ټرمپ وعده وکړه چې که نړېوال کاروبارونه خپل پیداوار امریکا کې جوړ کړي، ټېکسونه به یې کم شي

د امریکا صدر ډونالډ ټرمپ د زیارت/پنجشنبې په ورځ نړېوالو کاروبارونو ته بلنه ورکړه چې خپل پیداوار دې په امریکا کې جوړ کړي، او وعده یې ورکړه چې که داسې وکړي، نو په هغوی به ټېکسونه هم کم کړي. مګر ترڅنګ یې خبرداری ورکړ چې که چېرته هغوی خپل پیداوار په کوم بل ملک کې جوړوي، بیا نو که یې امریکا ته برامد کوي، ورباندې به زیات ټېکس ولګول شي.

ټرمپ له واشنګټن نه د یو ویډیولېنک د لارې د سوېټزرلېنډ په ډاوېس ښار کې جوړ شوي نړېوال اقتصادي فورم ته وینا کې وویل: "امریکا راستنه شوې او د کاروبار دپاره آماده ده."

ټرمپ دې فورم ته چې په کې د نړۍ د سترو کاروبارونو مشران راغونډ شوي و، وویل: "زما پیغام په نړۍ کې هر یو کاروبار ته ډېر ساده دی: راشئ خپل پیداوار مو په امریکا کې جوړ کړئ، او مونږ به د ځمکې پر مخ د بل هر ملک په نسبت تر ټولو کم ټېکس درباندې ولګوو. مګر که تاسو خپل پیداوار په امریکا کې جوړ نکړئ، کوم چې تاسو ته ځانګړی رعایت دی، بیا نو خبره ساده ده، تاسو به [امریکا ته د راتلونکو درامداتو] ټېکس/تعرفې ورکوئ."

ټرمپ، داسې حال کې چې وایټ هاوس کې یې د دویم دور صدارت دریېمه ورځ وه، وویل چې غواړي په امریکایي کمپنیو باندې ټېکسونه د ۲۱ فیصدو نه ۱۵ فیصدو ته راټیټ کړي، خو دا ګام به یې د رېپبلېکنانو په اختیار کانګرس کې د هغه د سیاسي اتحادیانو منظورۍ ته ضرورت ولري.

قانون سازانو په دې بحث شروع کړی چې څنګه کولی شي هغه د ټېکس د کمولو ترکیب چې د ټرمپ د لومړۍ دورې صدارت په وخت کې په کال ۲۰۱۷ کې نافذ شوی و، بېرته وغځوي او نوی بڼه ورکړي.

ټرمپ وعده وکړه چې که چېرته یورپ وغواړي، نو امریکا به د مایع/اوبلن قدرتي ګېس سپلائی ورته مهیا کړي، خو بیا دا یې هم دعوه وکړه چې یورپي اتحاد د هغو ضوابطو په غځولو سره چې په امریکایي کاروبارونو یې د یورپي یونین په ۲۷ ملکونو کې لګولي دي، د امریکې سره "ډېره ډېره بې انصافي" کوي.

وي او اې ډیوه واټساپ

صدر ټرمپ په ځانګړي توګه د تعرفو یا درامداتي ټېکس او د ماحولیاتي اغېزو د بیاناتو په اړه شکایت وکړ چې د نوي تعمیراتي منصوبو په باب جاري کړی کیږي. هغه وویل چې یورپي اتحاد ته داسې څه کول ندي په کار.

ټرمپ وعده وکړه چې انتظامیه به یې امریکا، چې اوس هم د نړۍ تر ټولو ستر اقتصادي طاقت دی، "یو پیداواري سپرپاور" جوړ کړي، او زیاته یې کړه چې د نوموړي د څلور کلن صدارت په موده کې به یې حکومت د کاروبارونو په حوالې سره د هرې نوې ضابطې په بدل کې چې جوړیږي، لس ضابطې به لغوه کوي.

هغه وویل، خیال لري چې د سعودي عرب او د پټرولیم د برامد کوونکو ملکونو د تنظیم (اوپېک) څخه وغواړي د نړېوال معیشت د پیاوړي کولو دپاره د خپلو تېلو بیعه راټیټه کړي.

ټرمپ دا دعوه هم وکړه چې که د تېلو موجوده نړېوال نرخ – کوم چې هر بېرل اوه اویا (۷۷) ډالره دی – کمه شي، نو "په اوکراین کې به جنګ سمدستي ختم شي."

روس د خپل تېل د پیداوارو په خرڅلاو سره، په ګاونډي ملک اوکراین کې د خپلې درې کلنۍ جګړې مالي مرسته کړې ده.

ټرمپ وویل په نړېوال اقتصاد کې، امریکا "صرف غواړي چې د نورو ملکونو لخوا ورسره منصفانه چلند وشي."

هغه دا هم وویل چې امریکا غواړي د چین سره چې د نړۍ دویم ستر اقتصادي طاقت دی، "منصفانه تعلقات" ولري.

صدر ټرمپ د واشنګټن او بېجینګ ترمنځ د تعلقاتو په حوالې وویل: "مونږ نه غواړو چې غلطه فایده واخلو، مونږ صرف غواړي چې برابرو حالاتو کې تعلقات وساتو."