لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یونیسکو د پښتنو "رباب "د قامي تهذیبي شتمنۍ په توګه خپل نړیوال فهرست کې شامل کړو


د جون میاشت کې بیا پېښور کې فعالیت کوونکې څېړنیزې علمي ادبي اؤ کلتوري ادرې مفکورې، د موسیقارانو هنري ټولنې او دغه شان ځینو نورو فعالانو د ملګرو ملتونو ادارې یونیسکو ته په ګډه یو خط لیکلی ؤ چې رباب دې د پښتنو د زړې موسیقۍ د آلې او ۳۱مه مې دې د رباب د نړیوالې ورځې په توګه ومنل شي
د جون میاشت کې بیا پېښور کې فعالیت کوونکې څېړنیزې علمي ادبي اؤ کلتوري ادرې مفکورې، د موسیقارانو هنري ټولنې او دغه شان ځینو نورو فعالانو د ملګرو ملتونو ادارې یونیسکو ته په ګډه یو خط لیکلی ؤ چې رباب دې د پښتنو د زړې موسیقۍ د آلې او ۳۱مه مې دې د رباب د نړیوالې ورځې په توګه ومنل شي

د ملګرو ملتونو ذیلي ادارې یونیسکو رباب د قامي تهذیبي شتمنۍ په توګه خپل نړیوال فهرست کې شامل کړی دی.

څیړونکي وایي رباب د پښتنې سیمې د دوو زرو کالو نه د زوړ ګندهارا تهذیب کې واضحه ښکاري اؤ دا لمړی ځل دی چې د ټولو پښتنو د موسیقۍ دا اله د یونیسکو فهرست کې ځاي شوې ده.

د لطیفو فنونو سره تعلق لرونکي وایي د روان کال په ۳۱مه مې د ملاکنډ پوهنتون زده کونکي موسا خان هاسټل ته ځان سره رباب وړی و خو د پوهنتون په چارواکو دا خبره بده لګېدلې وه اؤ موسا خان یې د شپې هاسټل نه شړلی ؤ.

په دغه شپه چې کله موسا خان په موټر سایکل د هاسټل نه روان ؤ نو لاره کې یې د پریشانۍ په حالت کې د ټریفک په یوه پېښه کې ژوند بایللی.

د جون میاشت کې بیا پېښور کې فعالیت کوونکې څېړنیزې علمي ادبي اؤ کلتوري ادرې مفکورې، د موسیقارانو هنري ټولنې او دغه شان ځینو نورو فعالانو د ملګرو ملتونو ادارې یونیسکو ته په ګډه یو خط لیکلی ؤ چې رباب دې د پښتنو د زړې موسیقۍ د آلې او ۳۱مه مې دې د رباب د نړیوالې ورځې په توګه ومنل شي.

د څیړنیزې ادارې مفکورې مشر ښاغلی حیات روغانی ډیوه ته وایي چې د دوي د غوښتنې په اساس یونیسکو منلې ده چې رباب د افغانستان او د ګاونډو هیوادونو ګډه کلتوري شته مني ده.

هغه وایي" مخکې قدم به دا وي چې ورځ وټاکلی شي. او زمونږ به پوره هڅه دا وي چې یو ۳۱مه مې باید د رباب ورځ وټاکلی شي"

ښاغلی روغانی وایي که داسې وشي نو دا به د موسا خان روح ته هم یو سلام وي او په دې خاوره چې کوم خلک د ښکلو هنرونو مخه نیسي دا به هغوي د پاره هم یو ځواب وي.

روغانی زیاتوي د تیرو ۴۵ؤ کلونو راهسې په منظمه توګه پښتون نړۍ ته د انتها خوښي په توګه ښودل کیږي اؤ هم ددې مقصد ترلاسه کولو د پاره پښتنه سیمه کې د موسیقۍ آلات وسوځولی شول.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

پوهان وایي رباب د پښتنې سیمې نه اوس نورو شا او خوا سیمو ته هم رسیدلی دی .

د موسیقارانو د هنري ټولنې مشر ډاکټر راشد احمد خان چې پخپله هم یو وتلی سندر غاړی اؤ څېړونکی دی ، ډیوه ته وایي د ځېنو خلکو په اند رباب په پښتو موسیقۍ کې له افغانستان ورګډ شوی دی خو هغه وایي چې رباب په اصل کې هم د پښتونخوا نه رواج شوی دی.

د هغه په خبره "دغه ځایې کې دا غلطي شوې ده چې دا رباب انسټرومنټ دوي وایي چې دا د افغانستان دی خو ددغې په حواله زما یو پیپر هم په رباب باندې پبلش شوی دی. او رباب اصل کې د پښتونخوا سره تعلق لري"

نوموړی وایي "په دې کې د ټولو نه مونږ سره چې کوم قوي ثبوتونه دي نو هغه د ګندهارا آرټ اثار قدیمه ده. که ویدک دور نه راواخلې. د رباب نوم چې دی نو هاغه وخت کې چونکې وینا وو. بیا بعد کې دغه وینا چې دی مونږ ته ګندهارا آرټ کې ښکاري"

ډاکټر راشد وایي لکه څنګه چې د پښتو موسیقۍ کې نوي د نورو تهذیبونو آلات شامل شوي دي دغه شان رباب د ښکلي اواز په وجه اوس هندي، فارسي، ازبکي تاجکي او د نورو ژبو موسیقۍ کې هم په څه نا څه شکل داخل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د ادارې یونیسکو د رپوټونو تر مخه دوي د ۲۰۰۸م نه تر دې وخته د نړۍ د یو۱۵۰ هیوادونو ۷۸۸ زړې تهذیبي دستورې، د موسیقۍ آلات، ګډاګانې جامې پیزار، ځانګړي خوراکونه او دغه شان نور شیان د قامونو د تهذیبي شتمنیو فهرست کې شامل کړي دي.

په دې فهرست کې د پښتنو ځینو سیمو کې نمانځل کیدونکی د نوي کال دستوره نوروز هم شامل ده.

پوهان وایي دغه فهرست کې د رباب په شامیلیدو دا د ټولو پښتنو د یونیسکو فهرست کې ړومبۍ شتمني ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG