د امریکا یو فېډرل جج د زیارت/پنجشنبې په ورځ په موقت ډول د صدر ډونالډ ټرمپ هغه حکم وځنډولو کوم چې د زېږون مهال د شهریت حق په بیاتعریف کولو کې یې جاري کړی دی. د امریکا د څو ریاستونو لخوا د ټرمپ صدارتي حکم په عدالت کې چلېنج شوی او په اولنۍ اورېدنه کې یې، قاضي د صدارتي حکم په ځنډولو، هغه "ښکاره غیرآئیني" بللی دی.
د اریزونا، اېلینوی، اوریګن او واشنګټن ریاستونو لخوا د ټرمپ د دغه صدارتي حکم د موقتي ځنډېدلو غوښتنه وشوه چې دا یې اوله اورېدنه وه او په ټوله امریکا کې د جج دغه فیصله د عملي کېدو قابل ده.
په ټول امریکا کې د دې درخواست په شمول، د دوه ویشتو (۲۲) ریاستونو او د کډوالو د حقونو څو ډلو عدالتونو ته پنځه مقدمې وړاندې کړې دي. په دې درخواستونو کې د یو شمېر اټرني جنرلونو یا سرکاري وکیلانو ګواهیانې هم شاملې دي کوم چې پخپله یې د پیدایش پر وخت د امریکا شهریت ترلاسه کړی دی. همدا راز داسې ښځې هم په کې یادې شوي چې مېندوارې دي او وېره لري ماشومان به یې د امریکا شهریت حاصل نکړی شي.
د امریکې فډرل ډېسټرکټ جج، جان کافېنور، چې یو وخت د صدر رېګن لخوا مقرر شوی و، د درخواست د اورېدو پر مهال د انتظامیې له وکیلانو سختې پوښتنې وکړې او ویل یې چې د صدر لخوا دغه جاري شوی حکم "هوښ له سره وړي."
جج کافينور د عدلیي وزارت یو وکیل برېټ شومېټ ته وویل: "دا یو ښکاره غیرآئیني حکم دی." جج کافېنور زیاته کړه چې هغه د څلوېښتو کالو نه زیاته موده هلته کې جج پاته شوی او په دومره وخت کې یې هېڅ داسې په عدالت کې کوم چلېنج شوی اقدام ندی لیدلی چې دومره واضحه دې غیرآئیني وي.
شومېټ په ځواب کې وویل چې هغه په احترام، د جج له دې خبرې سره اتفاق نلري، او درخواست یې وکړ چې جج دې د صدارتي حکمنامې د څوارلس (۱۴) ورځېني ځنډولو پرځای، د قضیې د څرنګوالي د څېړلو دپاره د یو مکمله معلوماتو وړاندې کولو فرصت ورکړي.
د ټرمپ صدارتي حکم، چې هغه د خپل سوګند اخېستو په ورځ لاسلیک کړ، ټاکل شوې ده چې د نوامبر په نولسمه (۱۹) یې عملي کېدل پیل شي. عدالتونو ته په وړاندې کړی شوي یو درخواست کې ویل شوي چې د صدر ټرمپ دا حکم ممکن په امریکا کې په لکهاوو کسان چې نوي پیدا کیږي، متاثره کړي.
د واشنګټن ریاست په سرښار سیاټل کې د څلورو ریاستونو لخوا فېډرل عدالت ته په وړاندې شوي درخواست کې راغلي چې په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا دوه لکه و پنځه پنځوس زره (۲۵۵۰۰۰) داسې ماشومانو د امریکا شهریت حاصل کړ چې مېندې یې په غیرقانوني توګه امریکا کې اوسېږي. همدا شان څه دباندې یو نیم لک داسې ماشومانو هم شهریت تر لاسه کړی چې مېندې او پلرونه، دواړه یې امریکا کې غیرقانوني اوسېدل.
د ټرمپ انتظامیې په خپلو کاغذاتو کې چې د شورو/چهارشنبې په ورځ یې عدالت ته وسپارلې، ویلي چې ریاستونه د دې صدارتي حکم په خلاف د مقدمې چلولو څه دلیل نلري، او تر اوسه هېڅ کوم نقصان ندی رسېدلی، او د موقت ځنډولو ضرورت هډو نشته.
د انتظامیې وکیلانو دا وضاحت هم ورکړو چې دغه صدارتي حکم، صرف هغو کسانو باندې عملي کیږي چې پیدایش یې د فبرورۍ ۱۹مې نه وروستو کیږي، یعنې د حکم د عملي کېدو د نېټې نه پس.
امریکا دنیا کې یو له هغو قریب دېرشو (۳۰) ملکونو څخه دی چېرته چې د زېږون شهریت حق موجود دی، یعنې هر ماشوم چې دلته پیدا کیږي، نو د ملک شهریت حاصلولی شي، او په دې توګه د "خاورې حق" اصول په کې موجود دي.
په کېنېډا او مېکسیکو کې هم دغسې حقونه، قانوني شته دي.
په مقدمو کې دا ویل شوي چې د امریکا په څوارلسم (۱۴) آئیني ترمیم کې د هغو کسانو دپاره چې په امریکا کې پیدا کیږي، او یا دلته کې قانوني وخت تېروي، هغوی ته شهریت ورکول یقیني دي، او ریاستونه د پېړیو راهېسي دغه آئيني ترمیم په همدې شکل تفسیر کوي.
د امریکا څوارلسم آئیني ترمیم، چې په کال ۱۸۶۸ کې د خانه جنګۍ وروستو منظور کړی شو، وايي: "ټول هغه کسان چې په امریکا کې یې پیدایش وشي او یا دلته کې (قانوني مرحلې د شهریت) تېرې کړي او د [امریکا] د دایره اختیار تابع وي، د امریکا او د هغه ریاست شهریان دي چې دوی په کې اوسېږي."
د صدر ټرمپ حکم دا وایي چې ګني د غیرشهریانو اولادونه د امریکا د دایره اختیار تابع ندي، او فېډرل ادارو ته حکم کوي چې هغو ماشومانو ته کوم چې لږ تر لږه مور یا هم پلار یې د امریکا شهریت ونلري، د ماشومانو شهریت دې هم نه تسلیموي.
د زېږون شهریت په حوالې سره امریکا کې یوه اهمه قضیه چې عدالته ته وړاندې شوې وه، په کال ۱۸۹۸ کې وه. هغه وخت د امریکې سپریم کورټ حکم وکړ چې د چینایي کډوال مور و پلار نه په سن فرانسېسکو کې پیدا شوی وونګ کېم آرک، د امریکا شهري دی، ځکه په امریکا کې پیدا شوی و.
خو په کډوالو باندې د محدودیت ځیني طرفداران وایي چې هغې قضیې کې د یاد ماشوم مور او پلار، دواړه قانوني کډوال و. دوی زیاتوي چې په امریکا کې د غیرقانوني کډوالو ماشومانو ته د شهریت ورکولو حق، دومره واضحه ندی.