لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غونډه کې د پښتون قامي جرګې غوښتنې اییني ګرځول شوي


جرګې ته خپله وینا کې د صوبې وزیراعلا علي امین ګنډاپور وعده کړې وه چې د ده په اختیار کې کومې غوښتنې راځي هغه به ټولې د ایین په چوکاټ کې دننه پوره کوي. (فایل فوټو)
جرګې ته خپله وینا کې د صوبې وزیراعلا علي امین ګنډاپور وعده کړې وه چې د ده په اختیار کې کومې غوښتنې راځي هغه به ټولې د ایین په چوکاټ کې دننه پوره کوي. (فایل فوټو)

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ په پرامنه توګه د پښتون قامي جرګې سرته په رسیدو د خوشالۍ څرګندونه کړې ده اؤ اسمبلۍ کې د موجودو سیاسي ګوندونو پارلیماني مشرانو د جرګې غوښتنې آیني ګرځولې دي.

د پښتون قامي جرګې په غوښتنو کې یوه دا غوښتنه هم شامل ده چې د پښتونخوا د قبایلي ضلعو وکړو ته دې بجلي بیخي ویړیا اؤ د نورو ضلعو اوسیدونکو ته دې یو یونټ په پینځه روپۍ ورکول کیږي.

خېبر کې د ترسره شوې درې ورځنۍ پښتون قامي جرګې په وروستۍ ورځ ۱۳م اکتوبر د پښتون تحفظ موومنټ مشر منظور پښتین پخپله وینا کې ویلي وؤ "د پښتونخوا په نورو سیمو کې دوي تر شپیتوؤ زیاتې روپۍ په یوه یونټه اخلي. جرګې متفقه فیصله وکړه. چې نن ورځې نه پس به هیڅوک په يوه یونټ باندې تر پنځه روپۍ زیات بل نه ورکوي"

دغه فیصله کې ویل شوي دي که چرې ددې بدل کې د چا د بجلۍ د بندولو یا لوډشیډنګ کولو کوشش وکړو نو جرګه به د پښتونخوا نه نورو صوبو ته د بجلۍ د تارونو پریکولو بندوبست کوي.

ددې فیصلو اورولو په وخت د صوبې اعلا وزیر سردار علي امین ګنډاپور هم موجود وو.

جرګې ته خپله وینا کې د صوبې وزیراعلا علي امین ګنډاپور وعده کړې وه چې د ده په اختیار کې کومې غوښتنې راځي هغه به ټولې د ایین په چوکاټ کې دننه پوره کوي.

په څوارلسم اکتوبر ماښام ناوخته صوبایي اسمبلۍ خپله د معمول کاروایي وځنډوله اؤ په پښتون قامي جرګه یې خبرې وکړې.

د سیاسي ګوندونو پارلیماني غړو په پرامنه جرګې کولو خوشالي څرګنده کړه اؤ د پښتون قامي جرګې غوښتنې یې اییني او قانوني وبللې.

پښتونخوا اسمبلۍ کې د پیپلز پارټۍ پارلیماني مشر احمد کریم کنډي احمد کریم کنډي وي او اې ډيوه سره خبرو کې وایي خېبر پښتونخوا صوبه تر ټولو ارزانه بجلي جوړوي اؤ دا خبره هغه ډیر مخکې راپورته کړې وه چې پښتونخوا ته باید بجلي په ارزان نرخ ورکړل شي.

هغه وویل "زه خپله ذاتي طور باندې خوشاله هم شوم. چې نن زما ټول ولس چترال نه واخله وزیرستانه پورې په دې خبرو باندې خبرې کوي لګیا دی. دا دستوري خبره ده. دا د اساس خبره ده. دا په دې اساس کې په دې عمراني معاهدې کې، د ۱۹۷۳په دې ایین کې موجود دی. د نټ هایډل پرافټ په صورت باندې،دا تاسو وګورئ. دا بجلي شوه دا ګیس شو یا تیل شو. دا هغه څیزونه دي. چې کوم کیټیګوریکلي په آیین کې موجود دي دا څیزونه"

احمد کریم کنډي زیاتوي خیبرپښتونخوا نولس اربه یونټه بجلي پیدا کوي او خرچ یې د لسو اربو یونټو نه هم کم دی.

وایي صرف د بجلۍ مد کې وفاقي حکومت د صوبې یونیم زرو اربو روپو نه تر شپاړس سوو اربو روپو پورې قرضداری دی.

د احمد کریم کنډي په خبره "غیرملکي آي پي پیز ته هرکال پنځه شپږ سوه اربه روپۍ د معاهدو لاندې ورکوي. خو د آیني معاهدې لاندې صوبې ته قرض نه واپس کوي"

غونډې ته خپله وینا کې وزیر اعلا علي امین ګنډا پور غونډې وویل. د اسمبلۍ غړي دې د پښتون قامي جرګې په غوښتنو او فیصلو تفصیلي بحث وکړي. او یو ځل بیا یې د خپلې پوره مرستې اعلان وکړو.

د خېبر جرګې پرېکړو یا غوښتنو ته تر دې دمه د وفاقي حکومت له اړخه کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG