لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان الېکشن کمېشن: اینده عام انتخاباتو دپاره د رجسټر شوو ووټرانو 45 فیصد ځوانان دي


څېړونکي وايي 60 فیصده د ځوان کول ووټران زیات تعلیم یافته دي او د ووټ ورکولو په وخت به لکه د تعلیم، صحت، روزګار او د امنیت په شان اهم موضوعات  به په نظر کې ساتي.
څېړونکي وايي 60 فیصده د ځوان کول ووټران زیات تعلیم یافته دي او د ووټ ورکولو په وخت به لکه د تعلیم، صحت، روزګار او د امنیت په شان اهم موضوعات  به په نظر کې ساتي.

د پاکستان د الېکشن کمېشن ترمخه د اینده عامو انتخاباتو دپاره د رجسټر شوو ووټرانو څخه 45 فیصد ممکنه رای ورکوونکي د 18 تر 35 ځوانان دي. پوهان وایي د دې ځوانانو لویه برخه تعلیم یافته خلک دي او په ټاکنو لوی اثر لرلی شي.

نولس کلن هارون خان د پیښور ضلعې د یوې کلیوالې سیمې اوسیدونکی دی. میاشت وروسته کیدونکوعامو انتخاباتو کې به په وړمبي ځل ووټ یا رای ورکوي.

هارون خان وايي ووټ په هغه چا له ورکوي چې د بې روزګارۍ او د غربت د ختمولو دپاره کار کوي."زمونږ چې دا کوم نوي ینګ هلکان دي. ډیر پکې بیروزګاره دي. غریبي ده د هر چا کنه."

د پاکستان د الېکشن کمېشن شمېرې ښيي په هیواد کې ټول رجسټرډ شوي وټران څه د پاسه 12 کروړه 69 لکه دي چې په کې 5 کروړه 71 لکه هغه خلک دې چې عمرونه يې د 18 نه تر 35 کالو پورې دي. په دې حساب دوي د ټولو ووټرانو 45 فیصده جوړیږي. د دغه عمر ووټران د 2018 م په انتخاباتو کې 43 فیصده وو. ځوانان وایي دوي به د بهتر مستقبل د پاره خپل ووټ استعمالوي.

د خېبرپښتونخوا د مرکزي ښار پېښور اوسېدونکی محمد زاهد خان وايي "زمونږه په ذهن کې دا وي، لکه د ماشومانو چې کوم دا مستقبل دی او ماحول دی. کوم سیچویشن دی نن سبا. مونږه وایو چې دا ددې نه بهتر شي."

څېړونکي وايي 60 فیصده د ځوان کول ووټران زیات تعلیم یافته دي او د ووټ ورکولو په وخت به لکه د تعلیم، صحت، روزګار او د امنیت په شان اهم موضوعات به په نظر کې ساتي.

محمد ابراهیم د پیښور د کلیوالې سیمې اوسیدونکی دی، وايي خواهش يې دی چې انتخابي امیدواران د ترهګرۍ د خاتمي په شمول د تعلیم، بجلۍ، ګېس او د هسپتالونو په شان د بنیادي اسانتیاو د ښه کېدو دپاره کوښښونه وکړي.

ځوانان وایي په روایتي نعرو زیات یقین نه لري، پوهیږي چې څوک تشې وعدې کوي او چا سره د ستونزو د هوارولو حل موجود دی او اکثره په خپلو محفلونو کې هم په دې بحث کوي.

هارون خان وايي "نو مونږ چې ځوانان کښینو. مونږه اکثر زما ملګري چې دي هغوي دا خبره کوي، چې مثال خبره، مونږ به د هاغه چا سپورټ کوو چې خدمت کوي کنه د قوم خدمت کوي. مونږ له خدمت کوي. مونږ له مثال خبره منډه ترړه وهي. مونږ به هاغه چاته ووټ اچوو."

ګڼ شمېر ځوانان وایي د میډیا او ټولنیزو رسنیو په برکت اوس د هر امیدوار او د سیاسي ګوند د منفي او مثبت اړخ نه په اسانه خبریږي او د الېکشن په ورځ، په اتمه فېبرورۍ، به د ووټ یا د خپلې رای اظهار ضرور کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG