اسلام آباد کې د افغانستان کډوالې فعالانې وایي، پاکستان یې په جبر وباسي، خو دوی ته وطن کې خطره ده

په اسلام ‌اباد کې افغانې فعالانې وايي چې د پولیسو هره ورځنۍ چاپې د دوی ژوند لا سخت کړی دی. دوی زياتوي چې د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره پاکستان ته راغلې وې، خو دلته هم ځانونه خوندي نه ګڼي.

فاطمه رضايي، چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو فعاله وه، د طالبانو د واک ورستو ژوند ته يي خطر لکبله پاکستان ته کډواله شوې خو ځان اوس هم خوندي نه ګڼي. هغه وایي، افغانستان ته بيرته تګ کې ورته خطره ده.

فاطمه رضایي وي او اې ډېوه ته وویل: "که پاکستان د افغان وګړو ایستل همداسې دوامداره وساتي، نو هغه افغان فعالین او نور کسان چې د خپل ځان د خوندیتوب لپاره دې هېواد ته راغلي وو، پاکستان هغوی د مرګ له خطر سره مخ کړي دي."

د فاطمه رضايي په شان دا ټولې ښځې په افغانستان د طالبانو واک ورستو پاکستان ته کډوالې شوې وې، خو وايي په پاکستان کې یې ژوند د پولیسو د وېرې له امله یوازې په کورونو کې محدود شوی دی، ځکه چې نه شي کولی د کور نه بهر ووځي.

په اسلام اباد کې مېشته یوه بله افغانه فعاله، سوژه نقشبندي هم وایي چې د دوی ژوند له هره اړخه سخت دی. هغې وي او اې ډېوه سره خبرو کې وویل: "په ويزو کې هم تجديد نه کيږي (موده یې نه غځول کیږي) نو زموږ ستونزې په سيوا کيدو دي. دا نن سبا چې موږ سره کوم چلند کيږي دا ټيک ندي، ناڅاپه چاپې اچول کېږي او خلک له خپلو ځایونو نه ایستل کېږي."

د وي او اې ډېوه واټساپ

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د ۲۶م نومبر د احتجاج وروسته ویلي وو، د ۳۱م دسمبر وروسته به د اسلام اباد حدودو کې افغان وګړي نه اوسي او که پاتې کيږي د مرستيال کميشنر نه به اجازت نامه اخلي.

ورستو له دې پاکستاني مطبوعاتو په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نيولو خبرونه مخې ته راغلي وو.

په اسلام اباد کې یوه بله مېشته افغانه فعاله فاطمه کريمي وايي، دوی د مجبوریته پاکستان ته راغلي دي. هغه زیاتوي: "اوس د پاکستان حکومت موږ مجبوره کوي چې بېرته افغانستان ته ستانه شو. د مهاجرینو ژوند په دې هېواد کې مخکې هم ښه نه و، خو اوس د پاکستان وروستیو پرېکړو زموږ حالت نور هم خراب کړی دی."

د اسلام آباد پولیس او انتظامیه په دې اړه د ډيوه لخوا تکرار شوو پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی. خو مخکې د اسلام آباد مرستيال کمشنر ویلي وو چې یوازې هغه افغان کډوال به ایستل کېږي چې قانوني اسناد نه لري.

په افغانستان کې واکمن طالبان وایي چې دوی د ښځو حقونو ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ګوري او د دې لپاره هڅه کوي چې د ښځو لپاره د کار او تعلیمي چاپېریال برابر کړي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو دروازې بندې دي، په پاکستان کې افغان ښځې هڅه کوي چې نړیوالو ادارو ته خپل پیغام ورسوي، چې افغان نجونې د تعلیم حق لري او دا حق باید دوی ته ورکړل شي.