د نهې، سه شنبې په ورځ په شمال غربي ترکیې کې د سکينګ (د واورو د پاسه زغل) ریزورټ په یوه هوټل کې اور لګیدنې له امله لږ تر لږه 66 تنه ووژل شول او 51 نور کسان زخمیان شول . په ټیلي ويژن ښودل شوي فوٹیجز کې د اور وژنې عمله د 12 منزله ودانۍ کې د اور وژنې هڅې کوي.
د بولو صوبې ګورنز عبدالعزیز ایدین د ترکیې حکومتي ټیلي ويژن ټي آر ټي ته وویل چې اورلګیدلو پيښه د ځایی وخت سهار په 3:30 بجو د بولو په کارتالکیا سکي ریزورټ کې د هوټل په ریسټورانټ منزل شوې ده.
هغه وويل، په ګرانډ کارټل هوټل کې 234 ميلمانه موجود وو، او د هوټل بهرنۍ برخه د لرګو جوړه شوې ده.
د اور لګیدنې پيښه په دغه هېواد کې د سکولونو د دوو اونیو یا هفتو رخصتیو په پیل کې رامینځته شوې ده. او د نزدې ښارونو استنبول او انقرې نه د سکي لوبغاړي بولو غرونو ته ځي.
د کورنیو چارو وزیر علي یرلېکایا ویلي چې د مړو شمیره 66 ته رسېدلی دی، او 250 نه زیاتو د عملې کارکوونکو د اور وژنې دغه پیښه کې برخه اخیستې ده.
چارواکي وايي، پلټونکي په دې اړه پلټنې کوي چې د اور لګېدو لامل څه دی.