د کورمې انتظامي چارواکي او ځايي خلک دغه پېښه تاييدوي او وايي، نن د زيارت، پنجشنبې په ورځ د ټل سيمې څخه د 100 ګاډو قافلې کورمې ته تلو پلان جوړ شوى وو، بګن کې په قافله ډزې شوي، د يو عسکر د وژل کېدو او څلورو ولسي وګړو ژوبلېدو خبر ورکړل شوی دی.
چارواکى وايي، د 35 ګاډو قافله د ټل څخه روانه شوې وه او چې څنګه 13 ګاډي بګن ته ورداخل شو، نو نامالومه وسله والو پرې ډزې وکړې، د ډزو په نتيجه کې د دوه ګاډو سوځېدو خبر ورکړل شوی دی.
د بګن مندوري صحت مرکز کې يو چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه ته وويل، په دې پېښه کې څلور ولسى وګړي ژوبل شوي، په ياد مرکز کې طبي مرستې ورکړى شوي دي.
چارواکى وايي په ژوبل تنانو کې يو کس حالات مرګونى وو، او څلور واړه پېښور ته منتقل کړل شوي دي، يو پوليس چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه ته وویل، په قافله شوو ډزو کې يو امنیتي عسکر وژل شوی او د نورو تفصيل ويلو یې ډډه وکړه.
د ډزو د پېښې وروسته په علاقه کې د هيلي کاپټر څخه د شيلنګ کېدو هم ویل شوي، خو چارواکو یې تراوسه پورې په رسمي ډول څه نه دي ويلي.
د کورمې انتظاميه چارواکي وايي دا درېمه قافله وه چې پاړاچنار ته روانه وه او دې نه وړاندې اولنۍ قافله د جنورى په اتمه او د 25 ګاډو دويم کاروان د جنورۍ په 13مه پاړاچنار ته رسېدلى وو.
چارواکي زياتوي د هنګو ټل سيمې نه کورمې ته نن د 100 ګاډو کاروان وخت په وخت برنۍ کورمې پاړاچنار او نورو سيمو ته داخلېدو پلان جوړ شوى وو.
کورمه کې د اکتوبر د میاشتې راهسې روانې ناامنۍ او فرقه ييزه نښتو وروسته د جنورۍ په وړومبۍ نېټه د شيعه او سني فريقېنو ترمنځ د حکومت په منځګړيتوب جرګه ترسره شوې جرګه کې دواړو فريقينو د امن په لوظنامه لاسيلکونه کړي وو.
په څلورمه جنورۍ کورمې ته د لومړۍ قافلې روانولو ويلي وو، خو په دغه ورځ بيا د کورمې په مرستیال کميشنر وسله وال بريد شوی، هغه او ساتونکي یې پکې ژوبل شوي وو.
په پينځمه جنورۍ کورمه کې 144 ماده لګول شوې او په مرستیال کمينشر او هغه سره ساتونکو باندې د څلورمې جنورۍ د بريد مقدمه د پينځو معلومو او 25 نه تر 30 پورې معلومو کسانو پرضد درج کړل شوې ده.
په 13مه جنورۍ د خېبرپښتونخوا حکومتي وياند بېرسټر سېف ويلي وو، د امن لوظنامې او اېپکس کمېټۍ د پرېکړې په رڼا کې په کورمه کې دوه مورچې يا بنکرې ورانې کړل شوي دي.
د کورمې ډپټي کميشنر اشفاق خان په 12مه جنورۍ ویلي وو، د امن د تړون له مخې به په بالش خېل او خار کلي کې موجودې ټولې مورچې ړنګولی کېدې، خو دغه کار بيا نه وو ترسره شوی.
هغه ویلي وو، چې په کوهاټ کې د امن د ترسره شوي تړون په اساس به د فرورۍ د میاشتې وړومبۍ نېټې پورې د کورمې ضلعې دننه ټولې مورچې راغورځولی او وسلې به راټولولی شي.
په کوزه کورمه کې په 21م نومبر د مندوري په علاقه کې د پاړاچنار نه پېښور ته تلونکو مسافرو په ګاډو وسله وال بريد شوی، د 45 پورې کسان پکې وژل شوي وو.
د يادې پېښې وروسته بيا په بګن او خواوشا سيمو کې د يرغل، کورونو او دوکانونو سوځولو ويل شوي وو.
د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې کې د روان کال اکتوبر د 12مې راهسې د شيعه او سنيانو ترمنځ نښتې شوې، د ټل، پاړاچنار لاره تړل شوې، او د بيا د 21م نومبر راهسې په بېلابيلو پېښو کې د 135 نه زيات کسان وژل شوي او 180 نور ژوبل شوي وو، له دغې وروسته چې د کورمې لاره تړل شوې، تراوسه پورې بنده پرته ده.
(په خبر کې ځینې معلومات د ډيوه خبريال فضل عزيز شريک کړي دي)