بنګله دېش کې په سلګونو قهرجنو مظاهره چيانو د دغه هيواد د باني شېخ مجيب الرحمان کور ته اور اچولی او په غټه مشينرۍ یې بيا نړولی، غورځولی دی.
د رپورټونو ترمخه، د شورو، چهارشنبې او زيارت، پنجشنې په مينځنۍ شپه کې د بنګله دېش مخکينۍ جلاوطنې وزيراعظمې شېخ حسينه واجد د يوې انلاين وينا وروسته قهرجن مظاهرين راټول شوي، په دغه کور یې حمله کړې، اور یې ورته اچولی او بيا یې غورځولی دی.
دا هغه کور دی چرته چې ويل کيږي شېخ مجيب الرحمان وژل شوی، او وروسته د هغې لور شېخ حسينه واجد د دې نه ميوزيم جوړ کړی وو.
حسينه واجد انلاين وینا کې ويلي، بنګله دېش کې د تېرو شپږو مياشتو راهسې د جنګ ازادۍ د نخښو د مينځه وړلو هڅې روانې دي.
هغې ویلي، د بنګله دېش باني شېخ مجيب الرحمان د دغه هيواد د ازادولو وروسته د کال 1972م راهسې د ډهاکې په دهان منډۍ سيمه کې د خپل کور څخه د ملک انتظام چلولو، هغه په کومه سرکاري ودانۍ کې نه وو پاتې شوی.
حسينه واجد ويلي، هغه په خپله هم په دغه کور کې نه ده اوسېدلې ځکه دا ميوزيم وو، دلته نړیوال مشران راغلي، دا کور ولې غورځول شوی، جرم یې څه وو؟.
د وي او اې بنګله څانګې د خبر ترمخه، د شېخ مجيب کور ته د [بنګا بندهو ميموريل ميوزيم] نوم ورکړل شوی، او بنګله ژبه کې به ورته [بنګا بندهو بهابن] ويل کېده.
ځايي خبريالانو وي او اې ته ويلي، د شپې په دوه بجې د کور غورځولو دپاره غټه مشینري راوستل شوې او تر سهاره د دغه کور نړلو عمل روان وو.
خبريالانو ویلي، د کور نړولو په وخت د حسينه واجد په ګوند د بنديز نعرې هم وهل شوي.
د حسينه واجد د حکومت نسکورونکي زده کوونکو تحریک مشر حسنات عبدالله په ټولنيزو رسنیو ویلي، "بنګله دېش نن د فسطاييت د زيارت څخه ازاده شو".
ځايي خلکو ويلي، په دهان منډۍ سيمه کې د ماښام راهسې خلک راټولېدل پيل شوي، او بيا پوليسو د قهرجنو مظاهرينو د مخې نيولو هڅه کړې خو خلک دومره ډېر وو، چې پوليس یې په مخنيوي کې نه دي بريالي شوي.
د وی او اې بنګله څانګې د خبر ترمخه، قهرجنو مظاهره چیانو په دهان منډۍ سيمه کې د 32م کور د غورځولو وروسته د حسينه واجد د کورنۍ کور هم سوځولی دی.
ویل شوي، د اور مړونکې عمله د اور مړ کولو ته تللې خو لاره ورته نه ده ورکړل شوې.
بنګله دېش کې د زده کوونکو د احتجاج له امله د تېر کال اګست په مياشت کې د حسينه واجد حکومت نسکور کړل شوی و، هغه وخت هم قهرجنو مظاهره چيانو د مجیب الرحمان دغه کور ته تاوان اړولی وو.
په اګست 2024م کې د واک ختمېدو وروسته حسينه واجد هند ته منتقل شوې، له دغې وروسته هغې تېر کال د دسمبر په مياشت کې په لومړي ځل د ټولنيزو رسنيو د لارې خپلو پلويانو ته وينا کړې وه.
د حسينه واجد د حکومت نسکورولو وروسته نوبېل جايزه ګټونکی ډاکټر محمد يونس په مشرۍ بنګله دېش کې عبوري حکومت جوړ کړل شوی دی.
د بنګله دېش د جنګي جرمونو دپاره جوړ انټرنېشنل کرايم ټربيونل د حسينه واجد او هغې د ملګرو د نيولو وارنټ جاري کړی، په هغې تور لګول شوی چې د تېر کال د احتجاجي مظاهرو په مهال یې د قتل عام منصوبه جوړه کړې او خپله پينځلس کلنۍ واکمنۍ کې یې د بشریت ضد جرمونه کړي دي.
بنګله دېش د حسينه واجد د سپارلو دپاره هند ته رسمي خواست کړی دی.