د نړۍ مشرانو ټرمپ ته د صدارتي عهدې د سوګند اخېستو په سر مبارکي ورکړه

د اېټلي وزیراعظمه جورجیا مېلوني او د ارجنټاین صدر خاویر میلي، د ډونالډ ټرمپ د سوګند اخېستو په دستوره کې د ګډون پر مهال

د ګل/دوشنبې په ورځ د نړۍ د مشرانو لخوا صدر ډانلډ ټرمپ ته د امریکا د ۴۷م صدر په حیث د سوګند پرځای کولو په خاطر د مبارکیو پیغامونه ورکړی شوي دي.

د دغو مشرانو په ډله کې یو هم د اوکراین صدر ولوډیمیر زېلنسکي دی چې ټرمپ ته یې مبارکي ورکړې ده.

زېلنسکي پخپل پیغام کې ویلي: "صدر ټرمپ همېش پرعزمه دی، او د قوت له دریځ څخه د امن راوستلو پالیسي چې هغه اعلان کړې ده، یو فرصت برابروي چې د امریکا مشرتابه پیاوړې کړي او اوږدمهاله او منصفانه سوله به قایمه کړي، کوم چې یو اهم ارحجیت دی."

د روس او اوکراین ترمنځ د جنګ دریېمه کلیزه د فبرورۍ په آخره کې رارسېدونکې ده.

ټرمپ وړاندې تر دې وعده کړې وه چې صدارت ته په رسېدو او یا حتی د سوګند اخېستو نه وړاندې به په یوه ورځ کې د روس-اوکراین جنګ ختم کړي. په دې وروستیو کې د ټرمپ سلاکارانو وویل چې د دې شخړې هواری به اوس څو میاشتې یا تر دې هم زیات وخت ونیسي.

ټرمپ د اوکراین سره د امریکا د پوځي امداد د جاري پاته کېدو په اړه خوشبینه نه ښکاري.

د اسرائیل وزیراعظم بنیامین نېتنیاهو هم صدر ټرمپ ته مبارکي ورکړې ده.

نېتنیاهو ویلي دي: "زه په دې باور یم چې یو ځل بیا همکاري به د امریکا-اسرائیل اتحاد تر دې هم لوړو کچو ته ورسوي."

د اسرائیل او حماس ترمنځ د اتوار/یکشنبې په ورځ، یعنې صرف یوه ورځ دمخه تر دې چې ټرمپ د صدارت سوګند پورته کړي، یوه ډزبندي پیل شوه.

نېتنیاهو ویلي دي: "زه تاسو (ټرمپ) سره کار کولو ته انتظار یم چې پاته یرغمل کسان راستانه کړو، د حماس پوځي صلاحیتونه تباه کړو، او په غزې باندې یې سیاسي حکمراني ختمه کړو او دا یقیني کړو چې غزه بیا هېڅکله اسرائیل ته یوه خطره جوړه نکړي."

د نېټو مشر یا سېکرېټري جنرل مارک روته او د یورپي کمېشن مشرې اورسولا فون ډېر لېن، او همدا راز د امریکا اتحادیانو، جرمني، اېټلي او برطانیې هم صدر بایډن ته مبارکیانې ورکړې دي.

د جرمني چانسلر یا وزیراعظم اولاف شولټز ویلي: "امریکا زمونږ تر ټولو نږدې اتحادي دی، او زمونږ د پالیسۍ مقصد همیش یوه غوره ټرانس-اټلنټیک شراکتداري ده."

د برطانیي وزیراعظم کیئر سټارمر د امریکا او برطانیې ترمنځ اوږدمهاله تعلقاتو ته اشاره کړې ده، او ویلي یې دي: "د پېړیو راهېسي، زمونږ دوو اولسونو ترمنځ ځانګړې همکاري، مرسته، او پایداره شراکتداري لرلې ده. د صدر ټرمپ دوامداره محبت او د برطانیې تاریخي اړیکو ته په کتلو، زه پوهېږم چې دغه ژوره ملګرتیا به جاري پاته وي."

او د اېټلي وزیراعظمې جورجیا مېلوني، چې په واشنګټن کې یې د صدر ټرمپ د سوګند اخېستو په دستوره کې هم ګډون کړی و، ویلي دي: "په یقین سره چې زمونږ د اولسونو ترمنځ ملګرتیا او هغه اقدار چې مونږ یې سره یوځای کړي یو، هغه به د امریکا او اېټلي ترمنځ همکاري نوره هم پیاوړې کړي."

خو ټول پیغامونه د مبارکیو نه دي. د پاناما صدر هوزه راول مولینو د ټرمپ د سوګند اخېستو د دستورې په تقریر کې هغه برخه یې رد کړې ده چې ټرمپ په کې یو ځل بیا د پاناما نهر د کنټرول اخېستو په اړه خپل خواهش څرګند کړی دی.

امریکا په ۱۹۹۹ کال کې د سټراټیجیکي اړخه د اهم پاناما نهر کنټرول، پاناما ته وسپارلو.