لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو حکومت په مشروط ډول افغانو نجونو ته په پاکستان کې د تعلیم اجازه ورکړه

فایل - د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په ۱۳مه افغان ښځینه زده کوونکې د کابل پوهنتون ته د داخله امتحان لپاره په کتار کې ولاړې دي.

رپوټونه وایي په افغانستان کې د طالبانو چارواکي پر دې خبره متفق شوي چې افغانو ښځینه زده کوونکو ته په پاکستان کې په دې شرط د اعلی تعلیم لپاره اجازه ورکړي، چې د دوی نارینه خپلوانو یا سرپرستانو ته به هم ورسره ویزې ورکول کېږي.

دا خبره هغو پاکستاني چارواکو کړې ده چې د طالبانو له حکومت سره په تر سره شوي لوظنامه خبر دي، خو د طالبانو حکومت سمدستي د پاکستان د دغو دعوو په اړه لا څه تبصره نه ده کړې چې ګواکې افغانو نجونو ته یې په ګاونډي هیواد کې د لوړو زدکړې اجازه ورکړې ده.

دا خبره په داسې وخت شوې چې سلګونو افغان زده کوونکو د شنبې- خالي په ورځ د پاکستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې د ګرېجوېټ، ماسټرۍ او ډاکټرۍ (پي ایچ ډي) پروګرامونو کې د شاملېدو لپاره داخله امتحانونه ورکړي دي.

چارواکو ویلي په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د خپلو امتحانونو لپاره د پېښور او کوټې په ښارونو کې ټاکل شویو مرکزونو ته ورغلي وو او په افغانستان کې دننه زده کوونکي به په راتلونکو څو ورځو کې په آنلاین امتحان کې برخه واخلي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د دغو امتحانونو په پیل کې اعلان وکړ چې تقریباً 21,000 افغان زده کوونکو د راتلونکي دوبي د تعلیمي سېشنونو لپاره خپل درخواستونه جمع کړي دي. وایي په دغو کې تر 5,000 زیاتې ښځې هم شاملې دي.

د صادق خان دفتر د شنبې- خالي په ورځ وویل، چې د داخله امتحانونو په ټاکل شویو مرکزونو کې افغان زده کوونکو په "زیات شمېر ګډون" وکړ، خو د هغوی کره شمېر یې نه دی ورکړی.

صادق خان پر خپل ایکس لیکليو "په پېښور او کوټه کې د علامه اقبال سکالرشپ- چې بشپړ سرکاري دی- په امتحاني مرکزونو کې د افغان زده کوونکو ګډون ډېر زیات وو او دا په پاکستان کې د لوړو زدکړو لپاره د دوی دلچسپي ښکاره کوي".

د پاکستان د لوړو زدکړو کمیشن ایچ اي سي د 2,000 افغان زده کوونکو د انتخاب لپاره د داخلې امتحانونه اخلي، چې په هغوی کې د انتخاب شویو زده کوونکو په درو کې یوه برخه یې ښځینه دي.

په اسلام آباد کې یو سرکاري چارواکي له رسنیو سره د موضوع په اړه په عامه توګه د خبرو لپاره د اجازې نه لرلو له امله خپل نوم ښکاره نه کړ، خو ویې ویل، پاکستان ښځینه زده کوونکو ته د اعلی تعلیم لپاره د اجازې ورکولو په خاطر د طالبانو د حکومت "ډېره مننه" وکړه:

"[د طالبانو حکومت] بریاليو ښځینه زده کوونکو ته په دې شرط د تعلیم د دوام لپاره پر اجازه ورکولو متفق شو، چې د دوی محرمو [سرپرستانو] ته له دوی سره د ملګرتیا لپاره ویزې ورکړل شي".

پاکستاني چارواکي وویل د هغوی سرپرستانو ته به ویزې ورکړل شي "چې له خپلو ښځینه زده کوونکو سره ملګري شي او "له افغان [د طالبانو د حکومت له] قانون سره سم" د پاکستان په اعلی تعلیمي ادارو کې زدکړې وکړي.

پاکستان د جنګ ځپلي، غربت ځپلي او قدرتي آفتونو ځپلي ګاونډي افغانستان زرګونو زده کوونکو ته د داسې سکالرشیپونو وړاندیز کړی چې په بشپړه توګه به یې لګښت د اسلام اباد حکومت ورکوي.

د ښځینه افغان زده کوونکو لپاره دا پروګرام هغه وخت ودرول شو چې په 2021م کې سخت دریځي طالبان په دویم ځل پر افغانستان واکمن شول او په هیواد کې یې لومړی تر شپږم ټولګي پورته او وروسته په پوهنتونونو د نجونو تعلیم بند کړ، ورپسې یې له کورني سرپرست پرته د افغان مېرمنې پر سفر هم بندیز ولګاوه.

د ایچ اي سي پر خپله ویبپاڼه واييو د سکالرشپ دا پروګرام د دې لپاره ډیزاین شوی چې افغان زده کوونکو ته د طب، انجینېرۍ، کرنې، مېنېجمنټ او کمپیوټر ساینس په ګډون په مختلفو برخو کې د لوړ معیار تعلیم ورکړي او له دې لاره له افغانستان سره اړیکې پیاوړې کړي.

د پاکستان او د طالبانو د حکومت تر منځ کړکېچ په وروستیو کې د هغو تورونو له امله زیات شوی چې د اسلام اباد تور لګوي پاکستان ضد وسلوالې ډلې له پولې هاخوا د ترهګرو بریدونو لپاره د افغانستان خاوره کاروي، خو طالبان یې دعوې ردوي او وایي خاوره به یې د هیڅ ګاونډي خلاف ونه کارول شي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG