یو امریکایي چارواکي او د کډوالو د بحالۍ یو مرستندویه تنظیم د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې د صدر ټرمپ لخوا امریکا ته د پناه غوښتونکو د راتلو د پروګرام په ځنډېدلو سره، د هغو قریب شپاړس سوه و شپېتو (۱۶۶۰) افغان کډوالو راتګ هم دې هېواد ته ځنډېدلی کوم چې د امریکا حکومت یې کاغذات ټول تکمیل کړي و، او امریکا کې د آباده کېدو دپاره آماده کړی شوي و. په دې کې هغه یو شمېر افغانان هم شامل دي چې د کورنۍ غړي یې د امریکا برحاله پوځي غړي دي. د دې افغان کډوالو پروازونه لغوه کړی شوي او راتګ یې امریکا ته ځنډېدلی.
د امریکا د حکومت یو چارواکي په دې شرط چې نوم یې پټ وساتل شي، او همدا راز د افغان-اېوواک ائتلاف په نوم د امریکایي پخوانیو پوځیانو د ډلې مشر شان وان ډائیور ویلي چې امریکا ته په راروانو افغان کډوالو کې چې اوس یې پروازونه لغوه شوي، داسې ماشومان هم شامل و چې په امریکا کې د خپلو کورنیو سره یوځای کېدو ته په انتظار و، او داسې کسان هم په کې شته چې د امریکا د حمایت لاندې پخواني افغان حکومت دپاره جنګېدلي او اوس د طالبانو لخوا ورته د سر خطره موجوده ده.
د امریکا د نوې انتظامیې پرېکړه هغه په زرهاوو نور افغانان هم په نامعلومه صورتحال کې راګېر کړي چې په امریکا کې د پناه غوښتونکو په حیث یې راتګ قبول شوی دی، مګر تر اوسه د افغانستان او یا کوم ګاونډي ملک نه یې راتګ دپاره پروازونه نه و تایید شوي.
ټرمپ د ۲۰۲۴ کال انتخابي کمپېن پر مهال یوه غټه وعده کړې وه چې د کډوالو په برخه کې به اهم ګامونه اوچتوي، او دې سره یې د پناه غوښتونکو پروګرامونه له نامعلوم صورتحال سره مخ کړل.
وایټ هاوس او د امریکا خارجه وزارت چې د امریکا د پناه غوښتونکو پروګرامونه څاري، په فوري توګه په دې اړه پوښتنو ته څه جواب ندی ورکړی.
د افغان-اېوواک ډلې مشر شان وان ډائیور وایي: "افغانان او د هغو اېډوکېټان ډېر پرېشانه شوي دي. نن مې خپل فون څلور ځله بیا بیا چارج کړی، ځکه ډېر زیات کسان ما ته زنګونه وهي. مونږ هغو ته خبرداری ورکړ چې دغسې څه کېدونکي دي، خو هغو (د ټرمپ ډلې) بیا هم دا کار وکړ. مونږ هیله من یو چې دوی (انتظامیه) په دې کار له سره غور وکړي."
په کال ۲۰۲۱ کې د کابل نه د امریکایي ځواکونو د انخلا له وخته، تر اوسه د بایډن د انتظامیې لاندې قریب دوه لکه افغانان امریکا ته راولېږدول شول.
صدر ټرمپ د خپل صدارت په اوله ورځ، د سوګند د دستورې وروسته یو شمېر صدارتي احکامات لاسلیک کړل چې په هغو کې یو یې دا دی چې د لږ تر لږه څلورو میاشتو دپاره امریکا ته د پناه غوښتونکو کډوالو د راتګ پروګرامونه دې ځنډېدلي وي.