په دې ویډیوي راپور کې.
د خیبر پښتونخوا په کابو ټولو ضلعو کې د ژمۍ د بارانونو لړۍ پیل شوې ده او په غرونو واورې وریدلې دي. پوهان وایي دا لړۍ به نورې درې څلور ورځي دوام ولري. دوي وایي د دغو بارانو اغېزې به د انسان په روغتیا او فصلونو مثبتې وي. تفصیل د مدثرشاه او هاشم علي په راپور کې.
د خیبر پښتونخوا چارسده ضلعه کې د انتخاباتو لپاره تیاری روان دی د ډیوې خبریالان مدثر شاه او هاشم علي چارسدې ته ورغلي او له هاغه ځایه حال شریکوي.
نور کتل