د پاکستان د سترې محکمې مشر قاضي عمر عطا بنديال لخوا د القادر ټرسټ د پيسو د غلا په تور کې نيول شوي پخواني وزير اعظم ته د عدالت په پېشۍ کې هرکلی ويل او بيا په رخصتۍ کې ورته د ښه نصيبۍ دعا کول د قانون پوهانو په وينا د ياد قاضي د منصب سره ناسم کار و.
د اهل تشیع او د مدني ټولنې فعالینو په کرمه کې د پرونۍ خونړۍ پېښې غندنه کړې او په پېښه کې یې ښکېلو کسانو ته د قانوني سزا ورکولو غوښتنه کړې.
په پېښور کې خلکو په جوش او جذبې سره اختر لمانځلی خو ځینو سر ټکوه چې دا ځل د ګرانۍ له امله د اختر خوند دومره نه دی پاتې. مدثر شاه او هاشم علي پرې دا راپور تیار کړی.
د پښتونخوا د میوو منډهو ته د سېند او پنجاب هندوانې رارسیدلې دي سوداګر وایي، بیه یې ځکه زیاته ده چې د ټرانسپورټ خرچه پرې ډیره راغلې ده خو دوي وایي کله چې ځایي او د افغانستان هندوانې راورسي نو بیه به یې راوغورځیږي.
نن 21 فروري چې د ټولې نړۍ په څېرد پښتونخوا بېلا بیلو سیمو کې هم د مورنیو ژبو ورځ نمانځل کیږي. په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د مورنۍ ژبې پښتو د ورځې په مناسبت پښتنو ملت پاله ګوندونو غونډې او لاريونونه کړي دي.
د پیښور پوهنتون د سیاست د څانګې زده کونکي هیواد کې خرابې امنیتي وضعې اندیښمن کړي دي دوي وایي، اوسیدونکو ته د سولیز چاپیریال برابرول د ریاست بنیادي فریضه ده خو دوي فکر کوي چې پاکستان او بیا په ځانګړي ډول پښتونخوا کې امنیت ډیر خراب دی.
څيړونکي وايي، پېښور کې د ترهګرۍ د پېښې وروسته سمدست بلکې د دغه پېښې نه وړاندې پکار وه چې حکومت د ترهګرۍ ضد ښکاره او کوټلې تګلاره وړاندې کړی وی. خو د حکومت لخوا د پېښور د پېښې وروسته راغوښتل شوی ټول ګونديز کانفرنس په دوېم ځل ځنډول شوی دی.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر منیر اکرم ویلي، په افغانستان کې د میرمنو په زده کړو بندیز له اسلام سره کومه اړیکه نه لري بلکه د پښتنو د کلتور یوه برخه ده. څېړونکي د اکرم دغه بیان له حقیقت څخه ډېر لېري ګڼي. نور تفصیل د مدثرشاه او هاشم علي راپور کې
پروفیسر ډاکټر سهیل خان ډیوه ته وایي، پښتنې میرمنې تل نارینه و سره د ژوند هره برخه کې اوږه په اوږه پاتې شوې دي. څیړونکی او تاریخ پوهه حیات روغانی وايي په تاریخي توګه کله هم پښتنو خپلې میرمنې د زده کړو نه نه دي منعې کړې
د پیښور پریس کلب مخې ته د ایلیټ فورس پولیس ځوانانو احتجاجي مظاهرې کې دخپل تحفظ غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي چې ترهګر په عصري وسلو سمبال دي خو پولیسو سره هغه عصري وسلې نه شته چې دترهګرو مقابله پرې وکړي
خېبرپښتونخوا کې په قدرتي افتونو کې اغیزمنو خلقو ته زرترزره د مرستو رسولو لپاره پي ډي اېم ای د نوي انلاین اطلاعاتي نظام پرانیسته کړې ده. د اداری ډایریکټر جنرل شریف حسین ډیوه ته وایي دې نظام سره به د قدرتي افتونو په وخت اغیزمنو سره مرستې چټکې او رڼې شي. نور تفصیل د مدثرشاه او هاشم علي په رپورټ کې.
په اوسني پاکستان او پخواني هند کې د عدم تشدد پېژندلي مبارز او د خدايي خدمتګار تحريک مشر خان عبد الغفار خان (باچاخان) د 35م تلین دستورې نن په پیښور کې پیل شوې. د پېښور نه د مدثر شاه او هاشم علي رپورټ
د پاکستان د اقتصادي ودې 2 فيصدو ته د رسیدو اټکل کړی چې د تېر جون په میاشت کې د شوي څلور فيصدى ودې د اټکل څخه 2 فيصدي کم دی. نړيوال بانک په خپل راپور کې دا هم ویلي چې پاکستان د سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او په دغه هېواد کې ګراني هم د اوياېم د لسيزې وروسته تر ټولو زیاتې کچې ته رسېدلې ده
نور کتل