څیړونکي وایي دا مهال پاکستان کې ۲۳ میلیونه د پنځوؤ نه تر شپاړسو کالو عمر لرونکي ماشومان د سکولونو نه بهر دي.
د انګریزۍ ژبې ورځپاڼې فارن پالیسي خپل یو راپور کې لیکلي دي چې پاکستان تل د افغان طالبانو ملاتړ پاتې شوی دی. خو دا وخت یې د کابل واکدارانو سره د دواړو هیوادونو تر مینځه په پوله د ازغن تار لګولو لانجه پیدا شوې ده.
پیښور کې د میرمنو د حقونو په هکله راجوړې شوې یوه دستوره کې پوهانو اندیښنه ښودلې ده چې دلته افغان کډوالې زنانه یوشمیر ستونزو سره مخ دي اؤ هاغه افغان میرمنې چې قانوني اسناد نه لري د خپل حق لپاره غږ هم نشي پورته کولی.
محمد کبیر چې د نظر نه محرومه دی او په اسلامیاتو کې د ماسټرۍ ډګري ترلاسه کوي، وایي وړاندې به یې د پنجاب، سند او عن تر دې چې د بنګله دیش نه کتابونه راغوښتل. “د هغوي په نصاب لوستو به مجبوره وو. خو اوس به د نظر نه محرومه زده کونکي د خپلې صوبې نصاب لولي.”
د میرمنو دحقونو یوه اداره عورت فاونډیشن وايي خیبر پښتونخوا کې د زنانه ؤ په ضد د کورني تشدد دمخنیوي قانون د روان کال جنورۍ کې منظور شوی ؤ خو حکومت ددغه قانون عملي کولو لپاره ۱۱میاشتو کې اړین ګامونه نه دي اخستي.
د خيبر پښتونخوا پيټروليم ايسوسي ايشن چئيرمين عبدالماجد وایي په ملک کي د روانې ګرانۍ له کبله د پيټرولو يو ليټر کې پاتې کيدونکی دري فيصدي مارجن د پمپونو مالکانو ته واره نه کوې،
دا وخت په انټرنیټ د ځینو پښتنو سندرغاړو سندرې په میلیونونو خلک اوري، ګوري او خوښوي یې اؤ له دغې لارې زیاتره هنرمندان ځانته پیسې هم ګټي.
دهغه په وینا دا سندرې د نولس سوه دویم نه شروع شوې دي او تر ۱۹۳۴م کې چې کله دلته بجلي راغله د هاغه وخت سندرې پکې هم شاملې دي.
د صحت څانګې سره تړلي کارپوهان وایي دخیبر پښتونخوا صوبې دسر ښار پېښور دریوؤ غټو روغتونونو لیډي ریډنګ، خیبر ټیچنګ او حیات آباد میډیکل کمپلکس کې د تکنیکي طبي آلاتو معامله تر یو حده سمه ده خو د صوبې نورو ضلعي مرکزي روغتونونو کې یا خو د سره آلات نیشته
څېړونکي وایي دپېښور بي ار ټي پروژه په خساره کې روانه ده اؤ په دوؤ کالو کې دې پروژې د اربونو روپو تاوان کړی دی
د پیښور پوهنتون بیلا بیلو څانګو کې په زده کړو بوخت افغان محصلین که یو لوري ته خپل هیواد کې د سیاسي حالاتو نه اندیښمن ښکاري نو بل خوا په دې هیله هم دي چې افغانستان کې به تلپاتې سوله پځائ شي.
دخیبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې په دې وروستیو کې په دفترونو،دکار روزګار په ځایونو اؤ کورونو کې دننه دمیرمنو دځورونې دپېښو کچه لوړه شوې چې تر دې وروسته د پیښور دمیرمنو سوداګریزې خونې د خپلو ښځینه غړو د ځورونې نه د ژغورلو لپاره یوه کمیټه اعلان کړې ده.
په ټولنیزو رسنیو نیوکې روانې دي چې د پښتونخوا پولیسو تیرو دوؤ لسیزو کې دترهګرۍ پیښو کې وژل شوؤ 1522 پولیسو ته تیره ورځ د عقیدت کومې پیرزوینې وړاندې کړي هغې کې د وزیرستان سره تړاؤ لرونکی وژل شوی پولیس افسر طاهر داوړ له پامه غورځول شوی دی.
اختر الیاس ایډوکیټ وایي قانون کې دا هم ویل شوي دي چې د صوبایي محتسب فیصله به هیڅ کوم عدالت کې نه شي چیلنج کیدی چې دا د مقننې اختیار انتظامیې ته د ورکولو معنا لري.
د پیښور زرعي پوهنتون زده کونکو دافغانستان په خرابیدونکیو حالاتو اندیښنه ښودلې ده اؤ وایي که ګاونډي هیواد کې حالات نور هم خراب شول نو ددې منفي اغیزې به په ټوله منطقه کیږي.
نور کتل