څیړونکي د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ نوې انتظامیې او پاکستان تر مینځه راروانو څلورو کالو اړیکو ته خوشبینه نه دي. وایي د څلورو کالو دې موده کې به د دواړو هیوادونو تر مینځه اړیکې سړې وي. د دوی په وینا اوس دې سیمه کې د امریکا ضرورتونه بدل شوي دي.
د نړیوالو اړیکو پوهان د امریکا او پاکستان تر مینځه سفارتي، دفاعي او تجارتي اړیکو ته ډېر خوشبینه نه دي. دوی وایي افغانستان نه د امریکایي ځواکونو وتلو وروسته اوس سيمه کې امریکې ته د پاکستان هاغه ضرورت بدل شوی دی، کوم چې د 2001 یو نه واخله تر 2021م پورې وو.
د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو څانګې مشره پروفېسر منهاس مجيد خان وايي، "او یو دا کیدی شي. چې تعلقات هم هغسې سرد مهري اختیار کړي. په دې چې د پاکستان ضرورت امریکې ته نیشته. خو زه به بیا هم وایمه، دا اوس دې ته کتل پکار دي چې پاکستان ضرورت کله دوی ته پیښیږي چې دوی خپل تعلقات بیا ورسره سموي".
څیړونکي وایي د تیرو درې نیمو کالو نه طالبانو د افغانستان واک ترلاسه کړی دی.
افغانستان سره په پوله د خیبر پښتونخوا نوو ضم شوو او جنوبي ضلعو کې د وسله والو جنګیالو او امنیتي ځواکونو تر مینځه نښتې روانې دي. سیمه کې د داعش د یو ځل بیا د فعالیتونو رپورټونه هم ترلاسه کیږي.
دوي وایي د دې حالاتو زیات منفي اثرات په پاکستان غورځیږي، خو د دوی په نظر د ډانلډ ټرمپ نوې انتظامیه به دې لړ کې د پاکستان کومه مرسته ونه کړي.
د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو د څانګې استاذ پروفېسر ډاکټر حسېن شهيد سهروردي وايي، "لیکن اګر که مونږ دا سوچ کوو چې افغانستان پاکستان مینځ کې چې کوم تاو تريخوالی دی، د دې کمولو کې ډانلډ ټرمپ څه کردار به ادا کړي. یا هغې حکومت به څه کردار ادا کړي. دا ممکنه نه ده".
څیړونکي وایي د امریکې نړیوالو اړیکو کې د چین د اثر کمولو هر وخت مقصد پاتې شوی دی. د دغې مقصد د پاره د امریکا او هند تر مینځه اړیکو کې ګرم جوشي ښکاري.
د دوی په وینا امریکا یوازې په هند ملا نشي تړلی، او پاکستان له به چین او امریکا دواړو سره اړیکې توله ساتل چېلنج وي.
Forum