لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان طالبان وايي په پکتیکا ولایت کې د پاکستان بریدونه به "عواقب" ولري


د پاکستان امنیتي چارواکو خبریالانو ته د شناخت د نه څرګندولو په شرط ویلي پاکستاني ځواکونو په برمل کې د ترهګرو په ضد هوایي بریدونه کړي دي چې پکې د ټي ټي پې وسله وال، اهم کمانډران او تربيتي مرکزونه په نخښه شوي دي
د پاکستان امنیتي چارواکو خبریالانو ته د شناخت د نه څرګندولو په شرط ویلي پاکستاني ځواکونو په برمل کې د ترهګرو په ضد هوایي بریدونه کړي دي چې پکې د ټي ټي پې وسله وال، اهم کمانډران او تربيتي مرکزونه په نخښه شوي دي

د افغانستان واکمنو طالبانو د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په کابل کې د پاکستان نګران سفیر خارجه وزرات ته رابلل شوی و او د افغانستان د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په سیمه کې "ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستان پوځي الوتکو د بمبارد له امله ورته د خپل شدید احتجاج‌ لیک" ورکړی شو.

د طالبانو د خارجه وزارت ترجمان حافظ ضیا احمد په اېکس یو بیان کې "وویل پاکستاني لوري ته په ډاگه شوه چې د افغانستان د ملي حریم ساتنه د افغانستان اسلامي امارت ته سره کرښه ده او دغه ډول بې‌ مسؤولیته کړنې حتما عواقب لري."

د دې نه مخکې د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد ویلي وو تېره شپه پاکستان د افغانستان د پکتيکا ولایت د برمل ولسوالۍ په څلورو ځايونو بمباري کړې چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې 46 کسان وژل شوي دي.

د پاکستان خارجه وزارت او یا پوځ په رسمي ډول په افغانستان کې دننه د حملو په اړه څه نه دي ویلي خو د پاکستان امنیتي چارواکو خبریالانو ته د شناخت د نه څرګندولو په شرط ویلي پاکستاني ځواکونو په برمل کې د ترهګرو په ضد هوایي بریدونه کړي دي چې پکې د ټي ټي پې وسله وال، اهم کمانډران او تربيتي مرکزونه په نخښه شوي دي.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو او سياستوالو او پاکستان کې پښتنو سیاستدانانو دغو بريدونو ته غبرګون او تېری ویلي دي.

برید ته د طالبانو غبرګون

د اې اېف پي د خبر ترمخه، په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د دفاع وزارت پاکستاني بريدونه "وحشي او ښکاره اشغال يا تېری" بللي دي.

دوی ويلي، "حکومت به یې دغه بريدونه به بې ځوابه پرې نه ږدي"، او زياته کړې یې د خپلې خاورې حاکميت او دفاع خپل حق ګڼي.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

له دې وړاندې د مارچ په میاشت کې هم طالبانو ویلي، پولې ته نزدې افغانستان کې دننه د پاکستان په هوايي برید کې اته ملکي وګړي وژل شوي وو. هغه وخت پاکستان ویلي وو، وسله وال یې په نخښه کړي وو.

د برمل يو تن مليل اې اېف پي ته ویلي، "د تېرې شپې هوايي بريد کې د يوې کورنۍ 18 تنه وژل شوي دي. بمبارۍ کې دوه، درې کورونه په نخښه شوي، د يوې کورنۍ ټول 18 غړي وژل شوي".

هغه ویلي، برید کې په يو بل کور کې درې کسان وژل شوي او څو ژوبل شوي او هغوی نزدې روغتون ته وړل شوي دي.

بريدونو ته افغانستان او پاکستان کې د پښتنو ملت پالو غبرګون

په افغانستان کې واکمنو طالبانو او افغان سیاستوالو دغه بريدونه غندلي دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او پخواني مرستیال ولسمشر امرالله صالح د بريدونو غندنه کړي او دا یې د افغانستان په خاوره تېری بللی دی.

حامد کرزي ويلي، "دا ښکاره تېری دی او د افغانستان د خپلواکۍ سرغړونه ده". هغه زياته کړې، د دواړو هيوادونو ترمنځ تاوتريخوالی د پاکستان د غلطو پاليسو نتيجه ده، کومو چې په سیمه کې توندروۍ ته وده ورکړې او افغانستان یې کمزوری کړی دی.

په جنېوا کې د افغانستان د مشن مشر نصير احمد اندېشه ويلي، "پاکستان د طاقت د سفارتکارۍ څخه کار اخلي، يو اړخ ته یې کابل ته خپل ځانګړی استاز لېږلی او بل اړخ ته یې په افغانستان کې بمباري هم کړې ده".

دغه ډول خبره د پاکستان ياد خبريال حامد مير هم په اېکس پوسټ کې کړې ده. هغه ويلي،

"د خارجه پاليسۍ نوی انداز، په کومه ورځ چې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په کابل کې د افغان چارواکو سره وليدل، سولې او ثبات ته یې د ودې ورکولو خبره کړې، په دغه شپه په افغانستان کې هوايي بريد هم شوی دی".

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي ویاند احسان الله خان وايي، دوی د پاکستان لخوا افغانستان کې د بريدونو خبرونه ليدلي دي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې هغه وویل، "ترهګري د ګردې نړۍ او زمونږ د دې سيمې غټه ستونزه ده، افغانستان او پښتونخوا کې ترې پښتانه ډېر اغېزمن شوي دي، خو د ترهګرۍ ضد مبارزه د دوو ملکونو په خوښه پکار ده، د بل ملک د خپلواکۍ خیال ساتل او خپله خپلواکي ساتل بنيادي حق دی".

د تېرې شپې بريدونو په اړه یې وويل، "په داسې ډول ګامونو اخستو کې بايد دوه حکومتونه او ادارې يو سره په تماس کې وي او بیا قدم واخلي، طالبان رژيم به هم دا خبره خلکو ته مخې ته ږدي چې ترهګري د هغه خاورې نه نورو منتطقو ته منتقل شي او پاکستان به خپله کورنی امنيت خپله زمه واري مني".

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي جنرل سيکرټري عبدالرحيم زيارتوال وايي، ګوند یې پرله پسې ویلي، چې افغانستان او پاکستان شخړې او جنجالونه، ستونزې لري، حل لارې د ګاونډيانو په مینځ کې ناسته ده.

هغه وويل، "بايد دواړه کښېني او د مذاکراتو د لارې ستونزې حل کړي، تېري ته، بمبار ته او لاسوهنې ته باید ضرورت پېښ نه شي، دا روان صورتحال د يو په ګټه هم نه دی، نور به ترې ګټه اخلي".

د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ ويلي، "په افغانستان کې د پاکستان هوايي بريدونو د دې سيکيورټي سټېټ د لسيزو راهسې ښکاره ناکامه پاليسی ده. او دا ترهګرۍ ضد کره مبارزه نه ده بلکې په زوره د افغانستان د خپلواکۍ يا خودمختارۍ لاندې ښکاره کول دي".

کابل کې د پاکستان پلاوی

افغانستان کې د پاکستان لخوا هوايي بریدونه په داسې وخت کې شوي، چې هم پرون په 24م دسمبر د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان د طالبانو د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين حقاني سره لیدلي، او دواړو خواو په ستونزو خبرې کړې وې.

مارچ کې شوی برید

د روان کال مارچ په میاشت کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو، "افغانستان کې دننه یې د استخباراتو په بنياد د ترهګرۍ ضد عمليات کړي، هدف یې د حافظ ‏ګل بهادر ډلې ترهګر وو، څوک چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره په ګډه پاکستان کې د ترهګرۍ په ګڼو بريدونو کې ککړ دي".‏

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ ويلي وو،"د 2024م د 18مارچ عمليات د ‏افغانستان د خلکو، ادارو يا د افغانستان د پوځ پرضد نه وو. مونږ د افغانستان سیمه ييزه حاکميت ته احترام لرو او د پاکستان او افغانستان د اړیکو ‏خرابوونکو ترهګرو ډلو د مخنيوي دپاره د ګډې مبارزې په لټه کې يو".‏

د پاکستاني بمبارۍ په اړه افغانسان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په ‏‎18‎م مارچ ویلي وو، "تېره شپه شاوخوا درې بجې پاکستاني الوتکو د ‏پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ په لمنه سيمه او د خوست د سپيري ولسوالۍ په افغان دوبۍ سيمه کې د عامو وګړو په کورونو بمبار کړی، پکتيکا کې ‏شپږ تنه (درې ښځې درې ماشومان) او خوست کې دوه ښځې وژل شوي دي".‏

هغه ويلي، طالبان "ياد بريدونه په کلکو ټکو غندي او دغه غېر سنجيده اقدام د افغانستان په حريم تجاوز او تیری بولي".‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG