څېړونکي وايي 60 فیصده د ځوان کول ووټران زیات تعلیم یافته دي او د ووټ ورکولو په وخت به لکه د تعلیم، صحت، روزګار او د امنیت په شان اهم موضوعات به په نظر کې ساتي
پاکستاني عیسویانو د ډیسمبر په ۲۵ نېټه کرسمس لمانځلی
د پیښور د آرمي پبلک سکول غمیزې د نهې کلېزي په موقع د وژل شوو ماشومانو میندې پلاران وایي په زړونو کې یې دغه پېښه داسې تازه ده لکه پرون چې شوې وي. اغیزمنې کورنۍ دې موده کې یو بل ته نیزدې شوې او اوس د یو بل غم ښادۍ کې هم ګډون کوي
د پاکستان بیورو آف سټیټسټکس ترمخې تیره هفته هیواد کې د ګرانۍ شرحه 1.16 فیصده وه چې ورسره روان کال کې ګراني 42.68 فیصد ته ورسیده دوکانداران او خریداران دواړه وايي د خوراکي شيانو په بیعو کې زیاتوالی له ستونزو سره مخامخ کړي دي. تفصیل د مدثرشاه او هاشم علي په راپور کې.
د ملګرو ملتونو یونیسکو ادارې د مسلمانانو روژه ماتی د کلتوري ورثو په لړ کې شامل کړی دی. پوهان وایي روژه ماتی د پښتنو په کلتور کې هم مهم ځای لري او په پښتو ادب کې هم د روژه ماتي ذکر په اکثرو ځایونو کې شوی. تفصیل د مدثرشاه او هاشم علي په راپور کې.
د صحت کارپوهان وایي د خېبرپښتونخوا په یو شمېر ضلعو کې د ډیپتیریا یا خناق رنځ خور شوی چې لویه وجه یې ماشومانو ته د حفاظتي ټیکو نه لګول دي. په دې اړه نور تفصیل مدثرشاه او هاشم علي وړاندې کوي
په خیبر پښتونخوا کې د چاپیریال د پاک ساتلو لپاره د ځنګلونو د پراخوالي یوه پروژه دا مهال روانه ده چې تر دوه زره اته ویشتم پورې به دوام ولري پاکستان د نړۍ د چاپیریال د خیچنوالي نه په زیاتو اغیزمنو اتو هیوادونو کې دی نور تفصیل مدثرشاه او هاشم علي وړاندې کوي.
د تېرو دوو اونیو راهیسې د پاکستان د پوځ او پولیسو پرضد وسلوال بریدونه زیات شوي خو څېړونکي وايي، د مخنوي لپاره یې کومه واضحه حکومتي تګلاره نه شته. تېره شپه د خیبر په تيرا کې هم برید شوی. تفصیل د مدثر شاه او هاشم علي په راپور کې.
د بشري حقونو فعالان وایي، له پاکستانه چې کوم کډوال افغانستان ته ستنېږي، هلته د تعلیمي ادارو د نه شتون له امله زیات ماشومان له تعلیم څخه محرومه پاتې کېږي. څیړونکي وایي نړیوالې ادارې باید افغانستان کې دننه د تعلیمي اسانتیاو برابرولو لپاره ګام واخلي. نور تفصیل مدثرشاه او هاشم علي وړاندې کوي
د پیښور هایي کورټ وکیل ممتاز احمد ایډوکیټ وایي، د پاکستان اساسي قانون کې دوه د انګریزۍ ژبې ټکي کارول شوي دي. یو سیټیزن یعني دهیواد اوسیدونکی او بل پرسن یعني تن
هر کال په ګرده نړۍ کې د اکټوبر ۱۵ نېټه، کلیوالو مېرمنو ته د حقونو ورکولو او هغوی ته د ژوند د اسانتیاوو برابرولو لپاره لمانځل کېږي پوهان وايي، په پاکستان کې له ۶۴ فیصدو نه زیاتې مېرمنې په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي خو دوي د صحت، زده کړو او د ژوند نورې اسانتیاوې نه لري.
پوهان: د اسرایل فلسطین د اوسنۍ ستونزې پایداره حل هاغه وخت امکان لري چې ټولې خواوې سیاسي او ځمکني حقیقتونه ومني تفصیل د مدثر شاه او هاشم علي راپور کې.
په پاکستان کې د بشري حقونو مبارزین وایي، دغلته ماشومان د جنسي تیري ښکار دي او جینکۍ په کم عمرۍ کې ودیږي د اکتوبر یوولسمه په نړۍ کې د ماشومانو جینکو د حقونو د ورځې په توګه لمانځل کیږي. تفصیل د مدثرشاه او هاشم علي په راپور کې.
پاکستان کې استاذان وایي، تنخواګانې یې کمې او پر وخت نه ترلاسه کېږي د اکټوبر پنځمه د استاذانو د نړیوالې ورځې په توګه لماځل کیږي خو پاکستان کې اکثره استاذان ګیلې کوي چې یو خو یې تنخواګانې کمې دي او بل ترلاسه کیږي هم نه. تفصیل د مدثرشاه او هاشم علي په راپور کې.
په پېښور کې د چاپ خانو مالکان وايي، کاروبار یې له تاوان سره مخ دی د پیښور جنګي محله له پخوا څخه د چاپ خانو د پاره مشهور مارکیټ دی چې د لېرې سیمو نه به ورته خلک د کتابونو او پوسټرونو چاپولو ته راتلل خو اوس دغلته کاروباریان وايي، له تاوان سره مخ دي. نور تفصیل د مدثرشاه او هاشم علي په راپور کې.
څېړونکي: د ټولنې امن د مېرمنو له برابرو حقونو، قوي جمهوریت او چاپیرساتنې په څېر مسلو سره تړلی دی دوي وایي، په پاکستان کې عام وګړي سولې ته لېواله دي خو د دغه هیواد نظام د سولې مفکوره مخې ته نه وړي. په نړۍ کې هرکال د سپټمبر ۲۱ نېټه د سولې د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي.
يو اين ايچ سي ار: افغانستان کې حالت عادي نه دی بايد پاکستان او نور هېوادونه افغان کډوال بيرته ونه لېږي. د پاکستان د بيلا بيلو سيمو نه رپورټونه ښيي چې د افغانستان نه د سرپناه په تمه راغلو افغان کډوالو په ضد د پوليس عمليات تېز شوي او ګڼ شمېر بې کوره افغانان نيول شوي چې بيرته د لېږلو سره مخ دي.
نور کتل