لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ: د صدارتي څوکۍ سمبالولو په لومړۍ ورځ به د امېګرېشن سخت بنديزونه ولګوي


د امریکې منتخب صدر ډانلډ ټرمپ خپلو پلويانو ته په وینا کې ويلي، د صدارتي څوکۍ سمبالولو په لومړۍ ورځ به د امېګرېشن په اړه سخت بنديزونه ولګوي.

د صدر په توګه د لوړې کولو يا سوګند اخستو نه يوه ورځ وړاندې د اتوار، يکشنبې په شپه واشنګټن کې، د خپلو ګڼ شمېر پلویانو غونډې ته په وينا کې ويلي، صدارتي کمپاين کې یې چې کومې ژمنې کړې وې، په توندۍ به یې پوره کړي.

د بريا يا ګټې په نوم لاريون ته په وينا کې نوموړي ويلي، سبا چې نمر راخيژي، نو زمونږ ملک ته به د خلکو بې ځايه راتګ بند شي.

ټرمپ د خپل انتخابي کمپاين په مهال کړې هغه ژمنه بيا تکرار کړې، چې ترمخه به یې په امریکا کې په غېر قانونه توګه مېشتو دپاره د تاريخ تر ټولو غټ کمپاين پيل کولی شي.

ټرمپ په وينا کې ويلي، دا د امریکې د تاریخ تر ټولو غټ سياسي کمپاين دی.

هغه زياته کړې، مونږ 75 وړاندې د خپل ملک د تاريخ غېر معمولي سیاسي کاميابي په خپل نوم کړې ده.

يادې غونډې ته اېلن مسک او نورو مهمو شخصیتونو هم ويناګانې کړي دي.

ټرمپ ويلي، د لوړې کولو وروسته به په تاریخي کچه توندۍ سره اقدامات وکړي او ورپېښ هر بحران به حل کړي.

نوموړي زياته کړې، هغه به د پوځ څخه د بنياد پرستۍ نظريې ختمې کړي، پوځ ته به حکم وکړي چې د امریکې دپاسه د فضايي دفاع دپاره د ميزايل ډیفنس شيلډ جوړ کړي. تراوسه د دغه دفاعي نظام تفصيلات مخې ته نه دي راغلي.

ټرمپ ويلي، د صدارتي څوکۍ سمبالولو وروسته به د امریکا دپاره د خوشالۍ د نوي باب پيل وکړي، د څو کلونو د امریکې د زوال لړۍ به بنده شي.

(د خبر معلومات د رويټرز څخه اخستل شوي)

Forum

ځانګړې ویډیوګانې


د ډانلډ ټرمپ مېرمن ملانیا ټرمپ پېژندګلو
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:43 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG