افغان طالبانو ته د اسلام آباد غبرګون: پاکستان د داعش ملاتړ نکوي اؤ نه پاکستان کې د داعش کېمپونه شته

پاکستان د داعش په اړه د افغان طالبانو د حکومت تورونه رد کړي دي او روښانه کړې یې ده چې پاکستان د داعش مرسته نه کوي او نه هم په پاکستان کې د داعش کیمپونه شته.

د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاند شفقت علي خان د زیارت - پنجشنبې په ورځ د اونیزې خبري غونډې پر مهال ویلي، موږ د افغانستان له لوري پر پاکستان د داعش د ملاتړ تورونه په کلکه رد کوو.

په 12مه جنورۍ د افغان طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي تور لګولی ؤ چې، داعش ډلې د پاکستان تر حاکمیت لاندې د فعالیت جواز ترلاسه کړی دی.

ښاغلی فطرت په ایکس رسنۍ خپور کړي خپل یو بیان کې دعوه کړې وه چې دوي(د طالبانو حکومت) په بلوچستان کې د داعش د موجودیت شواهد لري.

د زیارت په ورځ چې کله د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر د ویاند څخه د خبري غونډې په مهال په دغه اړوند پوښتنه وشوه نو هغه وویل چې" پاکستان د داعش ملاتړ نه کوي او په پاکستان کې د داعش د کمپونو شتون هیڅ حقیقت نه لري"

ویاند زیاته کړه په افغانستان کې د واکمنو طالبانو حکومت باید هڅه وکړي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک (ټي ټي پي) ترهګریز کمپونه له منځه یوسي.

تر دې د مخه روانه میاشت د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف تور لګولی ؤ چې په افغانستان کې د داعش،القاعده اؤ ټي ټي پي په ګډون په لسګونو ترهګرې ډلې فعالیتونه کوي.

هغه د طالبانو د لنډ مهاله حکومت په چارواکو ټینګار کړی ؤ چې نړیوالې ټولنې سره د خپلو ژمنو په پوره کولو باید د ترهګرو د له مینځه وړلو اؤ د افغان خاورې د نورو هیوادونو په ضد د نه کارول کېدو په اړه کوټلي اؤ پاخه ګامونه واخلي.

خو په افغانستان د واکمنو طالبانو د خارجه وزارت مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي بیا د افغانستان د شمشاد ټيلي ويژن سره یوه مرکه کې د پاکستان دا تورونه رد کړي وؤ چې ګنې ترهګرې ډلې افغانستان کې ځالې لري اؤ له افغانستانه پاکستان ته د ترهګرۍ لپاره ورځي.

deewa

ښاغلي عباس ستانکزي ویلي وؤ چې په پاکستان کې، داعش، ټي ټي پي، بلوڅان ، پي ټي ایم اؤ نورې بیلابېلې ډلې د حکومت اؤ اسټیبلشمنټ په ضد راپورته شوي وسله وال اؤ سیاسي فعالیتونه کوي اؤ اوس پاکستان د خپل خجالت پټولو لپاره په افغانستان بې ځایه تورونه لګوي.

ستانکزي ویلي وؤ چې پاکستان په پولو د ازغن تار لګولو په سر د امریکې نه پېسې اخستې وې اؤ اوس چې د ازغن تار باوجود دعوې کوي چې له افغانستانه ترهګر ور اوړي نو پوښتنه داده چې پاکستان یې مخه ولې نه نیسي؟

په افغانستان د واکمنو طالبانو اؤ د پاکستان د حکومت تر منځ په دې وروستیو کې اړیکې سختې ترینګلې شوې دي .

دواړه خواوې وخت په وخت نه یوازې په یو بل د ترهګرو د پاللو تورونه لګوي بلکې د ډیورنډ په کرښه د دواړو خواؤ د سرحدي ځواکونو تر منځ یو شمیر نښتې هم شوي چې دواړو خواؤ پکې یو بل ته د مرګ ژوبلې ور اړولو غیر مستقیمې دعوې کړې دي.

په کال 2021م کې چې افغان طالبانو د اشرف غني جمهوري حکومت نسکور کړو اؤ کابل یې په زوره ونیولو نو پاکستان کې پرې د خوشحالۍ جشنونه شوي وؤ خو ډیر زر بیا د ټي ټي پي په مسله د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې ترینګلې شوې.

پاکستان تور لګوي چې افغان طالبانو پخپله خاوره کې د ټي ټي پي وسله والو ته خوندي ځالې ورکړي اؤ هغوي د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد استعمالوي خو د طالبانو حکومت بیا دا تورونه ردوي اؤ وایي چې د افغانستان خاوره د هیچا په ضد نه کارول کیږي.

افغان طالبان دریځ لري چې پخپل هیواد کې امن ټينګول د پاکستان کورنۍ ستونزه ده اؤ باید پاکستان د امنیت په ټینګښت کې د ناکامۍ پړه د افغانستان غاړې ته وانه چوي.