نن د جنورۍ 24مه د تعلیم د نړیوالې ورځې په توګه په داسې حال کې نمانځل کیږي چې د پاکستان د حکومتي چارواکو تر مخې 22.8 میلیونه ماشومان پاکستان کې د سکولونو نه بهر دي. خو څیړونکي دا شمېره د 25 میلینو نه زیاته ښایي، چې پکې 4.7 ميلينه ماشومان د خېبر پښتونخوا هم شامل دي.
تعليم پوهان وايي، کومو ماشومانو ته چې د تعلیم اسانتیاوې تر لاسه دي په هغو کې د اکثرو زده کړې معياري نه دي.
د تعلیمي څانګې څیړونکی عمر اورکزی وايي، "د قبایلي ضلعو لس لکه ماشومان د سکولونو نه بهر دي. او بیا قبایلي ضلعو کې دا لس لکه ماشومانو کې 75 فيصده جينکۍ دي".
د نوموړي په خبره، "داسې څه 27 لکه ماشومان په خېبر پښتونخوا کې دي. په دې کې د نیم نه زیاتې جینکۍ دي چې د سکولونو نه بهر دي".
اورکزي وويل، دا وخت پاکستان کې 55 میلینه ماشومان سکولونو کې زده کړې ترلاسه کوي خو د ده په وينا، يواځې لس میلینو ماشومانو ته شخصي سکولونو یا د ښاریو سرکاري سکولونو کې معیاري تعلیم ورکړی کیږي. باقي پاتې ټول د کلیوالو سیمو ماشومان د معیاري تعلیم نه محرومه دي.
د حکومتي شمېرو تر مخه دا وخت پښتونخوا کې څه د پاسه دیرش زره سکولونه دي.
پوهان وایي د نړیوال معیار ترمخه، یو استاذ د څلویښتو شاګردانو په حساب به سکولونو کې د موجوده زده کونکو ماشومانو د پاره نور نوي څوارلس زره سکولونه جوړول وي. خو حکومتي چارواکي وایي ددوي وسایل محدود دي
د تعلیم صوبایي وزیر فېصل خان ترکی وايي، "تاسو به خوشاله یۍ په دې خبره چې په 47لکه کې، مونږه د داخلو کمپېن او نورو پروګرامونو د لارې 13 لکه سکولونو ته راوستل".
هغه وويل، دوی په دغه برخه کې په دوامداره توګه کار کوي، خو مني چې پوره وسايل هم نه لري.
فېصل خان زياته کړه، خېبر پښتونخوا کې ترهګرۍ تعلیمي څانګې ته زیات زیان رسولی دی. په خصوصي توګه ضم شوو ضلعو کې ترهګرو د جینکو سکولونه په بمونو الوځولي دي.
د نوموړي په خبره، د محدودو وسایلو باجود دوی هر کال د سکول نه د بهر ماشومانو سکول ته د راوستو د پاره خصوصي پروګرمونه اعلانوي.
پوهان وایي ماشوم باندې د مزدورۍ کولو په ځای ده ته د تعلیم دروازې پرانستل د ده مستقبل خوندي کول دي.
د پاکستان د آیين 25مې الف مادې تر مخې ریاست د پينځو نه تر شپاړسو کالو عمر لرونکي هر ماشوم ته د ویړیا، لازمي او معیاري تعلیم ورکولو زمه وار دی.
Forum