پي ډي اېم اې: د کورمې متاثرينو دپاره هنګو ته امدادي سامانونه لېږل شوي

پي ډي اېم اې د کورمې د متاثرينو دپاره امدادي سامانونه لېږلي

خېبرپښتونخوا صوبه کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم اې) ويلي، د وزيراعلا په لارښوونه د کورمې ضلعې متاثرينو دپاره په 22 ټرکونو مشتمل امدادي سامانونه قافله هنګو ته روانه کړل شوې ده.

دوه ورځې وړاندې د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا جګړه ځپلې کورمې ضلعې په بيلابيلو سيمو کې د عملياتو د پرېکړې ويل شوي وو.

د کورمې انتظاميه يو چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه ته ويلي وو، د ترهګرو په ضد عمليات به د کوزې کورمې په بګن، اوچت، مندوري، چرخېل، چپري او نورو سيمو کې پېل کولى شي.

د کورمې مرستيال کمشنر له خوا د جمعې په ورځ خپره شوې يوه اعلاميه کې په هنګو او ټل کې د بې کوره شوو خلکو د پاره په څلورو ځايونو کې د کېمپونو جوړولو وړانديز شوى وو.

د اعلاميې د شمېرو ترمخه دغو سيمو نه په عارضي توګه 1879 کورنۍ او 17,625 نفر بې کوره کېداى شي .

همدا راز ويل شوي وو، د بګن نه 866 کورنۍ، 8,985 تنان، د چپري نه 547 کورنۍ او 2,494 نفر او د مندوري، اوچت او چرخېل سیمو نه 466 کورنۍ او 5,642 تنان بې کوره کېداى شي.

پي ډي اېم اې پرون په 19مه جنورۍ ويلي، په امدادي سامانونو کې 500 خېمې، 1000 فومونه، کمبلې برسټنې، خوراکي لوخو سره نور ګڼ سامانونه شامل دي.

ويل شوي، د هنګو د مرستيال کمشنر په مشرۍ کې به د کورمې څخه بې کوره شوو کورنیو باندې امدادي سامانونه وېشلی شي.

پرون د سیمې نه ترلاسه شوو خبرونو کې ویل شوي، امنیتي ځواکونه د کوزې کورمې بګن سیمې ته ننوتي دي او د لټونې عملیات کوي.

د خېبر پښتونخوا حکومت ویاند بېرسټر سیف ويلی، پېښور کې ترسره شوې د اوچتې پاې غونډه کې پرېکړه شوې چې په کورمه کې به د شرخوښو عناصرو پر ضد بې توپیره او سخت عملیات کولی شي.

بلخوا، د کورمې په سیمه کې د ټل پاراچنار لویه لاره د 100 څخه ورځو راهسې د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې پرته ده، له امله یې خلک د اړتیا وړ توکو د نشتوالي له کبله د ستونزو سره مخ شوي دي.

سرچینې وایي چې په کوزه کورمه کې به په څلورو کلیو کې عملیات ترسره شي او امنیتي ځواکونو په څو مورچو کنټرول ترلاسه کړی دی.

د پولیسو په وینا، د امنیتي ځواکونو لویه برخه په کوزه کورمه کې شتون لري.

سرچینو ويلي، د کوزې کورمې اوسېدونکي د عملیاتو پر ضد احتجاج کوي او وایي چې یو اړخیز پوځي عملیات ورته د منلو وړ نه دي.

کورمه کې ناامني

کورمه کې د اکتوبر د میاشتې راهسې روانې ناامنۍ او فرقه ييزه نښتو وروسته د جنورۍ په وړومبۍ نېټه د شيعه او سني فريقېنو ترمنځ د حکومت په منځګړيتوب جرګه ترسره شوې جرګه کې دواړو فريقينو د امن په لوظنامه لاسيلکونه کړي وو.

په څلورمه جنورۍ کورمې ته د لومړۍ قافلې روانولو ويلي وو، خو په دغه ورځ بيا د کورمې په مرستیال کميشنر وسله وال بريد شوی، هغه او ساتونکي یې پکې ژوبل شوي وو.

په پينځمه جنورۍ کورمه کې 144 ماده لګول شوې او په مرستیال کمينشر او هغه سره ساتونکو باندې د څلورمې جنورۍ د بريد مقدمه د پينځو معلومو او 25 نه تر 30 پورې معلومو کسانو پرضد درج کړل شوې ده.

په 13مه جنورۍ د خېبرپښتونخوا حکومتي وياند بېرسټر سېف ويلي وو، د امن لوظنامې او اېپکس کمېټۍ د پرېکړې په رڼا کې په کورمه کې دوه مورچې يا بنکرې ورانې کړل شوي دي.

د کورمې ډپټي کميشنر اشفاق خان په 12مه جنورۍ ویلي وو، د امن د تړون له مخې به په بالش خېل او خار کلي کې موجودې ټولې مورچې ړنګولی کېدې، خو دغه کار بيا نه وو ترسره شوی.

هغه ویلي وو، چې په کوهاټ کې د امن د ترسره شوي تړون په اساس به د فرورۍ د میاشتې وړومبۍ نېټې پورې د کورمې ضلعې دننه ټولې مورچې راغورځولی او وسلې به راټولولی شي.

په کوزه کورمه کې په 21م نومبر د مندوري په علاقه کې د پاړاچنار نه پېښور ته تلونکو مسافرو په ګاډو وسله وال بريد شوی، د 45 پورې کسان پکې وژل شوي وو.

د يادې پېښې وروسته بيا په بګن او خواوشا سيمو کې د يرغل، کورونو او دوکانونو سوځولو ويل شوي وو.

د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې کې د روان کال اکتوبر د 12مې راهسې د شيعه او سنيانو ترمنځ نښتې شوې، د ټل، پاړاچنار لاره تړل شوې، او د بيا د 21م نومبر راهسې په بېلابيلو پېښو کې د 135 نه زيات کسان وژل شوي او 180 نور ژوبل شوي وو، له دغې وروسته چې د کورمې لاره تړل شوې، تراوسه پورې بنده پرته ده.