پولیس وایي پېښور کې یې هغه دوه تنه وروڼه نیولي چې پلرني کور کې په برخې غوښتو یې پخپله خور اؤ مور پریمانه تشدد کړی دی.
پاکستان کې دڅلورو میاشتو تیریدو باوجود دحکومتي شمیرو تر مخه اتویشتو لکو اؤ یو پنځوس زره تنانو ته دکرونا ضد ویکسین مکمل او دوه پنځوس لکه دوه اتیا زرو تنانو ته یو خوراک ورکړل شوی دی چې په دې حساب دا د ټولې آبادۍ د یو فیصد نه لږ سیوا خلک جوړیږي .
د پیښور پوهنتون د استاذانو د اتحادیې پیوټا عمومي سکتر پروفیسر ډاکټر ذاکر الله جان وویل "زمونږ چې کوم آن لاین درسونه دي یا د انټرنیټ په ذریعه کوم تعلیمي فعالیتونه دي. مونږ به هغې کې هیڅ قسمه برخه نه اخلو. د پروفیسرانو چې کوم آن لاین غونډې وي. هغې کې به ګډون نه کوي."
بلخوا، د خېبر پښتونخوا د نورو یو شمیر پوهنتونونو په څیر اسلامیه کالج پوهنتون هم خپلو ملازمینو ته یوه اعلامیه خپره کړې ده. اعلامیه کې ویل شوي د مالي ستونزو له امله به پوهنتون خپلو ملازمینو ته د می د میاشتې صرف بنیادي تنخوا او پېنشن شوو ته نیم پېنشن ورکوي
په نتیجو کې د نورو معلوماتو تر څنګ پاکستان کې د مورنیو ژبو شمیرې هم ښودل شوې دي چې له مخې یې پښتو د هیواد دویمه لویه ژبه ښودل شوې ده.
د بن لادن معلومولو کې په مرستې کولو امریکا کې اتل اؤ پاکستان کې غدار ګڼل کیدونکی ډاکټر شکیل اپریدی تراوسه په زندان کې لوغړیږي اؤ کورنۍ یې وایي هغه د زندان دننه یوې وړې کوټنۍ کې نه خو پکې سم ګرځیدی شي اؤ نه خپلې کورنۍ سره دملاقات په مهال پخپله ژبه پښتو دخبرو اجازه لري.
دخیبر پښتونخوا اسمبلۍ ته وړاندې کړل شوي یو پریکړه لیک کې دمرکزي حکومت نه غوښتنه شوې چې پاکستان کې دې د فیس بک د موناټایزیشن د پرانستو لپاره ګامونه پورته کړي.
ډاکټران وایي ماسک د کرونا وایرس نه دځان ساتلو وړومبۍ پوړۍ ده اؤ که څوک غواړي چې ددې وایرس نه خوندي پاتې شي نو ماسک باید ضرور وکاروي ،خو د ډاکټرانو دسپارښتنو برعکس پاکستان کې احتیاطي ګامونو ته پاملرنه کمه شوې ده.
دکرونا وایرس دریمه څپه کې پاکستان کې ددې وایرس څخه داغیزمنو شمیره شپږلکه ۴۵ زره اؤ ۳۵۶ؤ ته رسېدلې ده اؤ په پښتونخوا صوبه کې ۸۲زره ۶۷۷ کسان په دې وایرس اخته شوي دي.
دخیبر پښتونخوا حکومت وایي په دغه صوبه کې نوؤ ورګډو شوؤ قبائیلي ضلعو کې د شخړو د هواري لپاره نوی نظام راوړل غواړي .
"ما خو چرته دا سوچ هم نه ؤ کړی چې د آرمي پبلک سکول په څېر لویې ادارې کې به داسې غمیزه رامینځ ته کیږي او زه به پکې خپل زوئ اسفند خان بایلم.دغې پیښې بیخي زما ژوند بدل کړو"
د تیرو څو کلونو راهسې یو شمیر سندغاړې وژل شوې او په ځینو بریدونه شوي دي. چې له امله یې ډیرې په فن پریښودو مجبوره شوې.
د خیبر پښتونخوا چترال ضلعې کې ځایي خلکو واورینو غرونو کې اوسیدونکی ژوبل پړانګ پرانګ نیولی اؤ دځنګلي ژوند دساتنې محکمې دغه پړانګ دعلاج دپاره د پیښور ژوبڼ ته رسولی دی.
پاکستان کې که یو اړخ ته حکومت ضد سیاسي ګوندونو د حکومت راپرځولو لپاره ملا تړلې اؤ احتجاجونو یې لاس پورې کړی دی نو بل لوري ته هم دا ګوندونه دسینیټ کېدونکو ټاکنو دپاره تر وړاندې زیات متحرک شوي اؤ څېړونکي راتلونکې میاشتې دهیواد سیاست دپاره خورا مهمې بولي.
عمران خان د پسرلي د بوټو کرلو پرانیسته لاهور کې کړې او ویلي يې دي ټول هیواد کې به دده د واکمنۍ دوران کې لس اربه بوټي نال کیږي. پوهان وایي پاکستان د نړۍ هاغو هیوادونو کې دی چرته چې د ځنګلونو رقبه د هیواد د ټولې رقبې اوو فیصدو نه کمه وي. نور تفصیل په دې اړه د مدثرشاه او هاشم علي راپور کې وګورئ.
نور کتل