ږوب: د پاکستان پوځ د افغانستان څخه په پوله راوړېدونکو پينځو وسله والو وژلو دعوه کړې

د پاکستان پوځ پرون په 19مه جنورۍ مازيګر ناوخته ويلي، د افغانستان څخه د بلوچستان صوبې د ږوب ضلعې په سمبازه کې د تحريک طالبان پاکستان پينځو وسله والو ډلې د راوړېدو هڅه کوله، پوځ یې مخه نيولې، د وسله والو سره یې مقابله شوې او پينځه سره یې وژلي دي.

د پاکستان پوځ تحريک طالبان پاکستان د فتنه الخوارج په نوم يادوي.

پوځ ويلي، پاکستان پرله پسې په افغانستان کې عبوري حکومت ته وايي، چې خپل لوري ته د پولې د انتظام دپاره کلک ګامونه پورته کړي.

پوځ زياته کړې، د عبوري افغان حکومت څخه تمه لري چې خپلې زمه وارۍ پوره کړي، خوارجو ته د پاکستان ضد د افغانستان د خاورې کارېدو اجازت ور نه کړي.

د پاکستان پوځ او حکومت دعوه کوي، د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده، او د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کيږي، خو طالبانو د پاکستان دغه دعوې او تورونه تل رد کړي او ويلي یې دي پاکستان دې د خپلو ناکامو زمه واري په دوی نه ور اچوي.

د افغانستان په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا صوبې په قبایلي او جنوبي ضلعو کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي.

په اسلام اباد کې د څېړنې او مطالعاتو مرکز (سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکیورټي سټډيز، سي ار اېس اېس) ازادې ادارې ويلي، تېر کال خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ زياتې پېښې او وژنې کورمه، شمالي وزيرستان او خېبر کې شوي، او ډېره اسماعیل خان، بنو او لکي مروت ناامنۍ او ترهګرۍ ډېرې ځپلې دي.

په 16مه جنورۍ د پاکستان پوځ ويلي وو، د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبر ضلعې په تيرا علاقه کې یې د استخباراتو په بنياد هدفي عمليات کړي، 22 وسله وال یې وژلي دي.

پوځ ويلي وو، په وروستيو کې د خېبر ضلعې په تيرا سيمه کې د امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو ضد ګڼ شمېر ترهګر بريدونه شوي، ډېر کسان پکې وژل شوي وو.

پوځ دعوه کړې وه، "د 14م دسمبر څخه تراوسه پورې 22 خوارج وژل شوي او 18 ژوبل شوي دي".

د پاکستان د پوځ په وينا، د استخباراتو په بنياد به تر هغې عمليات دوام لري څو پورې چې وسله وال ختم کړل شوي او په سيمه کې امن په ځای شوی نه وي.

د پاکستان پوځ چې کومو سيمو کې عمليات کوي هلته جرنلسټان يا مطبوعات رسايي نه لري، ځکه د ازادو سرچينو څخه د عملياتو په اړه تاييد نه کيږي.

په 13مه جنورۍ د پاکستان پوځ ویلي وو، د پوځ مشر جنرل عاصم منير په پېښور کې د سياسي ګوندونو مشرانو سره ليدلي او ويلي يې وو، "د پولو دننه او بهر مو د ترهګرو ډلو عملياتي وړتياوې په کاميابۍ سره راکمې کړي دي. ځواکونو مو د ترهګرو مهم کمانډران وژلي دي".