لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پېښور کې عدالت هغه تن ته د عمر قېد سزا واوروله چې د مذهب په سپکاوي تورن کس د قتل په لړ کې نیول شوی و


مجرم د کال 2020م د جولايۍ په مياشت کې 57 کلن طاهر احمد نسیم باندې د پېښور یو عدالت کې د جج مخامخ په تماچې ډزې کړې او هغه هم عدالت کې دننه ساه ورکړې وه
مجرم د کال 2020م د جولايۍ په مياشت کې 57 کلن طاهر احمد نسیم باندې د پېښور یو عدالت کې د جج مخامخ په تماچې ډزې کړې او هغه هم عدالت کې دننه ساه ورکړې وه

د پېښور عدالت هغه تن ته د عمر بند سزا اورولې چا چې په عدالت کې د جج مخامخ د مذهب په سپکاوي تورن تن په ډزو وژلی وو.

د پېښور د ترهګرۍ ضد عدالت خالد فېصل خان ته ټول عمري قېد او د یو میلین روپو جرمانې سزا اورولې ده.

مجرم د کال 2020م د جولايۍ په مياشت کې 57 کلن طاهر احمد نسیم باندې د پېښور یو عدالت کې د جج مخامخ په تماچې ډزې کړې او هغه هم عدالت کې دننه ساه ورکړې وه. په دغه تن د مذهب د سپکاوي تور وو، هغه له دغې دوه کاله وړاندې پولیسو نیولی وو او په دغه ورځ د هغه عدالت کې پېشي وه.

قانون پوهان وایي عدالت قاتل ثابت شوي تن ته د تیزندۍ سزا ورکوي. خو خالد فیصل د جرم په وخت نابالغه اولس کلن وو. نو ځکه امکان لري چې عدالت ده سره نرمي کړې وي. دوي وایي د مذهب د سپکاوي قانون کې اکثره وختونو کې پولیس د مقدمې جوړولو کې غلطي وکړي.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

قانون پوه طارق افغان اېډوکېټ وايي، "نو په دې کې کوم دا اخلاقي يا مورل پوليسنګ چې دی. دا ختمول غواړي، لکه مورل نه زما اخلاقي پولیسنګ نه مطلب دادی، چې د پولیس کار دادی، چې جرم کیږي، ته به ځې سړی به نیسې، تفتيش به کوې، دلته ستا کار ختم شو، دا به بیا ته عدالت ته پېش کوې، او دا د عدالت کار دی، د وکیل کار دی، د پراسیکیوشن کار دی. چې هغوی د ده سره څه کوي، نو پولیس دلته پارټي شي، پولیس نه هم غازي جوړ شي".

طارق افغان وایي اوس خالد فیصل خان ته هایکورټ کې د اې ټي سي فیصلې خلاف د اپیل کولو حق حاصل دی. د قانون پوهانو تر مخه ځینو وختونو کې د مذهب د سپکاوي قانون په غلطه طریقه د خپلو ذاتي دښمنو دپاره استعمالیږي.

قانون پوه نور عالم اېډوکېټ وايي، "په طریقه کار کې، پروسیجر کې چې دی، تبدیلي راوستل پکار دي، چې مجرم چې دی چې جرم چا کړی دی، هغه د سزا نه بچ نشي، او بې ګناه ته سزا میلاو نشي، په دې مونږ ته هغه پکار دی، او په دې کې زمونږه چې څومره د اسلام سکالرز دي هغوي ته پکار دی چې خپل کردار ادا کړي".

د بشري حقونو د څار نړیواله اداره هیومن رایټس واچ خپل یو رپورټ کې پاکستان کې د 1990 نه تر مارچ 2024م پورې 65 کسان د مذهب د سپکاوي په تور وژل شوي ښایي.

د پاکستان د بشري حقونو تنظیمونه وایي د 1987م نه تر دې وخته د 2100 نه زیات کسان د مذهب په سپکاوي تورن کړل شوي، چې پکې عدالتونو 40 ته د تیزتدۍ سزا هم اورولې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG