لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مذهبي عالمان وایي کورمه کې د فساداتو وجه مسلکي اختلافونه نه بلکې قبیلوي شخړې دي


څیړونکي نظر لري چې کله کورمه کې پرتشدده پیښې رامینځ ته شي. نو مذهبي عالمان او حکومتونه د څو ورځو د پاره سیمینارونه او کانفرنسونه راجوړ کړي. چې حالات لږ ښه شي. نو بیا دوي هر څه هیر کړي
څیړونکي نظر لري چې کله کورمه کې پرتشدده پیښې رامینځ ته شي. نو مذهبي عالمان او حکومتونه د څو ورځو د پاره سیمینارونه او کانفرنسونه راجوړ کړي. چې حالات لږ ښه شي. نو بیا دوي هر څه هیر کړي

مذهبي عالمان وایي د پښتونخوا قبایلي ضلعه کورمه کې د بدامنۍ سوب دغلته د میشتو بیلابیلو فرقو سره تعلق لرونکي خلک نه دي بلکې د فساداتو وجه قبیلوي شخړې دي.

پوهان نظر لري چې کورمه کې کله امنیتي حالات خراب شي نو د امن ټینګولو د پاره جرګې مرکې شروع شي. چې حالات لږ ښه شي نو کورمه هیره کړی شي او د شخړو د مستقل هواري کوششونه نه کیږي.

تېره ورځ په پېښور کې د مختلفو مسلکونو سره تعلق لرونکي مذهبي عالمان راغونډ شوي وؤ اؤ هغوي د کورمې په موجوده فساداتو غور کولو.

پېښور پریس کلب کې مطبوعاتو سره د خبرو په مهال دې دیني عالمانو وویل، د خیبر پښتونخوا جنوبي یادې ضلعې کې بدامني د فرقو تر مینځه نه بلکې دغلته د ځمکو د لانجو یا نورو قبیلوي شخړو په وجه جوړیږي.

د جامعه عارف الحسیني معلم عابد حسین شاکري ، وي او اې ډیوه ته وایي"مسلک نمایندګان خو دا شی حرام ګڼي. ولې شیعه دي که سنیان دي. ټول مسلمانان دي. ټول د الله منونکي دي. ټول د یو لک ۲۴زره انبیاو منونکي دي. آخیري نوبت باندې ټول عقیده لري. د محمد صله الله علیه وسلم حلال ،حلال کڼي. د هغه حرام حرام ګڼي. د قران شریف تحریف ناپاک ګڼي. یعني خلاصه داده چې دا ټول مسلمانان دي. چې کله مسلمانان دي. مسلمان ته د بل مسلمان قتل د قران د رو سره د جهنم سبب کیږي"

مذهبي عالمان وایي کورمه کې د ډیر پخوا نه تاو تریخوالی راروان دی. خو هیڅ کوم حکومت دغلته میشت د بیلا بیلو قبیلو ترمینځه د شخړو د هواري د پاره کوم عملي ګام نه دی پورته کړی.

د دوي په وینا اوس حالات د مذهبي عالمانو او حکومتونو د لاسه هم وتلي دي.

د پېښور د مهابت خان جومات امام مولانا محمد طیب قریشي وایي "دا دومره پر تشدده معاملات چې کله لاړ شي. په دې کې د غیر لاس وي. بلکل شته دی. عوامل یې څه دي. تعلیم نیشته. غربت دی. بې روزګاري ده. بل څه شی چې ورته ښایې نه. نو بیا به څه کوي."

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

د نوموړي په وینا "په سیمه کې څه مثبت فعالیتونه نشته چې دا خلک ورته مایله شي. نو هغه خلک چې کوم دي، په فرسټریشن کې دي. بس لږه غوندې سهاره ګوري. او بس چې څوک ورته میلاو شي. نو بس الله دې معافي وکړي. نو تاسو وګورئ چې څه وشي. دا ډیر خوفناک او خطرناک صورتحال دی."

څیړونکي نظر لري چې کله کورمه کې پرتشدده پیښې رامینځ ته شي. نو مذهبي عالمان او حکومتونه د څو ورځو د پاره سیمینارونه او کانفرنسونه راجوړ کړي. چې حالات لږ ښه شي. نو بیا دوي هر څه هیر کړي.

د څېړونکو په وینا حکومتونه د بدامنۍ ختمولو مستقل هواری نه را وباسي چې له دې امله دغلته د کرکې خورونکو ته د نوي تشدد موقعه په لاس ورشي.

د امنیتي چارو خبریال فدا عدیل ډيوه سره خبرو کې وایي،د امن لپاره په خوله خبرې ښکلې کیږي خو په میدان بیا صورتحال بیخي بدل دی اؤ نن هم کورمه د خوف او ویرې سره مخ ده.

د هغه په خبره "یوازې دا نه چې په جرګو کې یا په سیمینارونو کې یا په تقریباتو کې صرف یووالی وښودل شي، تصویران جوړ شي، فوټو سیشن وشي. او ښکلې ښکلې خبرې وشي. ډیرې ښکلې ښکلې خبرې کیږي. خو که تاسو ګراونډ ته لاړ شئ. نو د ګراونډ صورتحال بیخي بدل دی"

هغه وایي "اوس هم په کورمه کې ویره ده. د خوف فضا ده. سړکونه بند دي. هلته ممکنه نه ده چې د سړک په لاره باندې د خوراک چې کوم څیزونه دي هغه لاړ شي. د سړک په لاره باندې میډیسن لاړ شي هلته"

د خبري رپورټونو تر مخه د پیښور او پاړه چنار تر مینځه ځمکنۍ لاره او افغانستان سره پوله د روان کال اکتوبر نه دغه سیمه کې د بدامنۍ په وجه تړل شوې دي.

په یویشتم نومبر کوزه کورمه کې د مسافرو په یوه قافله شوې حمله کې د ضلعي چارواکو مطابق درې څلویښت تنان ووژلی شول. او بیا چې بره کورمې ته فسادات وغځېدل نو د مړو شمیره ۱۳۰ تنانو ته ورسیده. او ۱۷۷ پورې پکې ژوبل شوي دي.

چارواکو مطبوعاتو ته ویلي دي چې سیمه کې د ډز بندۍ نه وروسته امن د جرګې یو ځل بیا د فریقینو د تحفظاتو اوریدو او لارو پرانیستو د پاره خپل فعالیتونه شروع کړي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG