څه موده وړاندې چې د هند او د افغان طالبانو د مشرتابه ترمنځ په وړومبي ځل د جګپوړي سفارتکارۍ په کچه ناسته وشوه، د څېړونکو په نظر، دا په افغانستان کې د نوې ډیلي لخوا د خپل اثر رسوخ پراخه کولو یو لوی ګام و.
څېړونکي وایي چې د طالبانو سره د هند د زیاتېدونکو تعلقاتو وجه هغه سټراټېجیک رجحانات دي چې ډیلي یې په افغانستان کې لري او د خپل امن دپاره یې اهم ګڼي. د دوی په نظر، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کشیدګیو په زیاتېدو سره به د هند او طالبانو اړیکې هم نورې مضبوطې شي.
تېره هفته چې په دوبی کې د هند د خارجه وزیر وېکرم مېسري او د طالبانو نګران خارجه وزیر امیر خان متقي ترمنځ ملاقات وشو، په هغه کې هند دې ته راضي شو چې "په نږدې آینده کې" د افغانستان په ترقیاتي منصوبو کې برخه واخلي او د صحت او د کډوالو د بحاله کولو په چارو کې افغانستان سره مرستې وکړي. دواړو اړخونو د تجارتي تعلقاتو په پیاوړي کولو هم خبرې وکړې.
د افغانستان خارجه وزارت په یو بیان کې، هند یو "اهم سیمه ییز او اقتصادي شریک" وبللو او ویې ویل چې، "مونږ د هند سره د سیاسي او اقتصادي تعلقاتو پیاوړي کول غواړو."
له هغه وخته چې طالبانو په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان قبضه ولګوله، د هند خارجه وزیر سره د دوی دا ملاقات، یو لوی بدلون څرګندوي، ځکه د ۲۰۲۱ نه وړاندې هند د افغانستان سره شل کاله پیاوړې اړیکې درلودې او کوشش یې کړی و چې تعلقات لا پسې مضبوطه کړي، خو د طالبانو راتګ سره یې دا هڅې د لویې سفارتکاري ماتې سره مخامخې شوې.
د امریکا په وېلسن تحقیقاتي مرکز کې د جنوبي اېشیا د انسټېټیوټ مشر مایکل کوګېلمن، وي او اې ته د اېمیل د لارې پخپلو تبصرو کې لیکلي: "د نوې ډیلي تګلاره یوه عملي تګلاره ده، په دې نظر ولاړه ده چې د طالبانو علیحده ساتل به په افغانستان کې د هغو (د هند) اهداف حاصلول لا زیات سخت کړي."
د طالبانو بیا واک ته رسېدل، په هند کې دا وېره پیدا کړې وه چې افغانستان به یو ځل بیا د هغو پاکستاني تندلارو پټنځای جوړ شي کوم چې د هند ولقې لاندې کشمیر کې یې تېرو دېرشو کلونو کې د یاغیانو ترڅنګ د جنګ محاذ کې یوځای جګړه کړې ده.
مګر څېړونکي دا خبره راپورته کوي چې طالب مشرانو د داسې څه نه کولو سره چې د هند د امنیتي مفاداتو ضد وي، په نوې ډیلي کې اعتمادسازي کړې ده.
په آبزرور ریسرچ فاونډېشن کې سېنیئر څېړونکی سوشانت سارین وایي: "هغو (طالبانو) خپلې دا وعدې ډېرې کلکې ساتلي دي چې پخپله خاوره به د هند ضد ترهګرو فعالیتونو ته اجازت نه ورکوي. نو د تعامل کچه په مسلسله توګه پراخه شوې ده."
سوشانت سارین په دې باور دی چې، "افغانستان په دې سیمه کې د عدم استحکام د مرکز په حیث کتلی کیږي او هلته کې موجودیت، د هند د مفاداتو دپاره ډېر اهم دی."
د طالبانو سره د هند تعلقات هغه وخت په تودېدو شول چې په ۲۰۲۲ کال کې هند د افغانستان سره په بشري مد کې د خوراکونو او دوایانو مرسته وکړه. په هماغه کال کې، هند په کابل کې خپل سفارت هم د یوې وړوکې "ټکنیکل ډلې" په لېږلو سره بېرته پرانیست.
اوس د پاکستان په دې دعوې چې ګني افغان طالبان د پاکستاني طالبانو یا ټي پي پي ملاتړ او مرسته کوي، او ټي ټي پي په پاکستان کې حملې ترسره کوي، چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ کشیدګۍ زیاتې شوي. په داسې یو حالت کې اټکل کیږي چې د هند او افغانستان ترمنځ به د اړیکو بهتره کېدلو کې تېزي راشي.
کوګېلمن وایي: "د طالبانو سره د پاکستان د جنجالي اړیکو په پام کې نیولو سره، طالبانو ته د هند نږدې کېدل په یقین آسانه دي. او د هند او پاکستان دښمنۍ ته پام ساتلو سره، نوې ډیلي ممکن دا یو ښه فرصت وګڼي چې د طالبانو او پاکستان د کشیدګیو نه مفاد واخلي."
تېره هفته د وېکرم مېسري او امیر خان متقي ترمنځ ملاقات کې، هند ټینګار وکړ چې آماده دی "د افغانانو فوري ترقیاتي ضرورتونو ته جواب ووایي".
وړاندې تر دې چې په ۲۰۲۱ کال کې طالبان بیا واکمن شي، هند د سیمې په کچه افغانستان ته تر ټولو زیاته ترقیاتي مرسته ورکوله، او د سکولونو، سړکونو، ډېمونو، او هسپتالونو د جوړولو په منصوبو کې یې قریب درې بلینه ډالره سرمایه کاري کړې وه.