په خیبر پښتونخوا کې په تعلیمي ادارو باندې د ترهګرو له بریدونو وروسته استاذان وايي، تر ډېر وخت پورې زده کونکي له ذهني فشار سره مخ وو
چارواکي: که پېښور پوهنتون ته خپلې پيسې زر تر زره ورنکړل شوې، د اګست تنخواګانې به ورکول ممکن نه وي د پاکستان هاير ايجوکيشن اسلام اباد ته د پېښور پوهنتون چارواکو ويلي چې که ادارې د پوهنتون 345 ميلين روپۍ بقاياجات زر تر تر زره ورنکړي نو استاذانو او نورې عملې ته به د اګست مياشتې تنخوا ورنکړی شي.
نن د اتوار/یکشنبې په ورځ کلیساګانو کې د عبادت نه وروسته، دسلګونو په شمیر کې عیسایان د پیښور پریس کلب مخې ته ورټول شوي وو اؤ دوی د پنحاب جړانواله سیمه کې د کلیساګانو د سوځول کیدو په پېښه احتجاج کړی دی.
د ځوان کول د ستونزو په هکله په ټوله نړۍ کې دولسم اګست د ځوانانو د نړیوالې ورځې په حیث نمانځل کیږي. په پاکستان کې 2023 د ځوانانو کال ګرځول شوی او د دوی د پاره یو شمیر پروژې اعلان شوي خو زلمي او پېغلې ګیله کوي چې د تعلیم پوره کولو وروسته روزګار موندل ګران وي او جينکو ته خو بيا ډېرې ستونزې دي.
د پاکستان د پارلمان د آیني وخت له پوره کیدو وروسته څیړونکي وایي، دې پارلیمان هم د تمې خلاف د پښتنو ستونزې هوارې نه کړې دوي وایي، د نویو ضم شویو ضلعو اوسیدونکو سره چې کومې ژمنې شوې وې هغو ته دې پارلیمان ځواب نه دی ویلی او اوس د خلکو هیلې په مایوسۍ بدلیږي.
پخواني وزیراعظم عمران خان په ټولنیزو رسنیو خپله وینا کې په پښتونخوا کې مخ پر زیاتیدونکو ترهګریزو پیښو باندې اندیښنه ښودلې. هغه ویلي، په داسې حالاتو کې به د پښتنو غوصه نوره هم سیوا شي او بیا به په ترهګرۍ قابو موندل ګران وي. څېړونکي وایي اوس پښتنو ته د سر خوندي ساتلو سوال راپورته شوی.
د باړې بازار د پولیسو په تاڼې باندې دوه ورځې وړاندې په ترسره شوي ځان مرګي برید کې د یوې کورنۍ یو کس مړ او دوه نور ژوبل شوي دغې کورنۍ ډیوې ته ویلي، چې په برید کې انور خان وژل شوی، مشر ورور یې حنیف خان او د تره زوی یې اسد جان ژوبل شوي او دا مهال ژوبل کسان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د ماشومانو د حقونو نادولتي تنظیم ساحل ویلي، په پاکستان کې ۲۰۲۲ کې له ماشومانو سره د جنسي تشدد ۴۲۵۳ پېښې ریکارډ شوي. کاپوهان وایي، وړاندې به له جینکو سره د جنسي تشدد پیښې کمې راپور کیدې خو اوس د پوهې د بیدارۍ له امله یې خلک راپور ورکوي. تفصیل د مدثرشاه او هاشم علي په راپور کې.
د چترال یو اوسیدونکي د خپل کور دننه هرچین نومې کلي کې یوه عجایب خانه جوړه کړې ده. د عجایب خانې مالک تاریخ پوه امیر الله خان یفتالي وایي، دې کې اتیا فیصده شیان ده په بیعه اخېستي دي او شل فیصده ورته ډالۍ شوي دي.
د بشري حقونو مبارزین وايي، پښتنه ټولنه کې زیاتره میرمنې وراثتي جایداد کې له برخې نه محرومه دي چې له امله یې ښځې د پرمختګ زغل کې بشپړه ونډه نشي اخېستی. مذهبي عالمان هم میرمنو ته وارثتي جایداد کې په برخې ورکولو زور راوړي خو په دې عمل ډیر کم کیږي.
د پښتونخوا هنرمندان وایي، د صوبې نګران حکومت سر ښار پېښور کې د موسیقۍ کوڅې جوړولو پروسه چټکه کړې ده. دوي وایي، تیرو حکومتونو ژمنه کړې وه، چې د هنرمندانو د سر سوري بندوبست وکړي خو دې لړ کې ناکامه شوي دي.
د پښتونخوا تاجران او صنعتکاران د مالي کال 2023، 2024 وفاقي بجټ د صوبې صنعت او تجارت لپاره ګټور نه بولي. دوی وایي، د مالي ستونزو له امله صوبه کې زیاتره صنعتونه بند پراته دي خو بجټ کې د هغې د پرانیستلو لپاره هیڅ مراعات نه دي اعلان شوي.
د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار د وفاقي بجټ اعلانولو وروسته د خېبر پښتونخوا صنعتکارانو او تاجرانو ويلي، یو طرفته د سود شرحه د 21 او 24 فیصدو تر مینځه ده او بلې خوا ته صنعتکاران د خارج نه خام مالونه نشي راوړی ځکه چې حکومت د اېل سي ( لیټر آف کریډټ) پرانیستو اجازه نه ورکوي.
د پښتونخوا صنعتکارانو او تاجرانو ویلي، له نوي بجټ څخه چې دوی کومې هیلې درلودې هغه نه دي پوره شوي. دوي ویل، په دغه بجټ کې د صوبې د بندو صنعتونو د بحالۍ لپاره هم کوم مراعات نه دي ورکړل شوي. نور تفصیل د مدثرشاه او هاشم علي په راپور کې.
د بشري حقونو فعال ادعا کوي پاکستان کې ماشومانو سره د جنسي تيري کومې نوې شمېرې مخې ته راځي، د نورو کلونو پرتله پکې د 30 فیصدو پورې اضافه ښکاري او سرچينه یې د ماشومانو د حقونو غېر دولتي ادارې ساحل د 2022م شمېرې ښايي.
د کمو اسانتیاو له امله پاکستان کې د سایکلېنګ مقابلو کې برخه اخېستونکې میرمنې ډیرې کمې شوي دي. د سایکلنګ لوبغاړې وایي، اول خو کور کې دننه د دوي سپورټس کې د برخې اخېستو مخالفت کیږي او که کورنۍ اجازه ورکړي، نو بیا ټولنه کې د میرمنو سایکل چلولو ته په عجیبه نظر ګوري.
د پخوانۍ فاټا په خېبرپښتونخوا صوبه کې شاملېدو په پينځه کاله پوره کېدو د سیمې سیاسي او مخوریز مشران، مدني ټولنه، څیړونکي او کارپوهان وايي، د انضمام په وخت د پاکستان ریاست دوی سره ژمنې کړې وې خو هغه تر اوسه نه دي پوره کړی شوي.
خيبر ميډيکل پوهنتون نولس بااستعداده جينکو ته سکالرشپونه ورکړل د پېښور په خيبر ميډيکل پوهنتون کې دستوره شوې چې پکې د امريکا د يو ايس ای ايي ډي او د پاکستان د هاير ايجوکيشن په مالي مرسته نولس جينکو ته د طب د زدکړو سکارشپونه ورکړل شول
نور کتل